ډېر راټولېدونکي اوبه او سېلابونه د ټولنې افراد د ډوبېدو له جدي خطر سره مخ کوي، چې اکثراً د وېجاړوونکو پایلو لامل کېږي. د سېلابونو پر مهال د ډوبېدو نښې پېژندل اړین دي، ځکه چې دا پوهه کولی شي د خلکو ژوند وژغوري. ډوبېدل هر چا ته پېښېدی شي، خو ماشومان، ښځې، ډېرعمرلرونکي او ځوانان په ځانګړي توګه له دې خطر سره مخ دي. دا لارښود به تاسو ته هغه مهارتونه دروښيي چې د یو ډوبېدونکي کس د پېژندلو او د ناورین مخنیوي لپاره په چټکۍ سره د اقدام کولو په برخه کې به مرسته وکړي.

څنګه پوه شو چې یو کس د ډوبېدو په حال کې دی؟

په وخت سره د ډوب کېدونکي کس پېژندل خورا مهم دي. دلته د پېژندلو لپاره کلیدي نښې شتون لري:

  1. د سر وضعیت: د یو کس سر ترډېره په اوبو کې ټیټ وي، خوله یې د اوبو سطحې یا تر هغه لاندې وي. دوی ممکن د هوا لپاره ټوخی کوي.01_2.jpg
  2. سر شاته ټېل وهل: دوی ممکن خپل سر شاته وغورځوي، هڅه کوي خپله خوله ساه اخیستلو لپاره له اوبو پورته وساتي.02_2.jpg
  3. د بدن عمودي موقعیت: ډوب کېدونکي کسان معمولا خپل بدن په عمودي موقعیت کې نیسي، پښې یې ښکته ځوړند وي او په ګټوره توګه پښې نه خوځوي.03_2.jpg
  4. د لاس حرکتونه: لاسونه کېدی شي څنګ ته وغزوي او هڅه کوي چې په اوبو کې ښکته ونیسي څو سر له سطحې پورته وساتي.04_2.jpg
  5. د سترګو ظاهري بڼه: کېدی شي د شخص سترګې تړلې وي، بې پامه وي، یا یو لوري ته په ځیر وګوري. دوی ممکن د دوی شاوخوا چاپېریال ته عکسل العمل نښيي یا هڅه نه کوي څو د خپل مخ څخه ویښتان لرې کړي.05_2.jpg
  6. د غږ نشتوالی: ډوب کېدونکي کس اکثرا نشي کولی د ساه اخیستلو د اړتیا له امله د مرستې غوښتنه وکړي.06_2.jpg

پایله

د ډوبېدو نښې پېژندل یو مهم مهارت دی چې د ډوبېدو پر مهال د ژوند ژغورلو توپیر رامنځته کولی شي. په دې نښو خبر اوسېدل او د ځواب ویلو څرنګوالی زده کول کولی شي له خطر سره مخ کسان خوندي کړي او د ډوبېدو ویجاړوونکي اغېز کم کړي. تل هوښیار اوسئ، دا مهارتونه تمرین کړئ، او په بیړني حالت کې د چټک عمل لپاره ځان چمتو کړئ. ستاسو خبرتیا او چمتووالی کولی شي د سیلابونو پر مهال د ژوند ژغورنې اصلي لامل وي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org