CBP One د ګرځنده ټیلفون یو وړیا اپلېکیشن دی چې د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحداتو د خوندي ساتنې د ادارې له خوا کارول کېږي. دغه اپلېکشین د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي، خو خلک د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ ځمکني سرحد له لارې معمولاً متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره، ددغې اپلکېشن په کارولو سره د ملاقات یا لیدنې وخت ټاکي.
د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د مې میاشتې له 23 مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین او پالیسۍ په چټکه بدلون مومي. په یاد ولرئ چې دغه معلومات له وروستي ځل څخه چې نوي شوي وو، د بدلیدو په حال کې دي. موږ هڅه کوو ترڅو د بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو شوي دي.
وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.
څه دی؟ CBP One App
CBP One د ګرځنده ټیلفون یو وړیا اپلیکیشن دی چې د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحداتو د خوندي ساتنې د ادارې له خوا کارول کیږي. دغه اپلیکشین د بیلابیلو مقصدونو لپاره کارول کیږي، خو خلک د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ ځمکني سرحد له لارې معمولا متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره، ددغې اپلکیشن په کارولو سره د ملاقات وخت ټاکي.
د CBP One اپلیکیشن په کارولو سره ډیر شمیر خلک کولی شي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحد کې د ملاقات د وخت او متحده ایالاتو ته د ننوتلو غوښتنه وکړي. د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحد په اوږدو کې او له سرحد څخه د تیریدنې په ټولو دروازو کې هره ورځ یوازې د 1,000 ملاقاتونو وختونه موجود دي. ډیر شمیر خلک د ملاقات وخت لپاره اوږده موده انتظار باسي او باید هره ورځ په CBP One اپلیکیشن کې د ملاقات د وخت د ټاکلو لپاره هڅه وکړي.
د CBP One له لارې د ملاقات د وخت ټآکل وړیا دی. ځینې کسان هڅه کوي چې د ملاقات د وخت د ټاکلو لپاره پیسې ترلاسه کړي، خو د ملاقات دغه ټاکل شوي وختونه ډیری وخت جعلي وي.
څرنګه کولی شو له CBP One اپ څخه کار واخلو؟
- تاسو کولی شئ CBP One اپ له Apple App Store یا Google Play Store څخه ډانلوډ کړئ. باید د لاندې انځور په شان وی.
- اپ پرانیزئ، LOG IN یا SIGN UP غوره کړئ. CBP One به تاسو له login.gov ویب پاڼې سره وصل کړي، چیرته چې یو شخص کولی شي یا حساب پرانیزي یا خپل موجوده حساب ته ننوځي.
- کاروونکي به د Terms and Conditions یا "شرایط او ضوابط" په نوم پاڼه وګوري. ددې پاڼې د راڅرګندیدو په صورت کې، د پاڼې لاندې برخه کې په “Accept” یا "تایید" کلیک وکړئ.
- که چیرې د اپلیکیشن کاروونکی له مخکې څخه حساب ولري، کولی شي “Sign In.” یا "ننوتل" غوره کړي. که چیرې حساب ونلري، باید په “Create an Account.” یا "د حساب پرانیستل" کلیک وکړي.
- په “Who are You” یا "تاسو څوک یاست" برخه کې، په “Traveler.” یا " مسافر" کلیک وکړئ.
- په “Select Travel Method” یا "د سفر میتود انتخاب کړئ" برخې باندې کلیک وکړئ ترڅو معلومه شي چې ایا ستاسو د سفر میتود د ځمکې له لارې، هوایي یا د سمندر له لارې دی.
- یادونه: هغه کسان چې په مرکزي یا شمالي مکسیکو کې موقعیت لري او د ځمکې له لاې متحده ایالاتو ته د ننوتلو غوښتنه لري، باید د سفر په میتود کې “Traveler” یا "مسافر" او “Land” "ځمکه" غوره کړي.
-
په “Submit Advance Information” یا "مخکې له مخه د معلوماتو وړاندې کولو" په برخه کې، هر شخص چې د ځمکې له لارې له سرحد څخه تیریږي، او په سرحد کې د ملاقات د وخت د ټاکنې غوښتنه لري، باید:
- ټول مسافرین ثبت او راجسټر کړي - یوازې هغه کسان چې د مسافرینو په توګه ثبت شوي دي کولی شي متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره د ملاقات په ټاکل شوي وخت کې یوځای حاضر شي؛
- د پام وړ ژبه غوره کړئ. اپ اوس مهال په انګلیسي، هسپانوي او کریول هیټي ژبو موجوده ده؛
- وروسته بیا اپلیکیشن د کاروونکي موقعیت ته د لاسرسي غوښتنه کوي. اپ لپاره اړینه ده ترڅو د کاروونکي موقعیت ته لاسرسی ولري. یوازې هغه کسان چې د مکسیکو ښار شا او خوا او شمالي برخو او ګوادالاخارا کې موقعیت لري، کولی شي په پروسه کې راتلونکي ګامونه پورته کړي؛
- د ملاقات د وخت غوښتنه وکړئ. - د ملاقات د وخت له غوښتنې مخکې، نوم لیکنه باید بشپړه شوې وي او ټول کسان چې یوځای مسافرت کوي پکې شامل وي؛
- باید د ملاقات وخت چې موجود وي، وټاکل شي - ډیری وخت د ملاقات وخت موجود نه وي؛
- دملاقات وخت تایید کړئ او مهالویش وټاکئ؛
- په ټاکل شوي وخت سرحد کې د تیریدو دروازې ته راشئ.
مفصل هدایات د متحده ایالاتو د حکومت په ویب پاڼه کې ترلاسه کیدی شي.
یو شخص څرنګه کولی شي د ملاقات د وخت غوښتنه وکړي؟
د 2023 کال د مې میاشتې له 10 مې نیټې څخه د ملاقات د وخت د ټاکلو لپاره نوې پروسه په CBP One اپ کې رامنځته شوې ده.
- د غوښتنې او د ملاقات د وخت ټاکنې لپاره، یو شخص باید (د مکسیکو ښار او ګوادالاخارا په ګډون)، د مکسیکو په مرکز یا شمالي برخه کې شمالي اړخ ته نږدې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې موقعیت ولري.
- درخواست کوونکي کولی شي هره ورځ د CBP One اپ په کارولو سره د MST/Ciudad Juarez په وخت د سهار له 10:00 بجو څخه، درخواست وکړي.
- د MST/Ciudad Juarez په وخت د سهار له 9:00 څخه تر 10:00 بجو پورې، د ملاقات د وخت ټاکنه امکان نلري.
- هره ورځ د MST/Ciudad Juarez په وخت د سهار له 10:00 بجو څخه، د ملاقات وختونه په سیسټم کې یوازې د ځینو هغو کسانو (ټولو لپاره نه) چې تیره ورځ یې د ملاقات د وخت د ټاکنې غوښتنه کړې وه، ثبتیږي. هغه کسان چې د ملاقات وخت ترلاسه کوي، په هغه صورت کې چې د هغوی د ملاقات وخت په یوه ځانګړې سرحدي دروازه کې ټاکل شوی وي، ایمیل او پاپ اپ پیامونه ترلاسه کوي.
- هغه شخص چې د ملاقات د وخت وړاندیز ورته شوی وي، باید د 23 ساعتونو په لړ کې په “accept appointment” یا "د ملاقات دوخت تایید" کلیک وکړي او د ملاقات ټاکل شوی وخت تایید کړي.
- د ملاقات د ټاکل شوي وخت له منلو وروسته، شخص باید د خپل ځان یوه ویډیو واخلي (چې ځینې وختتونه د "مخ د اسکن" په نوم یادیږي او وروسته بیا په اپ کې په “schedule appointment” یا "د ملاقات د وخت ټآکل" باندې کلیک وکړي.
- د ملاقات د وخت له تایید وروسته، هغه کسان چې د ملاقات وختونه یې ټاکل شوي دي کولی شي په اپلیکیشن کې، د ملاقات ټاکل شوی وخت وګوري.
د ملاقات د وخت وړاندیز چیرته کیږي؟
د ملاقات وخت په لاندې سرحدي دروازو کې ترلاسه کیدی شي:
- · براونسویل، ایگل پاس، هیدالگو، او ایل پاسو (تگزاس)
- · نوگیلس (اریزونا)
- · کالیکسیکو او سن یاسیدرو (کالیفورنیا)
یو شخص کولی شي له خپل اصلي ښار څخه چې پکې استوګن دی له بل یو ښار څخه هم د ملاقات د وخت غوښتنه وکړي. سره له دې هم، په یاد وساتئ چې له پولو څخه د تیریدنې سرحدي دروازې کیدی شي په لرو واټنونو کې واقع وي. د بیلګې په توګه، له Nogales/Mariposa څخه Ciudad Juarez پورې په موټر کې له 7 ساعتونو څخه ډیر مزل دی. همداراز، په یاد وساتئ چې مسافرین په مکسیکو کې دننه سفر کولو لپاره اعتبار وړ اسنادو ته اړتیا لري او کیدی شي په سرحدي دروازو کې حالات ډیر خراب وي.
د CBPOne سیسټم د مسافرینو د ملاقات د وخت له نهایي کیدنې وروسته، د بریښنالیک له لارې د تایید پیام لیږي. د امکان په صورت کې، مسافرین باید دا بریښنالیک چاپ کړي او د ملاقات په وخت کې یې له ځان سره راوړي. که د بریښنالیک چاپ کول امکان ونلري، مسافرین کولی شي د ملاقات د وخت د تایید ترلاسه شوی بریښنالیک د خپل ګرځنده ټیلفون په کارولو سره سکرین شاټ کړي او CBP افسر ته یې وښیي.
ایا مسافرین د اپ په کارولو کې ستونزه لري؟
- هو. ډیر شمیر کسان د تصویر د اخیستلو او د مخ د اسکن کولو په ګډون نورو ستونزو سره مخ شوي دي (له بده مرغه، دا ستونزه د تور پوستو کسانو لپاره ډیره پیښیږي)، اپ ژر ژر خرابیږي او له کاره غورځي، ژر ژر باید پاسورد یا رمز بدل شي، اپ ژر ژر نوی کیږي او د اسنادو په اپلوډ کولو کې ستونزه رامنځته کوي چې دا ټولې ستونزې په پروسه کې د نوم لیکنې د لارې خنډ ګرځي.
- هغه لارې چې کاروونکي کولی شي له دې ستونزو مخنیوی وکړي، په لاندې ډول دي:
oباید ډاډ ترلاسه شي چې اپ له ګرځنده ټیلفونونو سره تطابق ولري (ځینې زاړه ټیلفونونه اپ سره مطابقت نلري).
- د امکان په صورت کې، له قوي انټرنیټ څخه باید کار واخیستل شي.
o ژر ژر باید اپ نوی شي (او باید ډاډ ترلاسه شي چې د نوم لیکنې د پروسې له پیل څخه مخکې، اپ نوی شوی وي).
- ددې هڅو سره سره، ځینې خلک بیاهم له اپ سره ستونزه لري، او ټولو هغو کسانو لپاره چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحد څخه متحده ایالاتو ته ننوځي، د ملاقات کافي وختونه موجود نه وي.
نورې سرچینې:
د کاروونکو لپاره د CBP One لارښود– انگلیسی نسخه (همداراز په هسپانوی او کریول هایتی ژبو د لاسرسي وړ دی)
د CBP One معلوماتي پاڼه– انگلیسی نسخه (همداراز په هسپانوی او کریول هایتی ژبو د لاسرسي وړ دی)
د CBP One™ د ګرځنده ټیلفونونو اپلیکیشن. د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او د سرحداتو د ساتنې اداره (CBP)
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
✓ د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)