په افغانستان کې په دې وروستیو کې د وېجاړوونکو سېلابونو په ځواب کې د نړیوالو سازمانونو او سیمه ایزو شریکانو لخوا د همغږي هڅې روانې دي څو اړین بشردوستانه مرستې چمتو کړي. دا هڅې، چې د سېلاب ځپلو افرادو او کورنیو ملاتړ لپاره روانې دي، د بشردوستانه سرچینو او کارکوونکو ګمارنه په کې شامل دي څو د اغېزمن شویو خلکو بېړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي. په سیمه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو لکه د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په ګډون، بشردوستانه کارکوونکي یوازې د مرستې لپاره ستاسو سیمه کې شتون لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې هر څوک پرته له کوم شرط یا تبعیض اړینې مرستې ترلاسه کړي.

بشردوستانه خدمتونه

بشردوستانه کارکوونکي په سیمه کې شتون لري څو د سېلابونو له امله اغېزمنو کسانو سره مرسته وکړي. دې کې د سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو کارکوونکي او همدارنګه د ملګرو ملتونو استازي شامل دي. دا ټیمونه د سېلابونو څخه اغېزمنو افرادو او ټولنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ژمن دي. په یاد ولرئ، د مرستې غوښتنه د کمزورۍ یا شرم نښه نه ده. د دې بشردوستانه هڅو موخه دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې هر څوک په دې ننګونکي وخت کې اړینې مرستې ترلاسه کړي.01_2.jpg

بشردوستانه مرستې بې قید او شرط او وړیا دي

مهمه ده پوه شئ چې د بشري سازمانونو لخوا چمتو شوي مرستې بې قید او شرط او وړیا دي. هېڅوک حق نه لري چې له تاسو یا ستاسو کورنۍ څخه د مرستې په بدل کې څه وغواړي. که تاسو په دې اړه چې مرستې ته څنګه لاسرسی ولرئ یا څه شتون لري، شک لرئ، په خپله سیمه کې له یوه بشردوستانه کارکوونکي سره اړیکه ونیسئ.02_2.jpg

شته خدمات او منابع

بشردوستانه خدمتونه، ګڼ شمېر خدمات او منابع شامل دي چې د سېلابونو څخه اغېزمنو افرادو او کورنیو بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره وړاندې کېږي. دې کې لاندې موارد شامل دي:

  • د خوړو او اوبو وېش: اړین خوراکي مواد او پاکې اوبه د دې لپاره وېشل کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅوک وږي یا تږي نه پاتې کېږي.
  • د اوسېدو ځای: هغو کسانو ته چې کورونه یې زیانمن شوي یا وېجاړ شوي، د موقتي پناه ځایونو او د کورونو د بیارغولو موادو چمتو کول.
  • روغیتايي مرستې:ګرځنده کلینیکونه او روغتیایي کارکوونکي د روغتیايي پاملرنې، واکسیناسیون او مزمنو ناروغیو لپاره ملاتړ وړاندې کوي.
  • صحت او حفظ الصحه:د حفظ الصحې بستې، پاکې اوبه او د حفظ الصحې بنسټونه د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي لپاره تنظیمېږي.
  • رواني او ټولنیز ملاتړ: مشورتي خدمات د دې لپاره شته دي څو خلکو سره د وېجاړۍ له ټراما ناروغۍ سره د مقابلې لپاره مرسته وکړي.

03_2.jpgد کورنیو د غړو ساتنه

خدمت وړاندې کوونکي ژمن دي چې کورنۍ په یوځای وساتي. ماشومان باید له والدینو، د کورنۍ غړو، وروڼو او خویندو یا اعتماد لرونکو لویانو څخه بېل نشي، پرته له دې چې د ماشوم امنیت ته بېړنی خطر شتون ولري. که تاسو د دې هڅې شاهد وئ چې ماشومان پرته له دلیل څخه له کورنیو جلا کېږي، هیله کوو دا مسئله په سیمه کې د بشردوستانه ټیم ته راپور ورکړئ.04_2.jpg

د وسلو منع

د دې لپاره چې د مرستې ځایونو کې د ټولو کسانو امنیت او سلامتۍ ډاډ ترلاسه شي، هر ډول وسلې لېږدول سخت منع دي. که تاسو پوه شئ چې څوک وسلې لېږدوي یا کاروي، دا سمدلاسه د مدیریت او اړوندو مسوولینو ته راپور ورکړئ. د وسلو څخه پاکه چاپیریال ساتل د ټولو ګډونوالو امنیت لپاره اړینه ده.05_2.jpg

احترام او مسوولانه چلند

ټول بشردوستانه کارکوونکي مکلف دي چې خلکو سره په احترام او کرامت چلند وکړي. هر ډول استثمار، ناوړه ګټه اخیستنه یا تبعیض د منلو وړ نه دی. د مرستې چمتو کونکي سازمانونه ژمن دي چې منابع په مسوولانه ډول او د ټولنې په ګټه اداره کړي. تاسو باید هېڅکله  د مرستې په بدل کې څه ونه غوښتل شئ. که تاسو د بشردوستانه کارکونکو لخوا ناوړه چلند تجربه یا مشاهده کړئ، یا که تاسو فکر کوئ چې منابع په سمه توګه اداره نه کېږي، تاسو حق لرئ چې دا موارد راپور کړئ.06_2.jpg

د ځورونې زغم نه کول

بشردوستانه کارکوونکیکارکوونکي اجازه نه لري چې تاسو یا ستاسو کورنۍ په خدماتو وړاندې کولو کې ځوروي. که تاسو د ځورونې شاهد یا تجربه وکړئ، دا مهمه ده چې اقدام وکړئ. د آوااز شمېرې څخه استفاده وکړئ یا د باور وړ بشردوستانه کارکوونکی سره خبرې وکړئ څو پېښه راپور کړئ.07_2.jpg

ستاسو د حقوقو او امنیت تضمین

تاسو حق لرئ چې بشري مرستې پرته له وېرې د تلافۍ یا تبعیض څخه ترلاسه کړئ. که تاسو احساس کوئ چې ستاسو حقوق نقض کېږي، بې ځنډه یې څرګند کړئ. ستاسو امنیت او کرامت لومړیتوب لري او د مرستې چمتو کوونکي سازمانونه د دې اصولو ساتنې ته ژمن دي.08_2.jpg

د ستونزو او شکایاتو راپور ورکول

که تاسو د نامناسب چلند، استثمار یا ناوړه ګټه اخیستنې راپور ورکولو اړتیا لرئ، دوه اساسي لارې شتون لري:

  • د آوااز بشري اړیکو مرکز سره اړیکه ونیسئ: د ۴۱۰ شمېرې ته په وړیا ډول زنګ ووهئ. دا محرم ټیلفونی لیک ټولو کسانو ته چې په افغانستان کې د موبایل ټلیفون ته لاسرسی لري، شتون لري. دا مرکز په هفته کې اووه ورځې فعالیت کوي او نارینه او ښځینه کارکوونکي لري چې په دري، پښتو، اردو، انګلیسي او نورو ژبو خبرې کوي. آوااز یوه پلټفارم وړاندې کوي څو معلوماتو ته لاسرسی او د بشري ځواب په اړه نظریات ثبت کړي.
  • د باور وړ بشردوستانه کارکوونکي ته معلومات ورکړئ: که تاسو د راحتئ احساس کوئ، تاسو کولی شئ خپله شکایت هغه د بشردوستانه خدمتونو کارکوونکي ته راپور کړئ چې په سیمه کې دی او تاسو ورباندې باور لرئ. هغوی مکلف دي چې ستاسو شکایت جدي واخلي او پرته له کومه بدلې تضمین وکړي چې دا به حل شي.

09_2.jpgپایله

د نړیوالو سازمانونو او سیمه ایزو شریکانو همغږي هڅه موخه داده چې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې د سېلابونو څخه اغېزمن شوي دي، مرستې او هیله وړاندې کړي. په ګډه کار کولو سره، موږ کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې هر څوک د خپلو ژوندونو او ټولنو د بیا رغولو لپاره اړینې مرستې ترلاسه کړي. که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ یا اندېښنې لرئ، په یاد ولرئ چې مرسته شتون لري او ستاسو غږ  ته ارزښت ورکول کېږي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org