CBP او ICE دواړه د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت څانګې دي او کولی شي چې د مهاجرت قانون په رڼا کې، خلک توقیف کړي. د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې اداره (CBP) د سرحدي دروازو له لارې متحده ایالاتو ته د خلکو د منلو او د متحده ایالاتو د قانون د تطبیق مسوولیت په غاړه لري. (ICE) کولی شي چې د متحده ایالاتو دننه هغه کسان ونیسي او توقیف یې کړي چې د مهاجرت موقف نلري یا د مهاجرت له قانون څخه سرغړونه کوي.
د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د مې میاشتې له 23 مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین او پالیسۍ په چټکه بدلون مومي. په یاد ولرئ چې دغه معلومات له وروستي ځل څخه چې نوي شوي وو، د بدلیدو په حال کې دي. موږ هڅه کوو ترڅو د پام وړ بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو شوي دي.
وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.
په متحده ایالاتو کې د مهاجرت توقیف په اړه لومړني معلومات
1. د متحده ایالاتو کومې ادارې کولی شي د مهاجرت قانون په رڼا کې خلک توقیف کړي؟
CBP او ICE دواړه د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت څانګې دي او کولی شي چې د مهاجرت قانون په رڼا کې، خلک توقیف کړي:
· د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحداتو د ساتنې اداره (CBP) د سرحدي دروازو له لارې متحده ایالاتو ته د خلکو د منلو او د متحده ایالاتو د قانون د تطبیق مسوولیت په غاړه لري. (CBP) کولی شي چې هغه کسان توقیف کړي چې د متحده ایالاتو په سرحدي دروازو کې دې او هیواد ته د ننوتلو هڅه کوي. د (CBP) تاسیسات la hielera او la perrera دي، خو ځینې نور تاسیسات هم شته چې پکې کډوال د اوږدې مودې لپاره توقیف کیږي.
· د متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکونو اداره (ICE) په ټول هیواد کې د مهاجرت د قانون د تطبیق مسوولیت په غاړه لري. (ICE) کولی شي چې د متحده ایالاتو دننه هغه کسان ونیسي او توقیف یې کړي چې د مهاجرت موقف نلري یا د مهاجرت له قانون څخه سرغړونه کوي.
2. آیا زه به توقیف شم؟
که د متحده ایالاتو په پوله کې یاست یا هڅه وکړۍ چې له تفتیش پرته له پولې څخه واوړئ، د متحده ایالاتو په سرحد کې هر وخت د توقیف خطر موجود وي.
د لاندې کسانو لپاره د توقیف خطر لوړ وي:
1) هغه کسان چې مخکې له متحده ایالاتو څخه شړل شوي دي؛
2) هغه کسان چې په بل هیواد کې جنایي سوابق لري؛
3) هغه کسان چې هڅه کوي له تفتیش پرته متحده ایالاتو ته ننوځي؛ او/یا
4) ډیرعمر لرونکي مجرد کسان چې یوازې سفر کړي.
هغه کسان چې سرحدي مقاماتو سره د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته پولې ته حاضریږي، هم د توقیف له خطر سره مخ کیږي. سره له دې هم، پوله کې د حاضریدلو لپاره د ملاقات ټاکل شوی وخت نشي کولی د توقیف په وړاندې ستاسو د خوندیتوب تضمین وکړي، که څه هم د توقیف احتمال کموي.
3. که زه ونیول شم، څومره موده به بندي شم؟
د خلکو د توقیف د مودې وړاندوینه ستونزمنه ده، ځکه چې دا له بیلابیلو عواملو سره تړاو لري، د بیلګې په توګه، تاسو په څه ډول توقیف کې یاست (ایا د ICE له خوا نیول شوي یاست یا د CBP له خوا)، ایا د مهاجرت مرستو لپاره واجد شرایط یاست که نه، او په متحده ایالاتو کې مهاجرتي او جنایي سوابق لرۍ که نه.
کله چې یو شخص پولې ته نږدې نیول کیږي، لومړی د CBP توقیف ځای ته وړل کیږي. کیدی شي چې CBP دغه توقیف شوي کسان اخراج کړي، یا هغه پناه غوښتونکي چې د توجیه وړ ویرې په مرکه کې ګډون کوي، خپل ځان سره وساتي، یا کیدی شي دا کسان د ICE توقیف ځای ته انتقال کړي. کیدی شي چې یو شخص مخکې له دې چې خپل اصلي هیواد ته ولیږل شي – یا د هائیتی، کیوبا، نیکاراگوا، یا وینیزویلا اتباع مکسیکو ته ولیږل شي، د دوو اوونیو لپاره په CBP کې توقیف شي. کیدی شي دا کسان د CBP له توقیف وروسته، بل توقیف ځای ته چې د مهاجرت او ګمرکونو د ادارې (ICE) تر کنټرول لاندې دي، انتقال شي. هغه کسان چې په (ICE) کې بندیان دي، د بشپړ اخراج په مرحله کې دي او د هغوی اخراج کیدی شي میاشتې یا کلونه ونیسي، البته د هغو کسانو په پرتله چې د ګړندي اخراج په پروسه کې په چټکه شړل کیږي.
هغه کسان چې د مهاجرت د قضیې د پراسس لپاره د مهاجرت له قاضي سره په اړیکه کې دي، د مهاجرت د قضیې تر وروستۍ پریکړې پورې، د ICE له خوا ساتل کیږي. ICE صلاحیت لري چې دغه کسان خوشې کړي، او هم کولی شي له خپل ځان سره یې په توقیف کې وساتي. (د مهاجرت قضیې کیدی شي څو میاشتې ونیسي). د مهاجرت ډیر شمیر محکمې، د توقیف شویو کسانو قضیې د هغو کسانو په پرتله په چټکه پراسس کوي چې توقیف شوي نه دي، خو یو شخص کیدی شي څو میاشتې په توقیف کې پاتې شي او دغه حالت دې پورې اړه لري چې ایا دغه شخص د ICE له خوا خوشې کیدو ته واجد شرایط دی که نه، او د نوموړي د مهاجرت په اړه د محکمې غونډه څومره ژر ترسره کیدی شي، او ایا د نوموړي د غوښتنلیک د رد کیدو په صورت کې، تر ارزونې لاندې د اپیل یا استیناف درخواست لري که نه.
4. د مهاجرت په توقیف کې څه پیښیږي؟
ډیر شمیر خلک چې د مهاجرت په توقیف کې دي، د ګړندي اخراج پروسې له لارې، شړل کیږي. ددې پروسې د یوې برخې په توګه، که هغوی غواړي چې په متحده ایالاتو کې پاتې شي، لومړی باید د خپل مهاجرت درخواست په اړه، په هغه مرکه کې چې د توجیه وړ ویرې مرکې په نوم یادیږي، ګډون وکړي. ګړندی اخراج ډیری وخت د CBP په توقیف ځایونو کې پیښیږي.
د CBP او ICE په مرکزونو کې کیدی شي شرایط ډیر سخت وي. هغه کسان چې د مهاجرت په توقیف کې دي، کیدی شي درملو، شاور، محرمیت او نورو اسانتیاو ته ډیر محدود لاسرسی ولري. هغه کسان چې په CBP کې بندیان دي، حتی د خوب بستر ته لاسرسی نه لري او باید پر ځمکه ویده شي.
کله چې تر توقیف لاندې کډوال هیواد ته ننوځي، موظف افسران ډیری وخت د هغوی شخصي وسایل لکه ټیلفونونه او اسناد ضبطوي. هغه کسان چې له پولې څخه تیریږي او متحده ایالاتو ته ننوځي، باید د ټیلفون شمیرې له ځان سره یادداشت کړي یا یې حافظې ته وسپاري ترڅو د توقیف په موده کې وکولی شي هرچا سره چې غواړي اړیکه ونیسي. د مهاجرت د توقیف د مودې په لړ کې، خلک کولی شي د مهاجرت اسناد چمتو کړي، له خپل وکیل او کورنۍ سره خبرې وکړي، او که واجد شرایط وي، د خوشې کیدو غوښتنه وکړي.
5. توقیف شوي کسان کوم حقونه لري؟
هرڅوک حق لري چې د توقیف د مودې په لړ کې وکیل سره خصوصي وغږیږي، سره له دې هم د متحده ایالاتو دولت د توقیف شویو کسانو د وکیل فیس نه ورکوي.هغه کسان چې د CBP په مرکزونو کې دي یوازې کولی شي د ټیلفون له لارې وکیل سره وغږیږي. د ICE په مرکزونو کې، هغه کسان چې وکیل لري کولی شي خپل وکیل سره یا د ټیلفون له لارې یا شخصاً د زندان دننه وګوري.
د CBP په مرکزونو کې توقیف شویو کسانو لپاره د وکیل پیدا کول ډیر ستونزمن کار دی ځکه چې هغوی کورنۍ سره د اړیکې محدود امکانات لري او نه پوهیږي چې څومره ژر به د مهاجرت له افسر سره مرکه ولري. د کورنۍ غړي کولی شي چې په https://www.justice.gov/eoir/page/file/1582586/download ویب پاڼه کې، د وړیا خدمتونو د مرکزونو نوملړ چې توقیف شویو کسانو سره مرسته کوي، پیدا کړي.
که یو شخص د ICE په مرکز کې وي، کولی شي د حقوقي خدمتونو غیرانتفاعي وړاندې کوونکو سره خبرې وکړي. دا موسسات کولی شي له توقیف ځایونو څخه لیدنه وکړي او توقیف شویو کسانو سره په وړیا توګه مرسته وکړي. دا موسسات د ICE له توقیف څخه د خوشې کیدو د درخواست په اړه، معلومات او سرچینې برابروي. د خدمتونو دغه ډول وړاندې کوونکي نشي کولی چې توقیف شویو کسانو ته د وکالت لپاره خپل وکیلان ور وپیژني، خو ځینې وختونه کولی شي اشخاص ځینو موسساتو او وکیلانو ته راجع کړي ترڅو د هغوی استازیتوب وکړي. وکیل سره خبرې کول ترټولو غوره لاره چې یو شخص وپوهیږي چې څرنګه کولی شي له توقیف څخه خوشې شي.
که یو شخص په ICE مرکز کې توقیف شوی وي، کولی شي د لاندې سرچینو له لارې، د ځایي وکیلانو لټه وکړي:
1. د وړیا حقوقي خدمتونو وړاندې کوونکو په باب د EOIR نوملړ چې د ایالت او مهاجرت محکمې له خوا چمتو شوی دی په https://www.justice.gov/eoir/list-pro-bono-legal-service-providers ویب پاڼه کې ترلاسه کیدی شي. دغه نوملړ همداراز ښیي چې کومه ځایي غیرانتفاعي موسسه د توقیف په مرکزونو کې د حقوقي معلوماتو د وړاندې کولو پروګرام (LOP) اجرا کوي. د توقیف ډیر شمیر مرکزونو څخه د 2150# شمیرې سره د اړیکې نیولو له لارې کولی شو د حقوقي معلوماتو د وړاندې کولو پروګرام (LOP) سره اړیکه ونیسو. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د حقوقي معلوماتو وړاندې کوونکي پروګرامونه نشي کولی چې مستقیم او انفرادي وکالت وکړي، خو کولی شي چې حقوقي معلومات، سرچینې، او محدودې سلامشورې وړاندې کړي.
2. د مهاجرت ملي حقوقي خدمتونو نوملړ یا فهرست چې پکې یوازې غیرانتفاعي موسسات شامل دي او وړیا یا لږ لګښت لرونکي حقوقي خدمتونه برابروي، په https://www.immigrationadvocates.org/nonprofit/legaldirectory/ ویب پاڼه کې ترلاسه کیدی شي.
3. د مهاجرت د خصوصي وکیلانو نوملړ چې د پناه غوښتونکو د ملاتړ پروژې له خوا یې سپارښتنه شوې ده په https://help.asylumadvocacy.org/private-attorneys/ ویب پاڼه کې ترلاسه کیدی شي. د مهاجرت خصوصي وکیلان معمولا فیس ترلاسه کوي.
هغه کسان چې توقیف کیږي باید وکولی شي په خپل لګښت له خپلو کورنیو او دوستانو سره اړیکه ونیسي. ټیلفوني اړیکې یوازې د توقیف له مرکز څخه بهر ته مجاز ګڼل کیږي او دغه ټیلفوني اړیکې ډیری وخت تر څارنې لاندې وي یا ثبت کیږي. که تاسو غواړئ چې د ICE له خوا توقیف شوي شخص سره اړیکه ونیسئ، ډیر شمیر توقیف ځایونه اجازه ورکوي چې توقیف شوي شخص ته شخصي پیام پریږدئ. توقیف شوي شخص ته د پیام د پریښودو په اړه لازیات معلومات په https://www.ice.gov/detention-facilities ویب پاڼه کې ترلاسه کړئ.
وکیل څخه پرته بل چا سره اړیکه، که د ټیلفون یا ویډیو کنفرانس له لارې وي، د ناامنه ټیلفوني کرښو له لارې ترسره کیږي او ثبت کیږي.
6. څرنګه وپوهیږم چې د کورنۍ یو غړی /دوست د توقیف په مرکز کې دی؟
که تاسو هڅه کوئ چې هغه شخص چې د ICE له خوا توقیف شوی او د ICE توقیف ځای ته انتقال شوی دی، پیدا کړئ، مهرباني وکړئ په آنلاین سیسټم کې چې د ICE له خوا د توقیف شويو کسانو د پیدا کولو لپاره جوړ شوی دی، https://locator.ice.gov/odls/#/index ویب پانې ته ورشئ او د A Number یا (د کډوالۍ د پیژندلو 9 عددي شمیرې) او د زیږیدنې هیواد د نوم په داخلولو سره، خپل د پام وړ شخص ولټوئ. که چیرې په A Number کې 8 عدده وي، په لومړي سر کې صفر اضافه کړئ.
یو شخص همداراز کولی شي د بیوګرافي معلوماتو په کارولو سره، توقیف شوی شخص ولټوي: په ځانګړې توګه، د شخص نوم او تخلص په سمه توګه لکه څرنګه چې د مهاجرت په اسنادو کې لیکل شوی دی، او همداراز د توقیف شوي شخص د اصلي هیواد نوم په سیسټم کې داخل کړئ. که له لټون څخه وروسته، د پام وړ پایله ترلاسه نشوه، هڅه وکړئ چې د شخص نوم په مختلفو حروفو ولیکئ ځکه چې کیدی شي دولت د نوموړي شخص نوم په اسنادو کې غلط ثبت کړی وي.
په سیسټم کې د شخص د معلوماتو د پیدا کیدو په صورت کې، د هغه توقیف ځای نوم او پته به ترلاسه شي چې توقیف شوی شخص پکې بندي شوی دی.
که چیرې یو شخص ونشي کولی چې د خپلې کورنۍ د غړي یا دوست معلومات په آنلاین بڼه پیدا کړي، کولی شي ICE ERO کې په 1-888-351-4024 شمیره د توقیف د رپوټ او اطلاعاتو مرکز سره اړیکه ونیسي.
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
✓ د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)