د هغو کسانو لپاره لومړني معلومات چې د امریکایي چارواکو له خوا په متحده ایالاتو کې آزاد شوي دي. د متحده ایالاتو دولت باید هغو کسانو لپاره چې د CBP په ګډون ټولو توقیف ځایونو کې بندیان دي، د وړیا وکیلانو نوملړ یا فهرست برابر کړي.
د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د اګست میاشتې له 4 مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین او پالیسۍ په چټکه بدلون مومي. په یاد ولرئ چې دغه معلومات له وروستي ځل څخه چې نوي شوي وو، د بدلیدو په حال کې دي. موږ هڅه کوو ترڅو د پام وړ بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو شوي دي.
وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.
د هغو کسانو لپاره لومړني معلومات چې د امریکایي چارواکو له خوا په متحده ایالاتو کې آزاد شوي دي
الف. په متحده ایالاتو کې یو شخص څرنګه کولی شي د مهاجرت وکیل پیدا کړي؟
1. هرڅوک حق لري چې د مهاجرت وکیل ولري، خو دا یوازې په دې معنی ده چې:
الف. خلک حق لري چې وکیل ولري ترڅو د مهاجرت په قضیه کې هغوی سره مرسته وکړي.
ب. که یو شخص وکیل ولري، هغه حق لري چې خپل وکیل د محکمو په ټاکل شویو نیټو، دولتي غونډو او مرکو ته له ځان سره راولي.
2. د متحده ایالاتو دولت د مهاجرت په قضایاو کې د وکیل فیس نه ورکوي. خو ډیر شمیر غیرانتفاعي موسسات وړیا یا ارزانه خدمتونه وړاندې کوي – نو په دې اساس، بیاهم امکان لري چې تاسو وړیا یا په کم لګښت، وکیل پیدا کړئ. دا لاندې ویب پاڼه د غیرانتفاعي موسساتو له خوا د وکیل د پیدا کولو ښه سرچینه ده: https://www.immigrationadvocates.org/legaldirectory .
3. ځینې وختونه هغه موسسات چې د وکیل وړیا خدمتونه وړاندې کوي یا هیڅ څوک نلري او یا هم په یوه ځانګړې سیمه کې خدمتونه نه عرضه کوي. په دې صورت کې، اړینه به وي چې د پیسو په بدل کې خصوصي وکیل وګومارل شي. دا لاندې ویب پاڼه د خصوصي وکیل د پیدا کولو لپاره ښه سرچینه بلل کیږي: https://help.asylumadvocacy.org/private-attorneys/ په یاد وساتئ چې خصوصي وکیلان د پیسو په بدل کې خدمتونه وړاندې کوي.
4. د متحده ایالاتو دولت باید هغو کسانو لپاره چې د CBP په ګډون ټولو توقیف ځایونو کې بندیان دي، د وړیا وکیلانو نوملړ یا فهرست برابر کړي. د امکان په صورت کې، ښه به وي چې په همدې نوملړ کې وړاندې شویو ټیلفون شمیرو سره اړیکه ونیول شي ترڅو د دولتي مرکې د نیټې له رسیدو مخکې، له یو وکیل سره اړیکه ټینګه شي. د دولتي مرکې په اړه چې "د توجیه وړ ویرې مرکې" په نوم یادیږي لازیات معلومات دلته ترلاسه کړئ.
5. په یاد وساتئ چې هغه کسان چې غواړي په متحده ایالاتو کې پناه غوښتنې ته درخواست وکړي، باید متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته د یو کال په لړ کې درخواست وکړي، حتی که وکیل یې پیدا کړی هم نه وي.
ب. د مشروطې آزادۍ (پرول) له ترلاسه کولو وروسته څه پیښیږي؟
1. د مشروطې آزادۍ (پرول) لرل څه معنی لري؟
الف. مشروطه آزادي (پرول) د یوې ټاکلې مودې لپاره د مهاجرت یو لنډ مهال موقف دی.
ب. دا موقف یو شخص ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه متحده ایالاتو ته ننوځي، خو له مشروطې ازادۍ څخه دایمي استوګنې ته د موقف د بدلولو لپاره هیڅ لاره نشته. دا په دې معنی ده چې د مشروطې ازادۍ په لرلو سره متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته، که چیرې خلک وغواړي چې په متحده ایالاتو کې پاتې شي، باید د دایمې استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو لپاره بله لاره ولټوي. یوه لاره د پناه غوښتنې درخواست دی خو کیدی شي چې نورې لارې هم وي.
ج. کله چې د پرول نیټه پای ته رسیږي، د کار د جواز د اعتبار نیټه هم په همدې وخت کې پای ته رسیږي.
د. د مشروطې ازادۍ (پرول) له پای ته رسیدو مخکې – او هرڅومره ژر چې امکان ولري – ښه به وي چې وکیل پیدا کړئ، او که چیرې شرایطو سره برابر یاست، د کډوالۍ نورو دایمي مرستو ته درخواست وکړئ.
ه. ځینې وختونه خلک کولی شي د ختمیدو نیټې څخه مخکې، پرول نوی کړي، خو ځینې وختونه د پرول نوي کولو لپاره هیڅ لاره موجوده نه وي.
و. ځینې وختونه د مهاجرت چارواکي د مشروطې آزادۍ د مودې په اړه د کاغذ پرمخ معلومات وړاندې کوي، خو ځینې وختونه اړینه وي چې د پرول موده په انلاین بڼه وکتل شي.
2. کله چې یو شخص له توقیف څخه خوشې شي، آیا قضیه پای ته رسیږي؟
الف. نه. له توقیف څخه خوشې کیدل او د یوې ټاکل شوې مودې لپاره د مشروطې آزادۍ ترلاسه کول په دې معنی نه ده چې قضیه پای ته ورسیده. دا یوازې په دې معنی ده چې یو شخص په موقت ډول متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړې ده.
ب. ددې لپاره چې تاسو وکولی شئ په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې پاتې شئ (او د خپلې کورنۍ ځینې غړي هم راولئ او وکولی شۍ سفر وکړئ)، باید درخواست وکړئ او له مشروطې آزادۍ (پرول) پرته د کډوالۍ بل موقف ترلاسه کړئ.
3. آیا د توجیه وړ ویرې په مرکه کې ګډون کول د پناه د ترلاسه کولو په معنی ده؟
الف. نه. دا مرکه لومړۍ ازموینه ده چې پکې دا روښانه کیږي چې ایا شخص واقعا د پناه غوښتنې درخواست کولو ته واجد شرایط دی که نه. که یو شخص د توجیه وړ ویرې مرکه ترسره کړي، پناه غوښتنې ته د درخواست کولو اجازه ترلاسه کوي. خو اړینه ده چې یوشخص خپل درخواست ولیږي او هغه تر پایه تعقیب کړي چې د بریالي کیدو په صورت کې به شخص ته پناه ورکول کیږي.
4. آیا د مشروطې آزادۍ (پرول) لرونکي کولی شي خپل ماشومان متحده ایالاتو ته راولي؟
الف. معمولا نه. مشروطه آزادي (پرول) یوازې د هغه شخص لپاره ده چې ورته ورکړل شوی ده.
ب. هغه کسان چې غواړي خپله کورنۍ متحده ایالاتو ته راولي، اړینه ده چې د کډوالۍ بل موقف ته درخواست وکړي او هغه ترلاسه کړي، چې دا کار کیدی شي کلونه وخت ونیسي.
ج. سره له دې هم، د ګواتیمالا، یا ایل سلواډور هیوادونو اتباع چې په خپل هیودا کې د 21 څخه لږ عمر لرونکی یو مجرد ماشوم لري، او د یو کال یا زیاتې مودې راهیسې یې مشروطه آزادي (پرول) ترلاسه کړی وي، کولی شي د مرکزي امریکا د ځوانانو پروګرام ته درخواست وکړي.
5. آیا مشروطه آزادي (پرول) دایمی ده؟ څه وخت پای ته رسیږي؟ آیا د مودې غزول یې امکان لري؟
الف. پرول دایمي نه دی – د تل لپاره دوام نه مومي، بلکه د پای نیټه لري. هفه افسر چې یو شخص ته مشروطه آزادي ورکوي هم کولی شي د پرول د پای نیټه ووایي، او د پاسپورت په ټاپه کې او همداراز د I-94 په رسمي ویب پاڼه کې هم د پرول د پای ته رسیدو نیټه پیدا کیدی شي.
ب. ددې پوښتنې لپاره چې ګوندې یو شخص کولی شي پرول تمدید کړي که نه، یوازې یو ځواب موجود نه دی. د پرول ځینې ډولونه تمدید کیدی شي، خو پاتې نور ډولونه د تمدید وړ نه دي، او ځینې یې د تیوري له مخې د تمدید وړ وي، خو په عمل کې هیڅکله نه کیږي. او هر قانون چې نن د اجرا وړ دی، کیدی شي په هغه وخت کې چې یو شخص غواړي پرول تمدید کړي، بدلون ومومي.
6. آیا د مشروطې آزادۍ (پرول) لرونکي کولی شي د کار جواز لپاره درخواست وکړي؟
الف. هو. د مشروطې آزادۍ (پرول) له مخې د کار جواز ته درخواست کیدی شي. یو شخص کولی شي “I-765 USCIS” په انټرنیټ کې ولټوي او آنلاین درخواست بشپړ کړي یا د پرول لرونکي شخص په توګه یې د پوستې له لارې ولیږي. ډیر شمیر آنلاین سرچینې موجودې دي چې خلکو سره د کار جواز ته د درخواست کولو په برخه کې مرسته کوي.
7. آیا هغه خلک چې پرول لري، کولی شي دایمي استوګنې ته درخواست وکړي؟
الف. نه. د متحده ایالاتو کانګریس یوازې یو ځانګړي شمیر پرول لرونکو ته اجازه ورکړې ترڅو دایمي قانوني اوسیدونکي شي. خو د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې واقع هیڅ څوک نشي کولی د پرول په اساس دایمي استوګنې ته درخواست وکړي. ددې پرځای، په متحده ایالاتو کې د قانوني استوګنې یواځنۍ لاره دا ده چې یو شخص د نورو موجودو لارو څخه لکه د پناه غوښتنې یا د بشردوستانه ویزې له لارې یا په متحده ایالاتو کې د خپلې میشتې کورنۍ له لارې درخواست وکړي.
ج. د حاضریدو خبرتیا (NTA) څه معنی لري؟
1. دا خبرتیا څه ده؟
الف. د حاضریدو خبرتیا هغه سند دی چې له لارې یې دوه کارونه ترسره کیدی شي:
1. د مهاجرت د محکمې له لارې د یو شخص د اخراج لپاره د دولت هڅه، او
2. د یو شخص هڅه چې دا ثابته کړي چې هغه په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو حق لري.
ب. په دې خبرتیا کې ډیر مهم معلومات شامل وي – خو هغه معلومات هم پکې شته چې کیدی شي په چټکه بدلون ومومي.
1. ددې خبرتیا د پاڼې پورته ښي لاس ته A Number یا File Number لیکل شوی وی چې یوه 9 عددي شمیره ده. دا هغه شمیره ده چې په متحده ایالاتو کې د ټولو غوښتنلیکونو لپاره یو شخص سره پاتې کیږي. مهمه ده ترڅو دا شمیره په یو خوندي ځای کې وساتئ. ددې شمیرې درلودل د کډوالۍ د قضیې د ټولو برخو د تعقیب لپاره ګټور دی.
2. په دې خبرتیا کې د محکمې لومړۍ نیټه او د محکمې موقعیت لیکل شوی وي. دا معلومات د پاڼې په لاندې برخه کې وي. ځینې وختونه د محکمې نیټه په خبرتیا کې موجوده نه وي – هغه شخص چې دغه خبرتیا په اختیار کې لري کیدی شي چې د محکمې ټاکل شوې نیټه ولري! حتی که په خبرتیا کې د محکمې نیټه ذکر شوې وي، دا نیټه هر وخت بدلیدلی شي.
2. یو شخص څرنکه پوهیدلی شي چې د محکمې نیټه لري؟
الف. ترټولو ښه لاره چې یو شخص وپوهیږي چې څه وخت او چیرته د محکمې نیټه لري، باید
1-800-898-7180 شمیرې سره اړیکه ونیسي. دا یو اتومات ماشین دی چې یو کس کولی شي پکې خپل A Number داخل کړي، او سیسټم به نوموړي کس ته د محکمې د نیټې په اړه معلومات ورکوي (که چیرې د محکمې نیټه ځانګړې شوې وي). سپارښتنه کیږي چې د معلوماتو د بدلیدو په صورت کې، په اوونۍ کې یوځل همدې شمیرې ته ټیلفون وکړئ.
ب. حتی که 1-800 شمیره ووایي چې شخص د محکمې نیټه لري، کیدی شي په واقعیت کې، نوموړی شخص د محکمې نیټه ونلري. خو که 1-800 شمیره ووایي چې شخص د محکمې نیټه لري، نوموړی شخص باید بیا هم محکمې ته حاضر شي.
3. که یو شخص محکمې نه لرې بل ځای ته کډه وکړي، څه به وشي؟
الف. که یو شخص بل ځای ته کډه کوي یا خپله پته بدلوي، څه نږدې وي یا لرې، باید له کډې کولو وروسته د پنځو ورځو په لړ کې محکمې ته خبر ورکړي. نوموړی کولی شي دا کار په انټرنیټ کې د “Change of Address Form EOIR” په لټولو یا په ګوګل کې د EOIR" د لټولو له لارې ترسره کړي یا کولی شي https://respondentaccess.eoir.justice.gov/en/forms/eoir33ic/ ویب پاڼې ته ورشي.
ب. کله چې یو شخص د خپلې نوې پتې په اړه خبر ورکوي، محکمه د نوموړي د قضیې د غونډې ځای نوي موقعیت او نوي آدرس ته نږدې بدلوي.
4. که یو شخص په ټاکل شوې نیټه محکمې ته حاضر نشي، څه به وشي؟
الف. که یو شخص په ټاکل شوي وخت او ورځ د محکمې غونډې ته حاضر نشي، کیدی شي د اخراج حکم ترلاسه کړي. یعنې دا شخص کیدی شي هروخت ونیول شي او اخراج شي خو دا په دې معنی نه ده چې هغه به سمدستي اخراجیږي.
ب. کله چې یو شخص پوه شي چې د محکمې نیټه یې له لاسه ورکړې ده، یا پوه شي چې د اخراج حکم یې ترلاسه کړی دی، باید ژرتر ژره وکیل پیدا کړي او د امکان په صورت کې، قضیه بیرته پرانیزي.
5. آیا د محکمې نیټه بدلیدلی شي؟
الف. هو، د محکمې نیټې بدلیدلی شي. نن، د محکمې راتلونکې نیټه د دوو کلونو وروسته ټاکل کیدی شي. سبا به د محکمې راتلونکې نیټه په راتلونکې اوونۍ کې وټاکل شي.
ب. سپارښتنه کیږي چې د مهاجرت محکمې سره په اوونۍ کې یو ځل په 1-800-898-7180 شمیره اړیکه ونیسئ یا د مهاجرت محکمې ویب پاڼې ته ورشئ(“EOIR Portal” په گوگل کې ولټوئ)
د. د ژمنلیک په اساس د خوشې کیدو حکم او/یا د څارنې حکم څه معنی لري؟
1. دا حکم څه معنی لري؟
الف. د ژمنلیک په اساس د خوشې کیدو حکم او د څارنې حکم د ICE د ادارې معمولې فورمې بلل کیږي چې په ځانګړو حالاتو کې د یو شخص د توقیف کیدو مخه نیسي. په دې برخه کې اړوند شرایط په چک باکس لرونکو فورمو کې او همداراز هغه څه چې په دې فورمو کې لیکل شوي دي، تشریح کیږي. ډیری وخت هغه شخص چې حکم پرې صادر شوی دی، باید بل ځای ته د کډې کولو مخکې اجازه ترلاسه کړي او باید ICE دفتر مراجعه وکړي او "رپوټ" ورکړي ترڅو د متحده ایالاتو دولت وکولی شي د شخص موقعیت تایید او د اړتیا پرمهال، هغه پیدا کړي.
ب. دا ډیره مهمه ده چې ددې احکامو شرایط تعقیب شي، ځکه که یو شخص دغه احکام تعقیب نه کړي، توقیف به شي.
2. ایا د ICE د دفتر د ارزونو نیټه د مهاجرت د محکمې له نیټې سره سمون لري؟
الف. نه. ICE د ارزونې نیټې د محکمې د غونډې له نیټې سره په تطابق کې ځانکړي کوي، خو دا کار یوازې د شخص د هوساینې لپاره کیږي: دا په بشپړه توګه دوه جلا غونډې دي چې په مختلفو ځایونو او له مختلفو اشخاصو سره ترسره کیږي.
ب. د مهاجرت په یوه محکمه کې قاضي د میز ترشا ناست وي یا د ویډیو په سکرین راڅرګندیږي او په رسمي توګه غږیږي، خو د ICE په ارزونو کې قاضي حضور نلري.
3. یو شخص څرنګه وپوهیږي چې د ICE ارزونې څه وخت ترسره کیږي؟
الف. د ژمنلیک په اساس د خوشې کیدو حکم او د څارنې حکم، د راتلونکې غونډې نیټه ټاکي.
4. یو شخص ولې د ICE ارزونو ته حاضریږي؟
الف. د ICE ارزونې یوازې له توقیف څخه د خوشې کیدو شرط بلل کیږي. پرته له دې، د مهاجرت چارواکي کولی شي یو شخص توقیف کړي. دا د متحده ایالاتو د دولت د کار طریقه ده چې پربنسټ یې باید یو شخص په متحده ایالاتو کې دننه توقیف نشي خو نوموړی شخص باید د اړتیا په صورت کې حاضر شي ترڅو د متحده ایالاتو حکومت ته دا وښیي چې هغه اوس هم د خوشې کیدو په شرایطو پابند دی او د هغوی اطاعت کوي.
5. که یو شخص ارزونو ته حاضر نشي، څه به وشي؟
الف. له تخنیکي پلوه، ICE کولی شي چې هغه اشخص چې د ارزونې په ټاکل شوې نیټه کې نه حاضریږي، د "تښتیدلي" شخص په توګه په لیست کې شامل کړي او د مخامخ کیدو په صورت کې، هغه توقیف کړي. که یو شخص د منلو وړ دلیل پربنسټ د ارزونې په نیټه کې حاضر نشي، لکه هغه په دې ونه توانید چې ودانۍ ته ننوځي، په بیړني روغتیایي حالت کې وو، یا د ارزونې د نیټې په اړه هیڅ نه پوهیدو، او داسې نور، ICE به هغوی ته اجازه ورکړي ترڅو په راتلونکې ارزونه کې حاضر شي او ICE به د هغوی د ارزونې نوې نیټه وټاکي. د ارزونې په نیټه کې د نه حاضریدو په صورت کې، ښه به وي چې یو شخص له وکیل څخه مرسته وغواړي.
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
✓ د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)