سېلابونه کولی شي وېجاړوونکي پایلې رامینځته کړي، د پام وړ مالي زیانونه او ژوند له خطر سره مخ کړي. د فعالو ګامونو په اخیستلو او د سېلابونو د رامنځته کېدو دمخه د لاندې لارښوونو په تعقیبولو سره، تاسو کولی شئ په کورنۍ باندې اغېز کم کړئ:

  1. په زیان منونکو سیمو کې له ودانولو څخه ډډه وکړئ: د رود او سیند په څنډو کې له آبادي او ودانولو څخه په کلکه ډډه وکړئ. د کورونو او د نورو بنسټونو ودانولو لپاره د خوندي ځایونو غوره کول د سېلابونو د خطرونو په کمولو کې خورا مهم دي.01_2.jpg
  2. د مناسبو ودانیزو توکو کارول: د تیګو او مناسبو ودانیزو توکو او تخنیکونو کارول کولی شي د پام وړ په کچه د سېلاب زیانونه کم کړي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د ساختماني بنسټیزو ځایونو کې د اوبو مقاومت لرونکي توکي شامل دي.02_2.jpg
  3. د اوبو ضد بنسټ یا تهکوي: د ودانیو دیوالونه او فرشونه د واټر پروف یا اوبو ضد موادو سره پیاوړي کړئ څو د سېلابونو پرمهال کور ته د اوبو د تېریدو مخه ونیسي.03_2.jpg
  4. د شګو کڅوړې وکاروئ: مخکې له مخکې د شګو کڅوړې چمتو او ذخیره کړئ. دا کڅوړې د خپل کور او ملکیت په شاوخوا کې په ستراتیژیک ډول ځای په ځای کول، په ځانګړې توګه د احتمالي سېلابونو په وړاندې، چې کولی شي د سېلاب اوبو په د لارې په بدلوولو یا کنټرول کې مرسته وکړي.04_2.jpg
  5. د سېلاب لارې بندې کړئ: د اوبو هغه لارې بندې کړئ چې کور او نورو مهمو ځایونو ته روانې دي. که امکان ولري، خنډونه لکه د شګو او تیږو بوجۍ په ممکنه سیلابي لارو کې کېږدئ.05_2.jpg
  6. د برېښنایي اتصالونو لوړول: برېښنایی تارونه او کېبلونه د خپل کور یا ودانۍ په پورتنیو برخو کې نصب کړئ څو د سېلابونو پرمهال د برېښنایی خطرونو مخه ونیول شي.06_2.jpg
  7. د لومړنیو مرستو کڅوړه چمتو کړئ: هره کورنۍ باید د اړین طبي توکي او درملو په ګډون د لومړنیو مرستو یو ښه کېټ ولري چې په اسانۍ سره شتون لري.07_2.jpg
  8. د اړتیا وړ توکي خوندي کړئ: قیمتي توکي، مهم اسناد او با ارزښته پاڼې د کور دننه په لوړو ځایونو کې وساتئ څو د سېلاب له اوبو څخه لرې پاتې شي.08_2.jpg
  9. له خپل شاوخوا څخه خبر اوسئ: د معتبرو سرچینو لکه راډیو، تلویزیون او ټولنیزو رسنیو چینلونو له لارې چې د هوا پېژندنې ادارو لخوا چمتو شوي د هوا وړاندوینو او د سېلاب خبرداریو څخه خبر اوسئ.09_2.jpg
  10. د سېلاب اخطارونه جدي واخلئ: په رسنیو کې خپاره کېدونکي د سېلاب خبرداریو ته پام وکړئ او سمدستي پر لارښوونو عمل وکړئ. د اړتیا په صورت کې له کوره وتلو لپاره دمخه ښه چمتو شئ.010_2.jpg
  11. بېړني کېټ چمتو کړئ: یو اضطراري یا بېړني کېټ چمتو کړئ چې پکې د نه خرابېدو وړ خواړه ، د اوبو بوتلونه، د پاکۍ ساتنې توکي (د مثال په توګه ، د تشناب کاغذ ، دستکشې ، ماسک) ، لوښي ، لاسي ګروپ، د بېټرۍ چلوونکي راډیوګانې، کمپلې او نور اړین توکي شامل وي.011_2.jpg
  12. د لوړ خطر لرونکو سیمو څخه ډډه وکړئ: هېڅکله د رودونو په څنډو کې غونډې مه کوئ یا خپل موټر د سېلاب راتلونو رودونو یا د سیندونو په اوږدو کې مه دروئ. محتاط اوسئ او د سېلاب خبرتیاو پرمهال له دې ځایونو څخه لرې شئ.012_2.jpg
  13. د بېړني سرپناه پېژندنه: په خپله سیمه کې ډېری بېړني سرپناه ځایونه وپېژنئ چېرې چې تاسو کولی شئ په چټکۍ سره ځان ځای پر ځای کړئ کله چې د وتلو امر صادر شي.013_2.jpg
  14. د کورنۍ لپاره چمتووالی: د سیلابونو په ګډون په بېړني حالاتو په وخت کې د کورنۍ د غړو د انتقال او ځای پر ځای کولو لپاره له مخکې پلان جوړ کړئ.014_2.jpg
  15. د کورنۍ زیانمنو غړو ته ځانګړې پاملرنه: د ښځو، ماشومانو، زاړو او معلولیت لرونکو کسانو د خوندیتوب لپاره د بېړني حالتونو لکه سیلاب په وخت کې، له وړاندې لازمي تدابیر ونیسئ.015_2.jpg
  16. د حیواناتو او څارویو لپاره چمتووالی: د بېړني حالت په جریان کې ستاسو د کورني حیواناتو او څارویو په خوندي ډول لېږدولو لپاره تدابیر ونیسئ. د دوی د پاملرنې لپاره اړین توکي چمتو کړئ.016_2.jpg

د دې احتیاطي تدبیرونو نیول کولی شي ستاسو د کورنۍ خوندیتوب د پام وړ په کچه لوړ کړي او ستاسو په کور او ټولنه باندې د سېلابونو اغېزې کم کړي. هوښیار، چمتو او خبر اوسئ څو د سېلاب اړوند بېړنیو حالتونو په وخت کې په اغېزمنه توګه عمل وکړئ.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

فېسبوک  (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر  (@beporsed)

یوټیوب چینل  (@beporsed)

اینسټاګرام  (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسنېجر یا Messenger  (@beporsed)

د واټساپ چینل (Channel) 

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org