په ۲۰۲۴ کال کې، په المان کې د ځینو افغان کډوالو لخوا د څو جنایي پېښو ترسره کېدو، د دې هېواد د خلکو او حکومت پر نظرونو جدي اغېز وکړ. دې پېښو په المان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کرکې او بېباورۍ یو څپې رامنځته کړې. مخکې له دې، د المان خلک او حکومت د افغانستان د ناامنۍ له امله د افغان کډوالو سره همدردي او خواخوږي ښودلې وه او ګڼو افغانانو ته یې پناه ورکړې وه.
اوس چې د افغان کډوالو پر وړاندې منفي احساسات زیات شوي، د المان حکومت د مهاجرت په قوانینو کې د بدلونونو په اړه غور کوي چې له مخې به یې د افغان پناه غوښتونکو اخراج افغانستان ته اسانه شي. د بشري حقونو فعالان له المان څه د وتلو په تړاو خبرې خورا خطرناک ګڼي. د دوی په نظر، د افغان پناه غوښتونکو په داسې هېواد کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، بېرته استول کولی شي د دوی ژوند او امنیت له جدي خطر سره مخ کړي.
که څه هم په تېرو میاشتو کې د افغان کډوالو د اخراج مسله لږه یاده شوې وه، خو په زولینګن ښار کې وروستۍ پېښه، چې یو سوری مهاجر په کې جنایت ترسره کړ، دا موضوع یو ځل بیا د خبرونو په سر کې راوسته. له دې برید وروسته، اولاف شولز، د المان صدراعظم، اعلان وکړ چې د کډوالۍ سخت سیاستونه به په پام کې ونیول شي او د غیرقانوني کډوالو د شړلو بهیر به چټک شي. دا پرېکړه په ځانګړي ډول د سوری او افغان کډوالو لخوا په وروستیو جنایي پیښو کې د دوی د رول له امله شوې ده.
ځیني افغان کډوال چې اوس مهال په المان کې ژوند کوي، یا د پناه غوښتنې لپاره وړتیا نه لري یا د ډبلین سختو قوانینو او نورو دلایلو له امله د دوی پناه غوښتنې رد شوې دي. دا کسان اوس په جدي ډول د شړلو له خطر سره مخ دي. تر دې وړاندې طالبانو چمتووالی ښودلی چې افغان کډوال مني او کډوالو ته هېواد ته بېرته راتلو بلنه ورکړې وې. ځینو ټولنیزو رسنیو آن د المان حکومت او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د اخراج په اړه د لومړنیو مذاکراتو راپورونه ورکړې وې، خو تر اوسه دغه راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
شولز په زولینګن کې د پیښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال، دا پېښه «زموږ پر وړاندې تروریزم» وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید هر هغه اقدام چې ممکن وي د هغو کسانو د بېرته راستنولو او شړلو لپاره وشي چې په المان کې د پاتې کېدو اجازه نه لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د المان حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکې زیاتې شوې او د ښي اړخو افراطي ګوندونو لخوا له دې وضعیت څخه د خپلو موخو د پرمختګ لپاره ګټه پورته کېږي.
په وروستیو میاشتو کې، المان او نور اروپايي هېوادونه د ښي اړخو افراطي ډلو د اعتراضونو د زیاتوالي سره مخ شوي دي، چې په ځانګړي توګه یې خپل مخالفت له کډوالۍ سره اعلان کړی دی. دا احتجاجونه، چې په عمده توګه د مسلمان کډوالو په مخالفت کې ترسره کېږي، د پولیسو په پراخ ګډون سره ترسره شوي او پر المان حکومت یې فشار زیات کړی چې په کډوالۍ کې سخت قوانین پلي کړي.
د دې تحولاتو په پایله کې، په زرګونو افغانانو چې د امن او ارامۍ په لټه کې المان ته پناه وروړې ده، پناه غوښتنې له جدي خطر سره مخ شوي دي. که څه هم افغانستان لا هم یو ناامن هېواد ګڼل کېږي او ډېری افغانان د پناه غوښتنې وړتیا لري، خو د ځینو افغان کډوالو لخوا د څو جنایي پیښو ترسره کول، د نورو افغانانو د پناه غوښتنې ته هم جدي ستونزې رامنځته کړي او د دوی د غوښتنو د رد شونتیا زیات کړی دی.
د افغان کډوالو لپاره لارښوونې:
- له غیرقانوني کړنو څخه ډډه: هر ډول غیرقانوني چلند کولای شي په المان کې د افغان کډوالو پر ټولنه منفي اغېزې ولري. کډوال کولی شي د کوربه هېواد قوانینو او مقرراتو ته درناوی او له هر ډول غیرقانوني کړنو ډډه وکړي.
- پولیسو ته راپور ورکول: که تاسو کوم مشکوک فعالیت یا د افغان کډوالو لخوا مشکوک عمل ګورئ، کولی شئ خپل سیمه ایزو پولیسو ته خبر ورکړئ. د ځایي چارواکو سره همکاري کولی شي د ټولنې امنیت خوندي کړي او له وېجاړیزو اقداماتو مخنیوی وکړي.
- حقوقي مشوره: هغه کډوال چې د اخراج له خطر سره مخ دي باید سمدستي د کډوالۍ وکیلانو سره مشوره وکړي څو له خپلو حقونو خبر شي او وکولی شي د ایستلو مخنیوي لپاره له قانوني لارو چارو ګټه پورته کړي.
- د سیمه ایزو ټولنو سره همکاري: له سیمه ایزو ټولنو سره مثبتې اړیکې جوړول او په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون کولی شي پر افغان کډوالو د المان د خلکو نظر ښه او تاوتریخوالی کم کړي.
- د پناه غوښتنې له حقونو خبرتیا: د پناه غوښتنې له حقونو او اړوندو قوانینو څخه خبرتیا د کډوالو لپاره اړینه ده. د کره او تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له باوري سرچینو کار واخلئ او که اړتیا وه، له حقوقي مرستو ګټه واخلئ.
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
• ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)
• مسنېجر یا Messenger (@beporsed)
• د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)