رهنمود برای مهاجران افغان در پاکستان احتمال تشدید اخراج و نکات مهم برای مصونیت-02.jpg

په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پراخو اعتراضونو د دې هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت ترینګلی کړی دی. دغه وضعیت د افغان کډوالو لپاره، په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې اوسېږي، جدي ګواښونه رامنځته کولی شي. د وروستیو تحولاتو پر بنسټ، د پاکستان حکومت ښایي هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، ونیسي او له دغه هېواده یې وباسي. په دې لارښود کې به د افغان مهاجرینو لپاره ځینې مهمې لارښوونې وړاندې کړو چې څنګه کولای شي خپل ځانونه خوندي کړي.

د پاکستان سیاسي وضعیت او د افغان کډوالو د اخراج خطر

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې په آخري ورځو او د اکټوبر په لومړیو کې، د تحریک انصاف ګوند مشرانو په بېلابېلو سیمو کې د لویو غونډو او اعتراضونو غوښتنه کړې ده. دغه اعتراضونه د امنیتي اندېښنو لامل شوي چې په کې تاوتریخوالی او تروریستي بریدونه شامل دي. په ځینو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او د امنیت ساتنې لپاره یې محدودیتونه لګولي دي. په دې شرایطو کې، هغه کډوال چې په اعتراضونو کې نیول کېږي، په ځانګړې توګه افغانان، په جدي توګه د اخراج و شړلو له ګواښ سره مخ دي.

که چېرته یو څوک په اعتراضونو کې ونیول شي او معلومه شي چې افغان دی، نو امکان شته چې ورسره سخت چلند وشي او بېرته افغانستان ته واستول شي. هغه کډوال چې په قانوني یا غیرقانوني ډول په پاکستان کې اوسېږي، باید د هر ډول غونډو او اعتراضونو څخه ځان وساتي، څو د نیول کېدو او احتمالي اخراج څخه مخنیوی وکړي.

د نیول کېدو او اخراج د خطر څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره، افغان مهاجرین باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  • له غیرضروري سفرونو ډډه وکړئ: د پاکستان په ښارونو کې سفر کول امنیتي ګواښونه زیاتوي. هڅه وکړئ چې بې له اړتیا له یوه ښار څخه بل ته سفر ونه کړئ.
  • د غونډو او اعتراضونو څخه ځان وساتئ: په غونډو او اعتراضونو کې ګډون کول نیول کېدو او قانوني ستونزو لامل کېږي. افغان کډوال باید د امنیتي ځواکونو سره له هر ډول اړیکې څخه ډډه وکړي.
  • په کور پاتې شئ او سیمه ایز خبرونه تعقیب کړئ: تر څومره چې ممکنه وي، په کور پاتې شئ او د خلکو له تجمعاتو څخه ځان لرې وساتئ. د سیمې د امنیتي وضعیت د نوي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره سیمه ایز خبرونه تعقیب کړئ.
  • په خپلو مهاجرتي قضیو تمرکز وکړئ: هغه کسان چې د امریکا یا نورو هېوادونو لپاره مهاجرتي قضیې تعقیبوي، باید ټول تمرکز په خپلو قضی واچوي او د سیاسي مسایلو څخه ځان لرې وساتي.

د قانوني اسنادو ارزښت او ګټور معلوماتي سرچینې

هغه کسان چې د قانوني اسنادو موده یې په پاکستان کې پای ته رسېدلې ده، ژر تر ژره د دغو اسنادو د تمدید لپاره اقدام وکړي یا که ممکنه وي، دغه هېواد پرېږدي. قانوني اسناد لرل کولی شي د نیول کېدو او اخراج مخه ونیسي.

افغان کډوال کولی شي د "وپوښتئ" یا "بپرسید" وېبپاڼې ته مراجعه وکړي او د ویزې ترلاسه کولو او په پاکستان کې د ځان خوندي ساتلو په اړه نور مفصل معلومات ترلاسه کړي. په دې وېبپاڼه کې د هغو افغانانو لپاره ګټور مطالب خپاره شوي دي چې په پاکستان کې ژوند کوي یا غواړي دغه هېواد ته سفر وکړي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org