په افغانستان کې د وروستیو پېښو څخه وروسته، د ناوړه ګټه اخیستنې، استحصال او زیان څخه د ماشومانو ساتنه خورا مهمه ده. د دې لارښود موخه دا ده چې په دې ستونزمنه دوره کې د ماشومانو د ساتنې لپاره عملي تګلارې وړاندې کړي.

د ماشومانو د ساتنې لپاره سمدستي اقدامات

  1. که تاسو د ناوړه ګټه اخیستنې شاهد یاست مداخله وکړئ: که تاسو وګورئ یا واورئ چې یو ماشوم د یو بالغ یا بل ماشوم لخوا په فزیکي یا احساساتي توګه زیانمن شوی، سمدستي مداخله وکړئ. له هغوی څخه وغواړئ چې له دې عمل څخه لاس واخلي او همدارنګه د چارواکو یا د ټولنې له مشرانو څخه مرسته وغواړي څو د ماشوم خوندیتوب ډاډمن کړي.
  2. د څارنې ډاډ ترلاسه کړئ: ماشومان باید تل د یو باوري بالغ کس سره وي او یا یو کس شتون ولري چې څارنه یې وکړي، لکه کله چې دوی د خپلو کورنیو څخه لرې وي، لوبې کوي، تشنابونه کاروي، یا د حمام کولو ځایونو ته ځي چې دا احتمالي زیانونه کموي.
  3. د احتمالي ګټې اخیستنې څخه محتاط اوسئ: د هغو اشخاصو څخه لرې اوسئ چې ستاسو د ماشوم پاملرنې وړاندیز کوي یا د خوړو، سرپناه یا پیسو په بدل کې د دندې یا زده کړې ژمنې چمتو کوي. دا ډول حالتونه ممکن ستاسو ماشوم د استثمار یا زیان له خطر سره مخ کړي. هر وخت د خپلو ماشومانو ځای معلوم کړئ او که تاسو د کوم شکمن فعالیتونو شک لرئ، چارواکو یا بشردوستانه کارمندانو ته خبر ورکړئ.
  4. حفظ الصحې او روغتیا ته وده ورکړئ: ماشومانو ته د لاسونو مینځلو او د څښاک پاکو اوبو کارولو په ګډون د حفظ الصحې د مناسبو کړنو په اړه روزنه او زده کړه ورکړئ. که تاسو د ماشومانو په منځ کې کوم غیر معمولي ناروغۍ وګورئ، سمدستي روغتیايي پاملرنې لپاره د روغتیایي کارکوونکو سره مشوره وکړئ.

01_2.jpg02_2.jpgد احساساتي فشارونو ته رسېدنه

  1. د ماشومانو احساساتي ملاتړ وکړئ: ماشومان او لویان ممکن د سېلاب په څېر ناورین وروسته احساساتي رنځ تجربه کړي. کله چې ماشومان خپلې اندېښنې بیانوي په دقت سره یې واورئ. دوی ته ډاډ ورکړئ چې د دوی احساسات عادي دي او دا د دوی ګناه نه ده. هغوی وهڅوئ چې د ملګرو سره لوبې وکړي او په فعالیتونو کې برخه واخلي لکه ښوونځي ته تلل یا د ماشومانو دوستانه ځایویو کارول.
  2. مثبت او عادی حالت ساتل: له ماشومانو سره مرسته وکړئ چې خپل عادي او ورځیني فعالیتونو ته بېرته راستانه شي لکه د ښوونځي کار، لمونځ، کارونه، سپورت او ورځني فعالیتونه. دوی ته د مینې او خوندیتوب احساس ورکړئ. د هغو ژمنو کولو څخه ډډه وکړئ چې پوره کولی نشئ. که چېرې د دوی احساساتي عکس العملونه شدید یا اوږد وي، د ماشومانو په زړه پورې ځایونو یا روغتیایی کلینیکونو کې د مشاورینو څخه د مرستې په لټه کې شئ.

03_2.jpgد اوږدې مودې د ساتنې تدابیر

  1. د زېږون په وخت کې ماشومان راجسټر کړئ: ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشومان د زېږون پرمهال راجسټر شوي دي. د زېږون ثبت کول اړین دي ځکه چې دا د ماشومانو په ساتنه کې مرسته کوي، دوی ته دا توان ورکوي چې د پېژندنې اسناد لکه د زېږون کارت او تذکره ترلاسه کړي، او روغتیا، زده کړې او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی اسانه کړي.
  2. د شخصي خوندیتوب په اړه زده کړه: خپلو ماشومانو او د کورنۍ غړو ته وښایاست چې هېڅوک حق نلري چې دوی په نامناسب ډول لمس کړي یا د بشري مرستې په بدل کې د احسان غوښتنه وکړي. دوی د دوی د حقونو او شخصي خوندیتوب په اړه پوهې سره ځواکمن کړئ.

پایله

د دې لارښوونو په پلي کولو سره، تاسو کولی شئ په افغانستان کې د سېلاب ځپلو ماشومانو په ساتنه او هوساینه کې مرسته وکړئ. په دې ستونزمن وخت کې د ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې، استحصال او زیان څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره محتاط، ملاتړي، او فعال پاتې شئ.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org