فرصت تحصیل آنلاین در دانشگاه آمریکایی افغانستان (AUAF) در مقطع لیسانس-02.jpg

د افغانستان امریکایي پوهنتون (AUAF) د مجازي زده کړې په بڼه د ۴ کلن پروګرام لپاره د غوښتنلیک پروسه به د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۱ او ۲۲مه پیل شي. دا ځانګړی پروګرام د زده کوونکو لپاره یو ځانګړی فرصت برابروي، په ځانګړې توګه مېرمنو لپاره، چې کولی شي په انلاین بڼه د افغانستان له هر ځایه لوړې زده کړې ته لاسرسی ومومي.

دا لارښود به تاسو ته د غوښتنلیک، اړینو اسنادو، او مهمو نېټو په اړه معلومات درکړي، څو وکولی شئ خپله غوښتنه په سمه توګه وړاندې کړئ.

 

د پروګرام کلیدي ځانګړتیاوې

  • د پروګرام موده: ۴ کاله (مجازي/آنلاین)
  • مخاطبین: هغه کسان چې د جغرافیوي، اقتصادي، یا ټولنیزو محدودیتونو له امله د دودیز پوهنتون زده کړو ته لاسرسی نه لري.
  • د غوښتنلیک سپارلو نېټه: د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر ۲۱ او ۲۲مه
  • د مشروطې منلو اعلان: د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۱مه
  • د پروګرام پیل: د ۲۰۲۵ کال منی

 

د غوښتنلیک لپاره اړین اسناد

د AUAF انلاین لیسانس پروګرام ته د غوښتنې کولو لپاره، غوښتونکي باید لاندې اسناد د خپل غوښتنلیک سره یو ځای واستوي:

  1. د آنلاین غوښتنلیک بشپړ شوی فورم: غوښتنلیک په بشپړه توګه او په دقیقه توګه ډک کړئ.
  2. د انګلیسي ژبې ازموینې نمره: یو له لاندې نمراتو څخه اړین دی:
    • TOEFL iBT
    • TOEFL PBT
    • IELTS
    • Duolingo
    • یادونه: که تاسو د غوښتنې په وخت کې معتبره نمره نه لرئ، کولی شئ پرته له هغې غوښتنه وکړئ. د AUAF  د پذیرش یا منلو دفتر به تاسو ته د ازموینې کوډ درکړي ترڅو په یوه ټاکلي نېټه کې ازموینه ورکړئ.
  3. د پاسپورټ اندازه انځور: یو نوی او روښانه انځور واستوئ.
  4. د تذکرې او یا پاسپورت کاپي: دواړه غوره دي، خو د یوه هم لېږل کافي دي.
  5. د ښوونځي شهادتنامه او ترانسکرېپټ: د خپل ښوونځي رسمي نمرې او شهادتنامه ولېږئ.

 

څنګه غوښتنلیک ولېږو How to apply؟

 

لومړی ګام: د اسنادو چمتو کول

د غوښتنلیک پروسې له پیل څخه مخکې، ډاډ ترلاسه کړئ چې لاندې اسناد مو چمتو دي:

  • د پاسپورټ په اندازه انځور
  • د تذکرې یا پاسپورټ کاپي
  • د ښوونځي شهادتنامه او ترانسکرېپټ
  • د انګلیسي ژبې ازموینې نمره (TOEFL iBT/PBT, IELTS, Duolingo) که لرئ

دویم ګام: د آنلاین غوښتنلیک فورم ته لاسرسی

د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر ۲۱ او ۲۲ په نیټه، د AUAF  د پذیرش پاڼې ته مراجعه وکړئ او د آنلاین غوښتنلیک لینک باندې کلیک وکړئ. ټول اړین معلومات په دقت سره ډک کړئ.

درېیم ګام: د انګلیسي ژبې ازموینې نمره وړاندې کول

که تاسو د انګلیسي ژبې ازموینې نمره لرئ، دا د غوښتنلیک د سپارلو په وخت کې واستوئ. که نمره نه لرئ، کولی شئ د غوښتنلیک واستوئ او وروسته ازموینه ورکړئ.

څلورم ګام: د غوښتنلیک بشپړول

ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو غوښتنلیک لاندې موارد شامل دي:

  • بشپړ شوی فورم
  • د پاسپورټ په اندازه انځور
  • د تذکرې یا پاسپورټ کاپي
  • د ښوونځي شهادتنامه او ترانسکرېپټ
  • د انګلیسي ژبې ازموینې نمره (که لرئ)

خپله غوښتنه د نېټې له پای څخه مخکې وسپارئ.

 

د منلو بهیر او وختونه

  1. د غوښتنلیک سپارل  د  ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۱ او ۲۲مه: په دې وخت کې خپل غوښتنلیک د ټولو اړینو اسنادو سره وسپارئ (د انګلیسي ژبې ازموینې نمره پرته که نه وي).
  2. ارزونه او مرکې  د ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه تر اګست پورې: د AUAF د پذیرش یا منلو دفتر به غوښتنلیکونه وڅېړي او غوښتونکو ته به د مرکې لپاره خبر ورکړي.
  3. د مشروط منلو اعلان  د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۱مه: که ستاسو غوښتنلیک بریالی وي، تاسو ته به د بریښنالیک له لارې اطلاع درکړل شي.

 

پایله

د افغانستان د امریکایي پوهنتون په انلاین یا مجازي بڼه د لیسانس په کچه زده کړې د زده کوونکو لپاره، په ځانګړې توګه ښځو لپاره، یو لوی فرصت برابروي څو له لوړو زده کړو څخه په یو انعطاف منونکي چاپیریال کې ګټه پورته کړي. که تاسو د دې پروګرام شرایط پوره کوئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ او د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۱ او ۲۲ کې خپله غوښتنه وسپارئ.

د لا زیاتو معلوماتو او د غوښتنلیک سپارلو لپاره، د AUAF  پذیرش پاڼې ته مراجعه وکړئ.

 

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org