په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله، ډېرې کورنۍ له لویو ننګونو او ګډوډیو سره مخ دي. دا لارښود د سېلاب ځپلو کورنیو ملاتړ او عملي مشورې وړاندې کوي څو دوی د دې سختو وختونو په اوږدو کې له دې وضعیت سره مبارزه وکړي. لاندې معلومات او سپارښتنې د دې لپاره وړاندې شوي دي چې د کورنیو ټولو غړو، په ځانګړي ډول تر ټولو زیان منونکو، خوندیتوب، وقار او هوساینه ډاډمن کړي.

وتل او خوندیتوب

۱. هېڅوک مه پرېږدئ: که تاسو اړتیا لرئ چې خپل کور یا کلي پرېږدئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې هېڅوک په شاته نه پاتې کېږي، په ځانګړي ډول زیان منونکي کسان لکه ماشومان، د معلولیت لرونکي او زاړه کسان. دوی ممکن اضافي مرستې ته اړتیا ولري څو په خوندي ډول تخلیه شي.

۲. یو ځای پاتې شئ: کله چې تاسو د تخلیې مرکز یا بل خوندي ځای ته ځئ، خپل کورنۍ یو ځای وساتئ څو هېڅوک ورک نشي. که ممکنه وي، مهم اسناد له ځان سره یوسئ لکه د قانوني پېژند اسناد او د کور یا ځمکې اړوند اسناد.01_2.jpg

د زیان منونکو کسانو ځانګړې ملاتړ

۳. ځانګړې اړتیاوې وپېژنئ: ځینې کسان، لکه ماشومان، ځوانان، امیندوارې او شیدې ورکوونکي ښځې، له وړو ماشومانو سره میندې، د ښځو په مشرۍ کورنۍ، د معلولیت لرونکي کسان او زاړه کسان ځانګړې اړتیاوې لري. د ټولنې په توګه عمل وکړئ څو د دوی خوندیتوب او ملاتړ ډاډمن کړئ.

۴. هغه کسانو سره مرسته وکړئ چې ځانګړې ملاتړ ته اړتیا لري: هغه کسانو سره مرسته وکړئ چې اضافي ملاتړ ته اړتیا لري، لکه هغه ښځې او ماشومان چې کورنۍ ملاتړ نه لري، د ښځو په مشرۍ کورنۍ، د معلولیت لرونکي کسان، زاړه کسان او د ماشومانو په مشرۍ کورنۍ. که تاسو وګورئ چې دوی ته مناسبه مرسته نه ورکول کېږي، د بشري مرستو کارکوونکو سره اړیکه ونیسئ.02_2.jpg

د استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی

۵.  زیان منونکي کسان خوندي وساتئ: په بېړنیو حالتونو کې، زیان منونکي کسان لکه ماشومان، ځوانان، ښځې او د معلولیت لرونکي کسان ممکن د استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شي. ډاډ ترلاسه کړئ چې دا ستاسو د کورنۍ یا ټولنې غړو سره نه پېښېږي.03_2.jpg

د ښځو او نجونو اړتیاوې

۶. ځانګړې اړتیاوې پوره کړئ: ښځې او ځوانې نجونې په بېړنیو حالتونو کې د محرمیت، حفظ الصحې او هوساینې ځانګړې اړتیاوې لري. ډاډ ترلاسه کړئ چې ښځې او نجونې په پرېکړه نیولو پروسو کې شاملې دي لکه د خدمتونو د ارزونې، پلان جوړونې، ویش او د سرپناهو برابرول.

۷. برابر ګډون: د ټولنې د غړي په توګه، ډاډ ترلاسه کړئ چې ښځې، سړي، هلکان، نجونې، زاړه کسان او د معلولیت لرونکي کسان په مساويانه او برابر ډول په اسانتیاوو او د وېش ځایونو په تنظیم او ځای پر ځای کولو کې برخه اخلي.04_2.jpg

د ماشومانو ساتنه

۸. کورنۍ مه بېلوئ: د خدمتونو وړاندې کوونکي باید ماشومان له خپلو والدینو، کورنۍ غړو، ورونو یا معتمد لویانو څخه  بېل نه کړي، پرته له دې چې تاسو باور ولرئ چې ماشوم په عاجل خطر کې دی. که تاسو دا ډول بېلتون وګورئ، د ماشومانو د ساتنې کارکوونکي یا بشري مرستې کارکوونکي ته راپور ورکړئ، یا د آوااز بشري مرستې تلیفون مرکز سره په وړیا توګه په ۴۱۰ اړیکه ونیسئ.

۹. له یواځې ماشومانو سره په پاملرنه چلند وکړئ: که تاسو داسې ماشوم وګورئ چې یواځې ښکاري، فکر مه کوئ چې ماشوم ورک یا بې سرپرسته دی. ممکن والدین یا پالونکی یې نژدې وي. له ماشوم او نږدې خلکو څخه پوښتنه وکړئ که دوی ماشوم پېژني. پرته له دې چې عاجله خطر وي، له ماشوم سره په هماغه ځای کې پاتې شئ څو که څوک د ماشوم په لټه کې وي، وموندل شي. او ماشومان ته ژمنه مه کوئ چې تاسو به د دوی والدین یا پالونکی ومومئ. که حتمي اړتیا وي، د ماشومانو د ساتنې کارکوونکي یا بشري مرستې کارکوونکي ته راپور ورکړئ، یا د آوااز بشري مرستې تلیفون مرکز سره په وړیا توګه په ۴۱۰ اړیکه ونیسئ.05_2.jpg

راپور ورکول او مرسته غوښتل

۱۰. د راپور ورکولو ځایونه وپېژنئ: که تاسو اړتیا لرئ چې د نامناسب چلند، استثمار یا ناوړه ګټې اخیستنې راپور ورکړئ، یا که تاسو ړتیا لرئ چې د ستونزې په اړه راپور ورکړئ، د آوااز بشري مرستې تلیفون مرکز سره په وړیا ډول په ۴۱۰ شمېره اړیکه ونیسئ. دا خدمت یو محرم ټلیفون مرکز وړاندې کوي چې په افغانستان کې د هر چا لپاره د موبایل ټلیفون له لارې د لاسرسي وړ دی او اووه ورځې په اونۍ کې کار کوي چې نر او ښځینه کارمندان لري چې په دري، پښتو، اردو، انګلیسي او نورو ژبو خبرې کوي.06_2.jpg

پایله

د دې لارښود په تعقیبولو سره، د سېلاب ځپلو افغان کورنۍ کولی شي د دې ستونزمن وخت په اوږدو کې خپل خوندیتوب او هوساینه ډاډمن کړي. د ټولنې او بشري مرستو سازمانونو ګډې هڅې دا هدف لري چې ټولو زیانمنو شویو کسانو ته اړین ملاتړ او مرستې وړاندې کړي. په یاد ولرئ، تاسو یواځې نه یاست او مرسته شته. د نورو معلوماتو یا د ستونزو راپور ورکولو لپاره، د آوااز بشري مرستې ټلیفون مرکز سره په وړیا توګه په ۴۱۰ اړیکه ونیسئ.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org