د 2023 کال د مې په 11 مه نېټه د Title 42 مقررې له پای ته رسېدو وروسته، د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې قوانین هم بدل شوي دي. اوس مهال، پناه غوښتونکي د یو شمېر بېلابېلو قوانینو پر بنسټ چې د Title 8 په نوم یادیږي، طی مراحل کیږي. د Title 8 یوه مهمه برخه د ګړندي اخراج پروسه ده. دا پروسه د متحده ایالاتو دولت ته اجازه ورکوي څو هغه کسان چې د پناه غوښتنې معتبر کېس نلري، د یوې چټکې پروسې له لارې اخراج کړي. په دې پروسه کې لومړی هغه کسان چې وایي خپل هېواد ته له ستنېدنې وېره لري، د توجیه وړ وېرې مرکه (CFI) یا د ویرې مناسب دلیل لرونکې مرکه (RFI) ترسره کوي.
د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د اګست له 4 مې نیټې څخه نوي معلومات ګڼل کیږي. د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولو کې پالیسۍ او روشونه په ګړندۍ توګه بدلون مومي، نوځکه په یاد ولرئ چې دا معلومات د وروستي ځل نوي کیدو څخه تراوسه کیدی شي بدل شوي وي او دغه معلوماتي پاڼه کیدی شي دقیق نه وي. سره له دې هم، په یاد وساتئ چې موږ هڅه کوو ترڅو د پام وړ بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه وړاندې شوي دي. که څه هم داسې قضیې د متحده ایالاتو په محکمو کې موجودې دي چې د 2023 کال د مې په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د مهاجرت اجرا شوی قانون له ننګونو سره مخ کوي، خو بیاهم دغه قانون په خپل ځواک د اجرا وړ ګڼل کیږي او د 2023 کال د سپتمبر تر 21 مې نیټې پورې پکې د هیڅ ډول بدلون تمه نه کیږي. دغه پاڼه به د نویو پالیسیو د اعلانیدلو په صورت کې، نوې شي.
وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.
د 2023 کال د مې په 11 مه نیټه د Title 42 مقررې له پای ته رسیدو وروسته، د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې قوانین هم بدل شوي دي. اوس مهال، پناه غوښتونکي د یو شمیر بیلابیلو قوانینو په اساس چې د Title 8 په نوم یادیږي، طی مراحل کیږي.
د Title 8 یوه مهمه برخه د ګړندي اخراج پروس ده. دا پروسه د متحده ایالاتو دولت ته اجازه ورکوي ترڅو هغه کسان چې د پناه غوښتنې معتبر درخواست نلري، د یوې چټکې پروسې له لارې اخراج کړي. په دې پروسه کې لومړی هغه کسان چې وایي خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري، د توجیه وړ ویرې مرکه (CFI) یا د ویرې مناسب دلیل لرونکې مرکه (RFI) ترسره کوي.
د توجیه وړ ویرې مرکه څه ده؟
د توجیه وړ ویرې په مرکه کې، خلک باید د متحده ایالاتو چارواکو ته توجیه کړي چې ولې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري. هغه کسان چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري، همدازار باید ووایي چې پناه غوښتنې ته درخواست کوي.
کیدی شي چې افسر په مستقیمه توګه پوښتنه ونه کړي چې آیا شخص خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري که نه. خلک باید هغه افسر ته چې د هغوی د نوم او معلوماتو پوښتنه کوي ووایي چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري او په هغه صورت کې چې د ویرې دلایل معقول وي، افسر ته باید ووایي چې غواړي د پناه غوښتنې لپاره درخواست وکړي.
خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو د ویرې څرګندول باید یو شخص ته دا امکان برابر کړي چې د توجیه وړ ویرې مرکه یا د ویرې مناسب دلیل لرونکې مرکې ته حاضر شي. دا مرکه په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې د درخواست لومړی ګام بلل کیږي او د یو شخص د پناه غوښتنې احتمالي درخواست پر معلوماتو تمرکز کوي.
د توجیه وړ ویرې مرکه یا د ویرې مناسب دلیل لرونکې مرکه د متحده ایالاتو د دولت له یو مقام له خوا چې د پناه غوښتنې افسر په نوم یادیږي، ترسره کیږي. د توجیه وړ ویرې مرکه په ویډیویي یا صوتي بڼه نه ثبتیږي او د متحده ایالاتو له دولت څخه بهر به هیڅ څوک ورته لاسرسی نلري.
په متحده ایالاتو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو او د مهاجرت قاضي ته د درخواست د سپارلو لپاره، یو شخص باید د پناه غوښتنې افسر ته قناعت ورکړي چې د پناه غوښتنې درخواست یې د بریالیتوب احتمال لري. په مجموع کې، هغه کسان چې د ملاقات ټاکل شوي وخت په لرلو سره متحده ایالاتو ته ننوځي باید د پناه غوښتنې د درخواست 10% بریالیتوب احتمال وښیي ترڅو قاضي ته د خپل درخواست د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړي. د ځینو کسانو په استثنا، هغه کسان چې د ملاقات له ټاکل شوي وخت پرته یا د 2023 کال د مې له 11 نیټې څخه وروسته د سرحدي دروازو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي، باید د ځورونې او شکنجې قوي احتمال وښیي ترڅو د ملاقات د ټاکل شوي وخت لرونکو کسانو په شان فرصت ترلاسه کړي.
د 2023 کال د مې له میاشتې راهیسې، ډیر شمیر مجرد لویان چې په هسپانوي ژبه خبرې کوي، او له اجازې پرته متحده ایالاتو ته راغلي دي، او د توجیه وړ ویرې مرکې لري، دوی به دغه مرکې د خپل د توقیف د مودې په لړ کې د CBP په توقیف ځایونو کې ترسره کوي. دا مرکې به ډیر په چټکه، د څو ورځو په لړ کې ترسره کیږي. هغه کسان چې د توجیه وړ ویرې مرکې ته په تمه دي، د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د وړیا وکیلانو نوملړ یا لیست ترلاسه کوي؛ نو ځکه په کلکه سپارښتنه کیږي چې د مرکې له نیټې څخه مخکې، دغه کسان باید د همدې نوملړ له مخې ژرترژره له یو وکیل سره اړیکه ټینګه کړي او مشوره ورسره وکړي. د CBP په توقیف ځایونو کې مرکې د ټیلفون له لارې ترسره کیږي.
همداراز، د 2023 کال له مې میاشتې څخه را په دې خوا، ځینو کورنیو ته چې کوچني ماشومان لري ویل شوي دي چې په متحده ایالاتو کې د سفر وروستي مقصد ته له رسیدو وروسته باید مرکې ته حاضر شي. دا هغه ښار پورې اړه لري چې د هغوی د سفر وروستی مقصد دی. موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې د امکان په صورت کې، د مرکې له نیټې څخه مخکې، له یو وکیل سره خبرې وکړئ.
د مستدل یا معقول دلیل لرونکې ویرې مرکې
هغه کسان چې پناه غوښتنې ته واجد شرایط نه دي ځکه چې مخکې له متحده ایالاتو څخه شړل شوي دي خو وایي چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري هم کولی شي چې د خپلې ویرې د څرګندولو لپاره مرکه وکړي. دا مرکه د معقول دلیل لرونکې ویرې مرکې په نوم یادیږي چې پکې شخص د خپلې ویرې معقول دلایل وړاندې کوي. ددې لپاره چې یو شخص وکولی شي د اخراج د مخنیوي لپاره درخواست وکړي، باید په خپل هیواد کې د ځورونې او شکنجې قوي ثبوت وړاندې کړي ترڅو وکولی شي خپله قضیه د مهاجرت قاضي ته وړاندې کړي.
په مرکه کې څه پیښیږي؟
د توجیه وړ ویرې مرکه 3-5 برخې لري او متحده ایالاتو ته د شخص د راتګ د څرنګوالي پورې اړه لري:
1. شخصي پوښتنې لکه عمر، اصلي هیواد، ملیت او داسې نور.
2. په دې اړه پوښتنې چې شخص ولې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري، یا یو شخص ولې مکسیکو ته له بیرته ستنیدنې ویره ولري.
3. له هر هغه شخص څخه چې په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ موقف ته درخواست کوي، معیاري پوښتنې کیږي، د بیلګې په توګه آیا شخص کوم جرم کړی دی، آیا چا ته یې زیان اړولی دی، یا آیا دا شخص تروریست دی.
4. که یو شخص د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته د یوې سرحدي دروازې له لارې متحده ایالاتو ته راغلی وي، له نوموړي څخه به پوښتنه وشي چې ولې یې CBPOne اپلیکیشن نه دی کارولی.
5. که یو شخص د ملاقات ټاکل شوي وخت یا له اجازې پرته د کومې سرحدي دروازې له لارې متحده ایالاتو ته راغلی وي، له هغه څخه به د استثنایي شرایطو په اړه چې کیدی شي نوموړي سره د پناه غوښتنې په وړتوب کې مرسته وکړي، پوښتنه وشي. دا استثنایي حالات په لاندې ډول دي:
o که په دې وروستیو کې یې بیړنی روغتیایي حالت یا په مکسیکو کې یې تاوتریخوالی تجربه کړی وي
o که په دې وروستیو کې په مکسیکو کې د جدي زیان ګواښ سره مخ شوی وي
o که د انساني قاچاق قرباني وي.
o که د متحده ایالاتو په لاره کې یې په مکسیکو یا بل هیواد کې د پناه غوښتنې درخواست کړی وي خو درخواست یې رد شوی وي.
کوم ډول ویره په پام کې نیول کیږي او کوم حقایق اړونده ګڼل کیږي
د پناه د ترلاسه کولو لپاره، یو شخص باید دا ثبوت کړي چې په خپل هیواد کې له ځورونې او شکنجې یا د توجیه وړ ویرې سره مخ دی. په ځورونه کې فزیکي زیان، جنسي تیری او نور ډولونه شامل دي. په متحده ایالاتو کې د موجوده قوانینو په رڼا کې، د پناه غوښتنې افسر به دا ارزونه وکړي چې آیا هغه زیان چې شخص د مخه په خپل هیواد کې لیدلی دی یا کیدی شي په راتلونکي کې یې وزغمي، ددې لپاره کافي دی چې شخص ته اجازه ورکړل شي چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړي که نه. همداراز، د وینیزویلا، کیوبا، نیکاراگوا، او هائیتی هیوادونو اتباعو لپاره به افسر دا ارزونه کوي چې آیا هغه زیان چې شخص په مکسیکو کې ورسره مخ شوی دی یا کیدی شي ورسره مخ شي، کافي دی چې نوموړي ته اجازه ورکړل شي چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړي یا له متحده ایالاتو څخه د اخراج د مخنیوي لپاره د خوندیتوب درخواست وکړي.
سربیره پردې، عمومي تاوتریخوالی، عمومي غصب یا فقر چې د هیواد ټول خلک ورسره یو شان مخ دي، شکنجه او ځورونه نه ګڼل کیږي. ځورونه او شکنجه باید د یو ځانګړي دلیل پر بنسټ، یوازې یو شخص پورې مربوط وي لکه سیاسي مفکوره، ملیت، نژاد، مذهب یا په یو ځانګړي ټولنیز ګروپ کې غړیتوب. ځانګړی ټولنیز ګروپ د ځانګړي جنسیت، جنسي تمایل یا بله هغه ځانګړې ډله ده چې د شخص کورنۍ ورسره اړیکه لري.
د ویرې د ثابتولو سربیره، یو پناه غوښتونکی باید وښیي چې ددوی حکومت ددوی د حفاظت او ساتنې توان نه لري یا یې نه غواړي.
د پناه غوښتنې افسر په کوم دلیل کیدی شي ووایي چې یو شخص د ویرې د څرګندولو سره سره، پناه غوښتنې ته واجد شرایط نه دی؟
بیلابیل دلایل موجود دي چې پر بنسټ یې یو پناه غوښتونکی کیدی شي له مرکې وروسته، منفي پریکړه ترلاسه کړي:
6. ځکه چې ددوی شواهد معتبر نه دي
7. ځکه چې افسر په دې باور دی چې زیان دومره لوی نه دی چې ځورول وګڼل شي.
8. ځکه چې افسر په دې باور دی چې زیان د پورته ذکر شویو دلایلو سره تړاو نلري
حتی که یو شخص پناه ترلاسه کولو ته واجد شرایط نه وي، کیدی شي د اخراج په وړاندې د خوندیتوب نورو مرستو لکه "د اخراج مخنیوي" یا د شکنجې پروړاندې د مبارزې کنوانسیون په اساس حفاظت او خوندیتوب ته واجد شرایط وي.
د اخراج د مخنیوي لپاره، یو شخص باید ټول هغه څه چې د پناه غوښتنې لپاره یې ثبوت کړي وو، وښیي. دوی همداراز باید وښیي چې چې د اخراج په صورت کې احتمال لري له ځورونې سره مخ شي – خو د پناه غوښتنې لپاره باید یو شخص 10% له ځورونې سره د مخ کیدو چانس وښيي. د اخراج د مخنیوي معیار د پناه غوښتنې د معیار په پرتله ډیر اوچت دی. د اخراج د مخنیوي اجازه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د پناه غوښتنې لپاره واجد شرایط نه دي. دا په دې معنی ده چې که څه هم یو شخص پناه غوښتنې ته واجد شرایط نه دی، خو د متحده ایالاتو دولت به هغه نه اخراجوي. هغه شخص چې "د اخراج د مخنیوي" موقف یا اجازه ترلاسه کوي، کولی شي په متحده ایالاتو کې پاتې شي او په قانوني توګه کار وکړي، خو له متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولی نشي او دایمي استوګنه یا اقامت هم ترلاسه کولی نشي.
ددې لپاره چې یو شخص د شکنجې په وړاندې د مبارزې د کنوانسیون په رڼا کې د خوندیتوب د ترلاسه کولو لپاره واجد شرایط وګڼل شي، نوموړی باید وښيي چې د اخراج په صورت کې به له سخت زیان سره مخامخ شي. دغه زیان باید د شکنجې له تعریف سره سمون ولري. دوی همداراز باید وښيي چې ددوی د اصلي هیواد دولت دوی شکنجه کوي او په قصدي توګه هغوی ته پاملرنه نه کوي او هغوی له پامه غورځوي. د پناه غوښتنې او د اخراج د مخنیوي لپاره باید یو شخص د شکنجې او ځورونې احتمال ثبوت کړي، خو هغه کسان چې د شکنجې په وړاندې د مبارزې د کنوانسیون له حفاظت څخه برخمن دي، دې ته اړتیا نلري چې د لاندې پنځو دلایلو پر بنسټ چې د پناه غوښتنې او د اخراج د مخنوي په پریکړو کې په پام کې نیول کیږي، شکنجه ثبوت کړي: نژاد، مذهب، سیاسي مفکوره، ملیت، ځانګړی ټولنیز ګروپ.
د توجیه وړ مرکې وروسته څه پیښیږي؟
موږ نور معلومات چیرته ترلاسه کولی شو؟
- https://www.asylumadvocacy.org/resource/expedited-removal/
- https://immigrationequality.org/legal/legal-help/asylum/eligibility/passing-a-credible-reasonable-fear-interview/
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
✓ د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)
✓ ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)