U.S. and Philippines Agreement on Temporary Housing for Afghan Special Immigrant Visa (SIV) Applicants-02.jpgد  آمریکا متحده ایالات او فیلیپین یوې مهمې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې هغه افغانان چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې وېزې (SIV) قضیې لري، تر هغو چې د هغوی د وېزې پروسه بشپړه شي، په موقت ډول په فیلیپین کې ځای پر ځای شي. دا توافق، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۹مه اعلان شو، د افغان کډوالو او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو همکارانو د ملاتړ په برخه کې یوه مهمه ګام ګڼل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه توافق د فیلیپین او متحده ایالاتو چارواکو ترمنځ داسې دی چې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې وېزې غوښتونکي افغانان، تر هغو چې د امریکا له سفارت څخه خپله وېزه ترلاسه کوي، په موقت ډول په فیلیپین کې ځای پر ځای شي. سره له دې چې د دغه توافق ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا د یوې همکارۍ پیل دی او تمه کېږي چې دا همکاري په راتلونکي کې د نورو کډوالو په موقتي منلو کې هم مرسته وکړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د لومړی او او دویم لومړیتوب قضیې لري.

دا توافق په داسې حال کې شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې له فیلیپین حکومت څخه غوښتنه کړې وه هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړې وېزې غوښتونکي دي، په موقت ډول په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي. دا غوښتنه له څه کم یو کال راهیسې د خبرو او مذاکرو لاندې وه او ځینې اړوندې معلوماتو محدود ډول رسنیو ته رسېدلي و.

تر هغه وروسته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، زرګونه افغانان چې د متحده ایالاتو د ځواکونو د محلي همکارانو او ژباړونکو په توګه کار کاوه، په متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې لپاره په شرایطو برابر وګڼل شول. متحده ایالاتو په ۲۰۰۹ کال کې ځانګړي پروګرامونه طرحه کړل چې دغو کسانو ته د مهاجرت زمینه برابره کړي، چې په دغو پروګرامونو کې د ځانګړې کډوالۍ وېزه (SIV) یو له مهمو ابتکاراتو څخه و.

خو، ډېری دا کسان د قانوني خنډونو، پیچلي پروسې، او د مهاجرتي پروګرامونو د ظرفیت محدودیت له امله ونه توانېدل چې په چټکۍ سره متحده ایالاتو ته ولېږدول شي. دا حالت په کډوالو او د بشري حقونو په فعالانو کې جدي اندېښنې راپورته کړې، په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان، پاکستان، او نورو هېوادونو کې تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

په دې موده کې، د امریکا د ملي ویزې مرکز او CARE دفتر له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغان ځانګړي کډوالۍ وېزې لرونکو قضیې فیلیپین ته انتقال کړې دي. دا اقدام د امریکا او فیلیپین ترمنځ د راتلونکو توافقاتو نښه بلل کېږي. ډېری هغه کسان چې قضیې یې فیلیپین ته انتقال شوې، له دوه کلونو راهیسې د CARE ټیم له خوا دریم هېواد ته د انتقال انتظار باسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې تایید شوې چې د دې SIV غوښتونکو د موقتې استوګنې پر مهال په فیلیپین کې به امریکا حکومت اساسي خدمات لکه خواړه، استوګنځای، امنیت، روغتیايي پاملرنې، او ټرانسپورټ برابر کړي. خو تر اوسه مشخصه شوې نه ده چې څومره غوښتونکي به په موقت ډول په فیلیپین کې ځای پر ځای شي او له کومو هېوادونو څخه به فیلیپین ته انتقال شي.

دغه نوی توافق، فیلیپین له هغو هېوادونو سره یوځای کوي لکه قطر، جرمني او البانیا، چې مخکې یې افغان کډوال چې امریکا ته د بیامېشتېدو لپاره وړتیا لري، په خپل هېواد کې په موقت ډول منلي دي. دا توافق په داسې حال کې اعلانېږي چې متحده ایالاتو په تېرو دریو کلونو کې له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې افغان پناه‌غوښتونکي په موقت ډول په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي، خو د پاکستان حکومت دغه غوښتنه رد کړه.

پاکستان نه یوازې دا غوښتنه ونه منله، بلکې د افغان پناه‌غوښتونکو د سمدستي ایستلو په برخه کې سخت اقدامات وکړل. د دې تدابیرو په پایله کې، هره میاشت زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستان څخه ایستل کېږي، یو حالت چې په نړیواله ټولنه کې یې ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

د امریکا او فیلیپین ترمنځ دغه توافق چې افغان کډوال په موقت ډول ځای پر ځای کوي، یو مهم ګام دی او د هغو کسانو ملاتړ کوي چې په بیلابیلو هېوادونو کې د خورا سختو شرایطو لاندې ژوند کوي. دا توافق نه یوازې افغان کډوالو ته مرسته کوي څو په خوندي ځای کې خپله ویزه ترلاسه کړي، بلکه د کډوالو بحرانونو سره د مقابلې په برخه کې د نړیوالو همکاریو یو مثال هم دی.