01_2.jpgله سېلاب څخه وروسته، په وخت او مناسب ډول اقدامات کول کولی شي مالي زیانونه راکم کړي او ستاسو د کورنۍ هوساینه خوندي کړي. لاندې برخه کې د خوندي ساتلو لپاره اړینې لارښوونې شتون لري:

  1. د کورنۍ غړو خوندیتوب یقیني کول: ډاډ ترلاسه کړئ چې د کورنۍ ټول غړي شتون لري او په یو خوندي، وچ او پاک ځای کې اړولي دي. 01_2.jpg
  2. د خطرونو مخنیوی: د برېښنایی تارونو، د اوبو د لومړنیو سرچینو او د فاضله موادو له شبکو څخه لرې اوسئ. سیمه ایزو چارواکو ته د هر ډول خطر په اړه راپور ورکړئ. 02_2.jpg
  3. د اورلگېدنې مخنیوی: خراب شوي برېښنایی تارونه کولی شي د اور لامل شي. سمدستي کوچني اورونه مړه او سمدستي د اوروژنې څانګې یا اطفایې ته خبر ورکړئ. 03_2.jpg
  4. د حیواناتو، خزنده ګانو او حشراتو څخه ځان ساتنه: سېلابونه د حیواناتو ځالې ګډې وډې کوي، چې دا له مارانو، حشراتو او مېږو سره د مخامخ کېدو خطر زیاتوي. هوښیار اوسئ، په دروازو او کړکیو کې خنډونه ولګوئ او د اړتیا په صورت کې سمدستي د روغتیايي مرستې غوښتنه وکړئ. 04_2.jpg
  5. د ککړو توکو له مینځه وړل: هر هغه خوراکي توکي پرېږدئ چې د سېلاب اوبو سره ککړ شوي وي څو د ساري ناروغیو لکه هیپاټایټس او کولرا د خپرېدو مخه ونیسي. 05_2.jpg
  6. خوندي خواړه او اوبه وکاروئ: د ککړتیا څخه د مخنیوي لپاره یوازې خوندي او تړل شوي یا په سمه توګه پوښ شوي خواړه وخورئ. د څښاک لپاره اوبو ته جوش ورکړئ څو ډاډ ترلاسه شي چې دا خوندي دي. 06_2.jpg
  7. د کورنۍ غړو ته پاملرنه: د خپلې کورنۍ د غړو سمدستي رواني روغتیایی اړتیاوو ته پاملرنه وکړئ. رواني ملاتړ چمتو کړئ او درملنه یې وکړئ. 07_2.jpg
  8. د سېلاب ځپلو سیمو پېژندنه: د سیمه ایزو ادارو او سازمانونو سره اړیکه ونیسئ څو سېلاب ځپلې سیمې او د لېږد لپاره خوندي ځایونه وپېژني. 08_2.jpg
  9. د ټپي شویو کسانو سره مرسته: ټپیانو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړئ او د اړتیا په صورت کې له نورو څخه مرسته وغواړئ. 09_2.jpg
  10. آرام و او باخبر اوسئ: آرام واوسئ او د بیا سېلابونو احتمالي خطرونو په اړه د باوري رسنیو او سرچینو له لارې خبر اوسئ. د اړتیا په صورت کې له سیمې څخه د وتلو لپاره په چټکۍ سره عمل وکړئ.10_2.jpg

د دې لارښوونو په تعقیبولو سره، تاسو کولی شئ په کورنۍ او ټولنه کې د سېلابونو اغېزې د پام وړ په کچه کم کړئ. محتاط او چمتو اوسئ، او د سېلاب وروسته خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org