پرسش‌های متداول (FAQ) و رهنمود در مورد مسایل عمومی ویزای خاص مهاجرت (SIV) ایالات‌متحده-02.jpg

دا لارښود د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (Special Immigration Visa – SIV) د عمومي مسایلو په اړه دی چې د متداولو پوښتنو یا په مکرر ډول پوښتل شويو پوښتنو (Frequently Asked Questions – FAQ) په بڼه ترتیب شوی دی. په دې لارښود کې موږ د SIV پروګرام عمومی مسایلو په تړاو د هغو کسانو لپاره چې په دې برخه کې له ځینو پېچلتیاوو سره مخ دي، د لا وضاحت ورکولو په موخه شته پوښتنو او اندېښنو ته معلومات وړاندې شوي. د دې لارښود معلومات له بېلابېلو سرچینو څخه د "وپوښتئ" ټیم د درک په پایله کې لیکل شوي دي، په دې توګه دا لارښود د حقوقي مشورې په توګه په پام کې مه نیسئ. دا لارښود د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه آپډېټ شوی دی. د قانوني لارښوونې او مشورې لپاره، موږ وړاندیز کوو چې تاسو له رسمي سرچینو سره مشوره وکړئ. د افغانانو او عراقیانو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام یو بشردوستانه پروګرام دی چې د هغو افغانانو او عراقیانو لپاره چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو د حکومت یا د هغه د نظامي ځواکونو لپاره کار کړی دی، پناه ورکړي. دا کسان ترډېره د متحده ایالاتو سره د دوی د اړیکو له امله د امنیتي ګواښونو سره مخ کېږي چې دوی په متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې وړ ګرځي.

نو په دې لارښود کې موږ به د افغانانو لپاره SIV پورې اړوند عمومی پوښتنې ځواب کړو، او همدارنګه، د دې اړینو معلوماتو او ملاتړ په چمتو کولو سره به خلک د بیامېشتېدنې او کډوالی په سفر کې ځواکمن کړو.

 

د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام څه دی؟

د افغانانو او عراقیانو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام یو بشردوستانه پروګرام دی چې د هغو افغانانو او عراقیانو لپاره چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو د حکومت یا د هغه له نظامي ځواکونو سره کار کړی، پناه ورکوي. دا اشخاص ترډېره د متحده ایالاتو سره د اړیکو له امله یی خوندیتوب او مصونیت ته له ګواښ سره مخ کېږي چې دوی په متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې وړ ګرځوي.

یو له دی پروګرامونو په ۲۰۰۹ کال کې د افغان د متحدینو د ساتنې د قانون په 602 (b) برخه کې تشریح شوی، کوم چې د ځانګړو کډوالو ویزو (SIVs) صادرولو واک ورکوي. د دې پروګرام موخه ژباړونکو او نورو پرسونل په ګډون د هغو کسانو ملاتړ دی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په ماموریت کې یې ونډه اخیستې ده.

د SIV برنامې لپاره وړتیا لپاره، غوښتونکي باید ځینې معیارونه پوره کړي او د سخت سکرینینګ پروسې څخه تېر شي ترڅو د دوی وړتیا او امنیتي تصفیه یقیني کړي. د تصویب نه وروسته د SIV ترلاسه کونکي او د دوی کورنۍ په متحده ایالاتو کې د قانوني استوګنې وړتیا ترلاسه کوي، ترسو خپل ژوند په خوندیتوب کې بیا جوړ کړي. دا مهمه ده یادونه وکړو چې د SIV پروګرام د کډوالو د بیامېشتېدنې پروګرام څخه جلا دی او په ځانګړې توګه د هغو اشخاصو سره د مرستې لپاره ډیزاین شوی چې د متحده ایالاتو اردو یا حکومت او یا د هغې شریکانو سره يی کار کړای وي.

 

یو ځانګړی کډوال (Special Immigrant) څوک دی او څوک د افغانستان د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام لپاره وړ دی؟

یو ځانګړی کډوال (Special Immigrant) هغه شخص دی چې د ځانګړو پروګرامونو لاندې د قانوني دایمي استوګنې وړ وي. داسې یو پروګرام په د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د متحدینو د ساتنې قانون 602 (b) برخه ده، لکه څنګه چې تعدیل شوی هم دی، کوم چې د افغان اتباعو لپاره چې لاندې ځانګړي معیارونه پوره کوي د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) صادرولو واک ورکوي:

  • غوښتونکی باید لږ تر لږه یو کال لپاره د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷ څخه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې په افغانستان کې کار کړی وي. دا کار باید یا په مستقیم ډول د متحده ایالاتو حکومت سره وي یا د ایساف ځواکونو سره یا د هغه د ځای ناستي ماموریت سره.
  • په آیساف یا د هغه ځای ناستی ماموریت کې د متحده ایالاتو د نظامي پرسونل سره د مراکزو څخه بهر د متحده ایالاتو د اردو پرسونل لپاره د ژباړونکي په توګه خدمت ترسره کول.
  • غوښتونکی چې په هر کوم مقام او رتبه کې وي باید د متحده ایالاتو د نظامي او ملکي پرسونل لپاره په حساسو او باوري فعالیتونو کې برخه اخیستې وي.

غوښتونکی باید وفادار او ارزښتناک خدمتونه وړاندی کړی وي کوم چې باید په چې د سپارښتنې لیک کې یا د امر لخوا په مثبت ډول ارزول شوی وي.

 

د افغانستان د SIV د غوښتنلیک په پروسه کې د زړو او نویو پروسو ترمنځ توپیرونه او بدلونونه څه دي؟

د ۲۰۲۲ کال د جولای تر ۲۰ پورې، د افغان کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتونکو دوه مرحلې تعقیبولي. لومړی، دوی د DS-157 فورمې په کارولو سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سره د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) تصویب لپاره غوښتنه کوله، د COM Approval له ترلاسه کولو وروسته، غوښتونکو د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدماتو (USCIS) سره د ځانګړو کډوالو لپاره د I-360 غوښتنلیک وړاندې کاوه. دا مرحلې جلا وې او غوښتونکی یې اړ کول چې د بهرنیو چارو وزارت او USCIS پروسې څخه تېر شي.

د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰، د افغانستان د SIV غوښتنلیک پروسې ساده کولو لپاره د پام وړ بدلونونه پلي شوي. د SIV نوي افغان غوښتونکي اوس اړتیا لري چې د COM د تصویب لپاره د غوښتنلیک سره یوځای د بهرنیو چارو وزارت ته د DS-157 فورمه هم وسپاري. دا فورمه د ماموریت د مشر تایید (COM Approval) او د کډوالو د ځانګړي غوښتنې په توګه عمل کولو دوه ګونی موخه لري. د پایلې په توګه، غوښتونکي نور اړتیا نه لري چې یو جلا I-360 غوښتنلیک USCIS ته وسپاري. د دې ساده کولو موخه په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکو افغان متحدینو لپاره د بیروکراټیک خنډونو کمول او د غوښتنلیک پروسه ګړندۍ کول دي.

د COM تصویب او د SIV غوښتنلیک یوځای کول په یوه پړاو کې د افغان SIV غوښتونکو لپاره اضافي بار او اداري بوج له مینځه وړي. د دې پروسو په یوځای کولو او لنډولو سره، د نوې پروې موثریت به زیات شي او وړ اشخاصو ته به کوم چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو د ځواکونو تر څنګ خدمت کړی دی د ویزو ورکولو لړۍ ګړندۍ کړي.

 

د SIV په پروګرام کې د ابتدايي غوښتنلیک څخه متحده ایالاتو ته تر ننوتلو پورې کوم پړاوونه دي؟

۱۰ مرحلې دي او د افغانستان د SIV پروګرام هر پړاو متحده ایالاتو ته د اسانه لېږد د یقیني کولو لپاره اړین دی. دا د غوښتونکو لپاره خورا مهم دی چې د اړوندو چارواکو لخوا چمتو شوي لارښوونې په دقت سره تعقیب کړي او د غوښتنلیک پروسې په جریان کې د اړتیا سره سم د مرستې غوښتنه وکړي:

  • ۱ پړاو - د ماموریت د مشر اسناد راټول کړئ: د ماموریت د مشر د تایید (COM Approval) لپاره ټول اړین اسناد په شمول د DS-157 فورمه، د کار تصدیق لیک، د سپارښتنې لیک او نور ملاتړي اسناد راټول کړئ.
  • ۲ پړاو - اسناد وسپارئ: راټول شوي اسناد NVC ته د COM تصویب لپاره د AfghanSIVApplication@state.gov له لارې وسپارئ.
  • ۳ پړاو - پروسس کول: د ویزې ملي مرکز (NVC) غوښتنلیک پروسس کوي او د پرېکړې لپاره یې COM ته لېږي.
  • ۴ پړاو - د پرېکړې ترلاسه کول: د ماموریت د مشر د تایید (COM Approval) په اړه د پرېکړې ترلاسه کولو لپاره انتظار وکړئ. دا پرېکړه ټاکي چې ایا غوښتونکی کولی شي د SIV پروسې راتلونکو مرحلو ته لاړ شي که نه.
  • ۵ پړاو - د آنلاین ویزې غوښتنلیک بشپړ کړئ: د NVC لخوا غوښتل شوې آنلاین د ویزې غوښتنلیک (DS-260) ډک کړئ.
  • ۶ پړاو – د مدني اسنادو راټولول، سکن او وسپارل: مدني اسناد راټول کړئ، ټول راټول شوي اسناد د ویزې غوښتنلیک پروسې د یوې برخې په توګه یې NVC ته وسپارئ.
  • ۷ پړاو – د CARE لخوا ځای په ځای کېدل: د CARE دفتر به تاسو سره اړیکه ونیسي او ستاسو روغتیایی ازموینې او سفر به اسانه کړي، هغوي به تاسو درېیم هېواد ته ستاسو د قضیې نور پروسس کولو لپاره ولېږدوي.
  • ۸ پړاو - د مرکې پړاو: د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې د ویزې په مرکه کې ګډون وکړئ. دا مرکه په پروسه کې یو مهم ګام دی او ممکن اضافي اسنادو یا معلوماتو ته اړتیا ولري.
  • ۹ پړاو – ویزه او ټکټ: تاسو ته به د متحده ایالاتو ویزه درکړل شي او تاسو به د IOM سره اړیکه ونیسئ ترڅو د ټیکټ بُک کولو په ګډون متحده ایالاتو ته ستاسو سفر اسانه کړي.
  • ۱۰ پړاو - متحده ایالاتو ته ننوتل: د رسېدو سره سم، غوښتونکی د متحده ایالاتو د ننوتلو په بندر کې پروسس کېږي او په رسمي توګه په متحده ایالاتو کې خپل نوی ژوند پیلوي.

 

زه د افغان SIV پروګرام لپاره وړ یم، نو کله کولی شم د ماموریت د مشر د تایید لپاره غوښتنه وکړم؟

تاسو کولی شئ د COM تصویب لپاره د ویزې ملي مرکز (NVC) ته د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې غوښتنلیک واستوئ. دا نېټه د ۲۰۲۴ کال د لومړیو میاشتو د معلوماتو له مخې ده او کېدی شي د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا دا نېټه تر دې هم وړاندې نېټې پوری وغځول شي.

د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، ستاسو غوښتنلیک باید د اړینو اسنادو سربیره لږترلږه ستاسو نوم، د زېږون نېټه، د افغان تابعیت ثبوت او برېښنالیک آدرس ولري. په هرصورت، یوازې بشپړ غوښتنلیکونه چې ټول اړین اسناد او معلومات لري منل کېږي او د پرېکړې لپاره د COM استازي ته لېږل کېږي.

هغه غوښتونکي چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې یې غوښتنلیک ورکړی وي، کولی شي له دې نېټې وروسته اضافي معلومات یا اسناد چمتو کړي. دا خورا مهم دي ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد او معلومات په غوښتنلیک کې شامل دي ترڅو ستاسو د غوښتنلیک پروسه ګړنه دي شي. نامکمل غوښتنلیکونه ممکن د ځنډ یا رد پایله ولري.

 

د ماموریت مشر څوک دی او د ماموریت مشر تایید لیک (COM Approval) څه شی دی؟

د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) د اصلي افسر یا افسرانو په توګه دنده ترسره کوي چې د ډیپلوماتیک ماموریت مسوولیت لري. د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د متحدینو د ساتنې قانون (د عامه قانون 8-111) په چوکاټ کې، د ماموریت مشر تایید (COM Approval) چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنکو لپاره اړین سند دی، واک یې یو افسر یا افسرانو ته ورکړل شوي دي. یا هغه افسران چې د ټاکل شوي ماموریت مشر (COM Designee) په نوم پېژندل کېږي باید وسپارل شي، لکه څنګه چې د قانون په 602 (b) (2) (D) (i) کې ویل شوي.

د ماموریت ټاکل شوی مشر یا COM Designee د SIV پروګرام لپاره د ماموریت مشر تایید (COM Approval) پورې اړوند د ځانګړو دندو ترسره کولو مسوولیت لري. دا تصویب د SIV غوښتنلیکونو موثره پروسس کولو ته لار هواروی او ډاډ ترلاسه کوي سره چې د تصویب اړین دندې په ګړندي او موثره توګه ترسره شي.

هغه غوښتونکي چې د SIV حالت په لټه کې دي باید د COM یا COM Designee لخوا رامنځته شوي پروسیجرونه او اړتیاوې تعقیب کړي څو دوی د غوښتنلیکونو تصویب ترلاسه کړي.

 

که زه د SIV لپاره وړ واوسم، اړین اسناد کوم دي او د SIV ترلاسه کولو لپاره زما لومړی ګام باید څه وي؟

که تاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام لپاره وړ یاست، ستاسو لومړی ګام دا دی چې د ماموریت مشر (COM) ته اسناد راټول کړئ. د پروګرام اړتیاوو بیاکتنې وکړئ څو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو تول اړین اسناد لري او په پروسې ښه پوهېږئ.

ستاسو د SIV غوښتنلیک ملاتړ لپاره اړین پنځه سندونه د DS-157 فورمې په ګډون د افغان SIV غوښتونکو لپاره د ځانګړو کډوالو ډلبندۍ غوښتنلیک شامل دي. دلته هغه اسناد دي چې تاسو یې باید په خپل غوښتنلیک کې شامل کړئ:

  • د DS-157 فورمه
  • د استخدام تصدیق لیک
  • د امر څخه د سپارښتنې لیک
  • د دفتر شناختي کارت
  • تذکره او پاسپورت

یوځل چې تاسو پورته ټول اړین اسناد بشپړ کړل، هر سند په برېښنالیک کې ضمیمه کړئ او د AfghanSIVApplication@state.gov برېښنالیک ته یې واستوئ. د برېښنالیک په موضوع کې د اصلي غوښتونکي نوم د پاسپورټ یا شناختي کارت له مخې درج کړئ. د غوښتونکي د زېږون نېټه د MONTH-DAY-YEARپه بڼه ولیکي.‎‎

د ذکر شویو ګامونو په بشپړولو او هراړخیز اسنادو چمتو کولو سره، تاسو کولی شئ د خپل SIV ترلاسه کولو پروسه پیل کړئ. غوښتنلیکونه باید د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې یا تر هغه وروسته غځېدلي نېټط پورې وسپارل شي.

 

په داسې حال کې چې زه د ماموریت د مشر تایید (COM Approval) ته انتظار کوم، کوم ګامونه اخیستلی شم؟

ستاسو د SIV غوښتنلیک لپاره د ماموریت مشر تایید (COM Approval) د صادرولو لپاره د وخت هېڅ چوکاټ شتون نه لري. بس ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو له خپله اړخه معتبر اسناد سپارئ او بیا وروستۍ پرېکړې ته انتظار کوئ. په هرصورت، په داسې حال کې چې تاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لپاره د COM تصویب ته انتظار کوئ، لاندې احتیاطي ګامونه په پام کې ونیسئ:

  • هغه اسناد چې تاسو COM ته سپارلي بیاکتنه یی وکړئ څو ډاډ ترلاسه کړئ چې د اوسني SIV پروګرام اړتیاوې پوره کوي. که اسناد زاړه یا نیمګړي وي، نوي یا سم شوي کاپي افغان AfghanSIVApplication@state.gov ته واستوئ.
  • د امر (Supervisor) او څارونکي د اړیکو د معلوماتو سموالي څخه ځان ډاډه کړئ. که کوم بدلونونه شتون ولري، نو د تازه جزییات سمدلاسه د برېښنالیک له لارې NVC ته واستوي.
  • که ستاسو د کار په نېټو کې نیمګړتیاوې شتون ولري یا ستاسو د کار وضعیت بدل شوی وي، خپل د سپارښتنې لیک او د کار تصدیق لیک یا بشری منابع لیک په اساس تازه کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې په هر لیک کې د څارنې یا نظارت دقیق پیل او پای نېټې شاملې دي او دا چې د بشری منابع لیک ستاسو د کار د خلاصېدو دلیل مشخص کوي.
  • ستاسو په غوښتنلیک کې د عامو ستونزو پېژندل او حل کول، لکه په سپارښتنې لیک یا په بشری منابع لیک کې نیمګړتیاوې. د خپلو امرانو او کارګمارونکو څخه د تازه لیکونو غوښتنه وکړئ او ډاډه شی چې دوی د لیک پوری اړوند لارښوونې تعقیبوي او تاسو دا لیکونه سمدستي COM ته واستوئ.
  • د خپل امر او څارونکي سره اړیکه وساتئ څو ستاسو په غوښتنلیک کې د چمتو شویو معلوماتو دقت تصدیق کړئ.
  • د خپل نوم، د زېږون نېټه او د SIV قضیه شمېرې سره د AfghanSIVApplication@state.gov برېښنالیک له لارې په منظمه توګه د خپل غوښتنلیک حالت وګورئ.
  • که ستاسو د کار ریکارډ په خرګوش پروژې (Project Rabbit) کې هغه ډیټابیس چې د SIV غوښتونکو د سکرین کولو لپاره کارول کېږي شامل وي خپل د قضیې کارکونکي ته ووایاست،.
  • په داسې حال کې چې تاسو د COM پرېکړې ته انتظار کوئ، صبر ولرئ او پوه شئ چې د SIV د غوښتنلیک پروسه کېدی شي اوږده شی.
  • که چیرې NVC ستاسو د غوښتنلیک په اړه د څو کلونو لپاره پرېکړه نه وي کړې، تاسو کولی شئ د مرستې لپاره د متحده ایالاتو د کانګرس غړي یا اړونده سازمان سره هم اړیکه ونیسئ.

 

د SIV پروسې په جریان کې زه د اړیکو کومو معلوماتو ته اړتیا لرم؟

د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروسې په جریان کې دا اړینه ده چې د هرې پوښتنې یا مرستې لپاره چې تاسو ورته اړتیا لرئ مناسبو اړیکو معلوماتو ته لاسرسی ولرئ. دلته ستاسو د SIV قضیې پورې اړوند بېلابېلو مرحلو او پوښتنو لپاره د اړیکې توضیحات دي:

  • د COM سره اړیکه: د COM تصویب په اړه د غوښتنو او پوښتنو لپاره، تاسو باید د ویزې ملي مرکز (NVC) سره د AfghanSIVapplication@state.gov برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
  • د I-360 فورمې د ډکولو اړتیاوې او لارښوونې: یوازی د ژباړونکو لپاره د Form I-360 ډکولو اړتیاوو او لارښوونو په اړه د پوښتنو لپاره، د USCIS خدماتو مرکز سره د sivtranslator.nsc@dhs.gov برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
  • د NVC سره د SIV د قضیې وضعیت: د DS-260 فورمې سپارلو وروسته، د خپلې قضیې د وضعیت په اړه د معلوماتو او لارښوونې لپاره NVCSIV@state.gov کې د ویزې ملي مرکز (NVC) سره اړیکه ونیسئ.
  • د کډوالۍ ویزې مرکه: ستاسو د کډوالۍ ویزې مرکې په اړه د معلوماتو لپاره، تاسو باید د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ سره چېرې چې مرکه ټاکل شوې ده اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو د سفارتونو او قونسلګریو لېست په http://www.usembassy.state.gov کې ومومئ.
  • ځای په ځای کول او د اړتیا وړ اسنادو سپارل: که تاسو د ځای په ځای کولو په اړه معلوماتو ته او یا د اړتیا وړ اسنادو سپارلو ته اړتیا لرئ نو د CARETravelData@state.gov برېښنالیک له لارې د افغان بیا ځای په ځای کولو هڅو د همغږۍ (CARE) سره اړیکه ونیسئ.
  • د SIV د بیامېشتېدنې ګټې او له رسېدو وروسته خدمات: د SIV د بیامېشتېدنې ګټو او د رسېدو وروسته خدماتو په اړه د پوښتنو لپاره، د SIV@wrapsnet.org او IOM سره په SIV_OPE@iom.int کې اړیکه ونیسئ.

 

زه څنګه کولی شم د خپل SI یا SQ کډوالۍ ځانګړې ویزې قضیه له یوه سفارت یا قونسلګرۍ څخه بل ته انتقال کړم؟

که تاسو اړتیا لرئ خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک بل سفارت یا قونسلګرۍ ته انتقال کړئ، تاسو کولی شئ د لاندې ګامونو په تعقیب د لېږد پروسه پیل کړئ:

  • د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ چېرې چې تاسو غواړئ خپل SIV قضیه هلته ولېږدوئ مشخص کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې کوم سفارت چې تاسو غوره کوئ د کډوالۍ ویزې پروسس کوي، ځکه چې ځینې ممکن یوازې د غیرکډوالۍ ویزې پروسس او صادري کړي.
  • د لاندې توضیحاتو سره NVCSIV@state.gov ته برېښنالیک واستوئ:
  • ستاسو بشپړ نوم
  • د زېږون نېټه
  • د قضیې شمېره
  • هغه سفارت یا قونسلګرۍ چې تاسو غواړئ خپله قضیه ورته انتقال کړئ
  • که تاسو په کابل سفارت کې د مرکې لپاره ټاکل شوي وه، خو بشپړه نشوه، د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ ته چېرې چې تاسو د کډوالۍ ویزې پروسس کولو لپاره سفر کولی شئ برېښنالیک واستوئ. خپل نوم، د زېږون نېټه، د قضیې شمېره، او کوم اسناد چې د سفارت څخه ستاسو ټاکل شوې مرکه سند وی شامل کړئ.
  • ترلاسه کونکی سفارت یا قونسلګری ممکن ستاسو غوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره یو څه وخت ونیسي. په یاد ولرئ چې په نوي ځای کې ستاسو د مرکې مهالوېش ممکن په اونیو یا میاشتو وځنډېږي.

دا مهمه ده په یاد ولرئ چې ستاسو د SIV قضیې لېږد ممکن سمدستي پروسس کولو پایله ونه لري او د پروسس وختونه ممکن د بېلابېلو فکټورونو پورې اړه ولري، د اوسني ظرفیت او عملیاتي خنډونو په شمول، په ځانګړې توګه د ځینو محدودیتونو له امله ځینې ​​​​سفارتونه به یوازې هغه وخت مرکه وکړي کله چې تاسو په اړوند هېواد کې په فزیکي توګه شتون لرئ.

 

ایا زما مېړه/مېرمن او ماشومان کولی شي د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) ترلاسه کړي؟

هو! د افغانستان د SIV غوښتنلیک ورکوونکي نه یوازې د ځان لپاره بلکې د خپلو مېړه او د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي ماشومانو لپاره هم درخواست کولی شي. که ستاسو مېړه/مېرمن او ماشومان په افغانستان کې وي او تاسو د وتلو مرستې په اړه د معلوماتو په لټه کې یاست، تاسو کولی شئ د بهرنیو چارو وزارت د افغان کورنۍ بیایوځای کېدو وېبپاڼې ته لاړ شئ.

په هرصورت، که ستاسو مېړه/ مېرمن او ماشومان د متحده ایالاتو څخه بهر وي او تاسو سره د ویزې په مرکه کې ګډون نشي کولی، دوی باید د SIV ترلاسه کولو وروسته د SIV سره یوځای کېدو او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لپاره تعقیب کړي څو د دې برنامې (follow-to-join SIV) له لارې تاسو سره یوځای شي اقدام وکړي

د SIV سره د یوځای کېدو لپاره، ستاسو مېړه/مېرمن باید متحده ایالاتو ته د کډوالۍ دمخه تاسو سره واده کړی وي او ستاسو د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان هم کولی شي درخواست وکړي. که ستاسو مېړه/مېرمن او ماشومان د SIV سره د یوځای کېدو وړ نه وي، تاسو ممکن لاهم د دوی لپاره د I-130 غوښتنلیک سپارلو اختیار ولرئ.

 

زما ماشوم د ۲۱ کلونو څخه کم و کله چې ما د SIV لپاره غوښتنه وکړه، خو اوس له ۲۱ څخه پورته دی؛ ایا زما ماشوم زما په قضیه کې شامل دی؟

هو! که ستاسو د ماشوم عمر کله چې هغوی د لومړي ځل لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لپاره غوښتنه کړې وه، د ۲۱ کلونو څخه کم وي خو د غوښتنلیک پروسې په جریان کې ۲۱ کلن شو، دوی ممکن د SIV پر شرایطو برابر دی او یا د وروسته یوځای کېدو (follow-to-join SIV) لپاره وړ اوسي.

د متحده ایالاتو حکومت به دا ارزونه وکړي چې ایا ستاسو د کورنۍ غړي یا ماشوم د ۲۱ کلونو څخه کم عمر درلود کله چې تاسو خپل SIV غوښتنلیک وړاندې کړ که نه. که تاسو څخه وغوښتل شول چې د I-360 عریضه وړاندې کړئ، حکومت به وګوري چې ایا ستاسو ماشوم د ۲۱ کلونو څخه کم عمر درلود چې تاسو د I-360 عریضه کړې که نه. که د I-360 عریضه اړینه نه وه، نو ارزونه د دې پراساس ده چې ایا ستاسو ماشوم د ۲۱ کلونو څخه کم عمر درلود چې تاسو د DS-157 عریضه مو ثبت کړې وه که نه.

که ستاسو ماشوم ستاسو د SIV غوښتنلیک کولو وروسته ۲۱ کلن شي، نو دا ډیره مهمه ده چې تاسو په خپل وخت عمل وکړئ. تاسو باید د DS-260 ویزې غوښتنلیک وسپارئ. ټاکل شوي وخت کې د قضیې وسپارئ که داسې ونشي ستاسو ماشوم ممکن د SIV وړ حالت له لاسه ورکړي. دا مهمه ده چې د عمر وړتیا د بدلونونو په پام کې نیولو سره د SIV غوښتنلیک پروسه پرمخ بوځي.

 

که زه د SIV محدودیت ته ورسېږم ایا زما غوښتنلیک به رد شي، ایا زه باید بیا غوښتنه وکړم؟

نه! که د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV شمېر آخري حد ته ورسېږي، ستاسو غوښتنلیک به په اتوماتيک ډول رد نه شي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونه (USCIS) او د ویزې ملي مرکز (NVC) به د ویزې شمېر ته په نه کتو سره د هر غوښتنلیک پروسې ته دوام ورکړي.

یوځل چې ستاسو غوښتنلیک د USCIS لخوا تصویب شي، نو د ویزې ملي مرکز (NVC) ته به واستول شي. که چېرې ویزه لاهم شتون ولري کله چې ستاسو غوښتنلیک NVC ته ورسېږي، دوی به تاسو سره اړیکه ونیسي څو د ویزې مرکې لپاره وخت ورکړي. په هرصورت، که چېرې د ویزې شمېر آخري حد ته ورسېږي او نورې ویزې شتون ونه لري، NVC به ستاسو غوښتنلیک تر هغه وخته پورې وساتي چې اضافي ویزې په راتلونکو مالي کلونو کې تصویب شي.

د متحده ایالاتو کانګرس هر کال شاوخوا ۲۰۰۰۰ ویزې تصویب کوي او په راتلونکي کې به نورې هم تصویب کړي، نو هغه کسان چې لاهم د مرکې په کتار کې دي د ویزې ترلاسه کولو او په متحده ایالاتو کې د بیامېشته کېدو چانس لري او باید اندېښنه ونه لري.

 

د SIV په قضیو کې د SQ او SI ترمنځ توپیر څه دی؟

د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیو کې دا مهمه ده چې د SQ (ځانګړي وړ) او SI (ځانګړي مهاجر) کټګوریو ترمنځ په توپیر پوه شئ، کوم چې لاندې تشریح شوي:

د SI کټګوري: د "ځانګړي کډوال" یا "Special Immigrant" لپاره کارول کېږي. د ویزې دا کټګورۍ د هغو ژباړونکو لپاره ده چې په مستقیم ډول د امریکایانو لخوا ګمارل شوي او یا ورسره تړون لرلی وي. دا ژباړونکي په مستقیم ډول د متحده ایالاتو پرسونل سره کار کوي او د متحده ایالاتو حکومت یا نورو نظامي اړوندو ادارو سره د ځانګړو ترتیباتو لاندې کار کاوه.

د SQ کټګوري: د "ځانګړي وړتیا" یا "Special Qualifying" " لپاره کارول کېږي. د ویزې دا کټګوري هغه اشخاصو ته ورکول کېږي چې ژباړونکي نه وي خو د شرکتونو او دفترونو له لارې د متحده ایالاتو د حکومت مستقیم یا غیرمستقیم کارمندان دي. په دې کټګورۍ کې هغه غیرژباړونکي شامل دي چې په مستقیم ډول د بهرنیو موسسو، خصوصي شرکتونو سره د ژباړونکي په توګه یا په کوم بل موقف او رتبه کې کار کړی وي.

توپیر د کار او قراردادي ترتیباتو په ماهیت کې دی. د SI غوښتنلیک کوونکي د متحده ایالاتو نظامي ادارو سره مستقیم د کار اړیکې لري، په ځانګړې توګه د ژباړونکي په رول کې په داسې حال کې چې د SQ غوښتونکي ممکن د بېلابېل کاری شالید ولري، په شمول د متحده ایالاتو یا بهرنیو ادارو سره یا ناټو پورې تړلو خصوصي شرکتونو له لارې غیرمستقیم اړیکې.

 

زه خپل د SIV قضیه چېرته پر مخ وړلي شم؟

یوځل چې له افغانستان څخه داسې یو هېواد ته بهر شئ چېرې چې د متحده ایالاتو سفارتونه د SIV قضیې پروسس کوي، تاسو کولی شئ هلته د خپلو SIV قضیو پروسس ته دوام ورکړئ. د یادولو وړ ده چې ایران، افغانستان، یمن، سوریه، سومالیا، شمالي کوریا او احتمالاً تاجکستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د SIV قضیې پروسس کول ممکن نه دي.

کله چې درېیم هېواد ته لاړ شي، افراد باید وڅېړي چې ایا هغه هېواد د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ کوربه توب کوي او چې د SIV پروسس خدمتونه شتون لري که نه. هغه هېوادونه چې د متحده ایالاتو ډیپلوماتیک ماموریتونه لري معمولاً د وړ اشخاصو لپاره د SIV غوښتنلیک پروسې اسانه کوي. دا سفارتونه یا قونسلګرۍ د اړینو فورمو ډکولو، د مرکې مهالوېش او د SIV غوښتنلیکونو لپاره اړین اسناد چمتو کولو کې مرسته کوي.

سربیره پردې، غوښتونکي باید دا فکټورونه په پام کې ونیسي لکه د ویزې اړتیاوې، قانوني وضعیت او په ټاکل شوي هېواد کې د ملاتړ خدمتونو شتون. ځینې ​​هېوادونه ممکن د هغو خلکو لپاره د ویزې ځانګړې کټګورۍ یا د استوګنې اجازه لیکونه ولري چې د پناه غوښتنې پروسې ته په تمه دي، په داسې حال کې چې نور ممکن د خلکو غوښتنه وکړي چې د پناه غوښتنه وکړي یا د نورو ورته قانوني لارو غوښتنه وکړي.

 

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

انسټاگرام (@beporsed)

واټساپ (+93729807235)

مسېنجر (@beporsed)