01_2.jpg

سېلاب کولی شي ژوند او ملکیت ته د پام وړ خطرونه رامینځته کړي، خو د لاندې اړینو لارښوونو په تعقیبولو سره، تاسو کولی شئ د ځان او کورنۍ لپاره مالي او ځاني زیانونه کم کړئ:

1- خبر او چمتو اوسئ:

  • د سیمه ایزو چارواکو، د سیمې خلکو او د ډله ایزو رسنیو چینلونو لکه راډیو، تلویزیون، او ټولنیزو رسنیو له لارې د معلوماتو او لارښوونو سره اپډېټ پاتې شئ.
  • د وتلو یا تخلیې امرونه په جدي توګه په نظر کې ونیسئ. که تاسو ته مشوره درکړل شي خپل کور پرېږدئ، ژر تر ژره د خپل خوندیتوب په موخه ډاډ ترلاسه کړئ.

01_2.jpg

2- کورنۍ خوندي کړئ:

  • ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او معلولینو سره ځانګړې مرسته وکړئ څو هغوی په لومړي قدم کې د سیلاب له خطر څخه خوندي شي.
  • ښځې، ماشومان، زاړه کسان او معلولین د اوبو له ډکو سیمو لرې، یو خوندي ځای ته ولېږدوئ.

02_2.jpg

3- د سېلاب د نفوذ مخنیوی:

  • د شدیدو ورښتونو او سېلاب په لیدو سره، سمدلاسه د کور او نورو مهمو ځایونو په لور د اوبو لارې بندې کړئ. که امکان ولري، د سیلاب په وړاندې خنډونه لکه د تیږو او شګو کڅوړې ځای پر ځای کړئ.
  • د ځایي خلکو سره اړیکه ونیسئ او له هغوی څخه مرسته وغواړئ. هڅه وکړئ چې د کورونو یا کلي څخه په لوړو سیمو کې د اوبو لویې لارې پاکې کړئ او که ممکن وي د سیلاب مسیر بدل کړئ.

03_2.jpg

4- سمدستي اقدامات که چېرې سېلاب راشي:

  • که چېرې ورښت او سېلاب تېز شو، په ځانګړې توګه د سیند او رودونو په سیمو یا د پلونو په څنډو کې، نو سمدستي لوړو ځایونو ته پورته شئ.
  • په اوبو کې ډوب کېدونکو سیمو کې له ودرېدو څخه ډډه وکړئ او هېڅکله هڅه مه کوئ چې د زنګونونو له کچې څخه پورته د سېلاب اوبو څخه تېر شئ. دا نه یوازې ستاسو ژوند په خطر کې اچوي بلکې د ژغورنې او مرستې هڅو په برخه کې هم خنډ رامنځته کوي.

04_2.jpg

5- د سېلاب په وخت کې د خوندیتوب تدابیر:

  • د خپل کور څخه له وتلو وروسته د رودونو یا سېلابونو لارو څخه لرې په لوړ ځای کې پناه واخلئ.
  • د کمزورو پلونو څخه له تېرېدو ډډه وکړئ کوم چې کېدای شي د سېلاب د اوبو له امله سقوط وکړي.

05_2.jpg

6- ستاسو د استوګنې چمتو کول:

  • له وتلو دمخه، د پېښو او زیانونو د مخنیوي لپاره د برېښنا مزي، د اوبو نلونه او ګازو پیپونه بند کړئ.
  • که د برېښنا د مزو د قطع کولو توان ونه لرئ، برېښنایي وسایل د دوی د برېښنا سرچینو څخه قطع کړئ. په لوند لاسونو برېښنایی وسایلو او تجهیزاتو ته لاس مه وروړئ.

06_2.jpg

7- د سېلاب اوبو ته مه دننه کېږئ:

  • هېڅکله د سېلاب اوبو ته مه ورننوځئ ځکه چې ممکن د برېښنا له لینونو څخه برېښنا چارج شوي وي یا د خطرناکو موادو سره ککړ شوي وي.
  • که چېرې د سېلاب په اوبو کې تېریدل ناشونی وي، د توازن ساتلو او د خطرونو څخه د مخنیوي لپاره د لرګیو یا مناسب وسایلو څخه کار واخلئ.

07_2.jpg

8- د ځمکې خویېدو ته مو پام وي:

  • که ستاسو کور لوړ یا په لوړه ځای کې وي د کور دننه پاتې شئ.
  • کله چې سېلاب وي د موټر چلولو په وخت کې، د هغو څلور لارو یا سړکونو څخه ډډه وکړئ چې د سقوط له خطر سره مخ وي.
  • په موټر کې ټيټ ګیرونه وکاروئ او اکسلېټر خوشې کړئ که چېرې ستاسو موټر په اوبو کې ودرېږي.

08_2.jpg

9- آرام او خبر اوسئ:

  • ارامه اوسئ او ګاونډیانو او نورو ته د وتلو امرونو او خوندیتوب اقداماتو په اړه خبر ورکړئ.
  • تل په موقع سره د وتلو لپاره د سېلاب اخطارونو او خبرتیاوو ته پام وکړئ.

09_2.jpg

10- روغتیايي احتیاطي تدابیر:

  • د اوبو په ګړندي جریان کې د حرکت کولو څخه ډډه وکړئ، ممکن توازن له لاسه ورکړي او د سېلاب ککړو اوبو سره مخ شئ کوم چې کیمیاوي توکي او فاضله مواد لري.
  • له آرامه ویالو او اوبو څخه لرې اوسئ، ځکه چې د سېلابونه په ناڅاپي توګه پرته له خبرتیا څخه پېښېږي.
  • د خپل ځان او خپلې کورنۍ د غړو د خوندیتوب لپاره، په خپل شاوخوا کې د سېلاب اوبه په دقت سره وګورئ چې مضر مواد، چیچونکي خزنده ګان یا ماران ونه لري.

10_2.jpg

د سېلاب په جریان کې د دې جامع لارښوونو په تعقیبولو سره، تاسو کولی شئ خپل خوندیتوب او هوساینې لپاره د سېلاب اغېزه د پام وړ په کچه ټیټه کړئ. محتاط اوسئ، خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ، او د یو بل ملاتړ وکړئ څو د سېلاب اغېزې په اغېزمنه توګه کمې کړئ.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org