دا معلومات په متحده ایالاتو کې د ګړندي اخراج (Expedited removal) اصول په ګوته او کوي دا د هغو کسانو لپاره دي چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ د ځمکې پولو له لارې، متحده ایالاتو ته ننوځي یا هغه کسان چې په سیند کې د متحده ایالاتو له ځواکونو او مقاماتو سره مخ کېږي.
د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د اګست میاشتې له 4 مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین او پالیسۍ په چټکه بدلون مومي. په یاد ولرئ چې دغه معلومات له وروستي ځل څخه چې نوي شوي وو، د بدلیدو په حال کې دي. موږ هڅه کوو ترڅو د بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو شوي دي.
وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.
دا معلومات د چا لپاره دي؟
دا معلومات د هغو کسانو لپاره دي چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ د ځمکې پولو له لارې، متحده ایالاتو ته ننوځي یا هغه کسان چې په سیند کې د متحده ایالاتو له مقاماتو سره مخ کیږي. پرته له دې چې په بل ډول ویل شوي وي، دا معلومات د دوو ډلو کسانو لپاره دي: (1) لویان چې یوازې سفر کوي، (2) هغه کورنۍ چې یوځای سفر کوي. د 18 کلونو څخه لږ عمر لرونکي ماشومان چې د مور یا پلار پرته، متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه کوي، د بیلو قوانینو تابع ګڼل کیږي.
ګړندی اخراج څه ته ویل کیږي؟
دا پروسه د لاندې کسانو د ګړندۍ شړنې پروسه بلل کیږي:
1. ځانګړي کسان چې په متحده ایالاتو کې استوګن دي خو دولت وایي چې دوی باید د استوګنې اجازه ونلري؛ یا
2. هغه کسان چې د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته، د سرحدي دروازو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.
هغه کسان چې په دې ګړندۍ پروسه کې د پناه غوښتنې لپاره خپل غوره توب ثبوت نکړي، ژر تر ژره به له متحده ایالاتو څخه وشړل شي.
د ګړندي اخراج په پروسه کې څوک شامل دي؟
هر شخص چې له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي او د متحده ایالاتو د دولت له خوا نیول کیږي یا د 100 مایلونو په واټن کې د متحده ایالاتو اومکسیکو ترمنځ پوله کې له امریکایي مقاماتو سره مخ کیږي، د اخراج د پروسې له لارې شړل کیږي. پرته له دې چې یو شخص پولې ته له رسیدو مخکې د ملاقات وخت ټاکلی وي، د اخراج پروسه اوس مهال په ټولو هغو کسانو تطبیقیږي چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولې له لارې د ملاقات د وخت پرته متحده ایالاتو ته ننوځي. 18 کلونو څخه لږ عمر لرونکي ماشومان چې پرته له مور یا پلار سفر کوي، په دې ډله کې شامل نه دي.
د ګړندي اخراج په پروسه کې څه پیښیږي؟
د ګړندي اخراج په پروسه کې شامل کسان، اوس هم کولی شي د پناه غوښتنې لپاره واجد شرایط وي. پناه غوښتنې ته د درخواست لپاره، یو شخص باید په دې پروسه کې ووایي چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري او د توجیه وړ ویرې مرکه کې باید ګډون وکړي.
په هغه صورت کې چې د اخراج حکم په یو شخص صادر شوی وي، نوموړی شخص یا خپل اصلي هیواد، یا د ځینو ځانګړو هیوادونو اتباع، مکسیکو ته شړل کیږي. د 2023 کال د مې له 16 مې نیټې څخه، د مکسیکو د اتباعو سربیره، د لاندې هیوادونو اتباع، مکسیکو ته شړل کیږي: هائیتی، کیوبا، نیکاراگوا، او وینیزویلا.
د ګړندي اخراج حکم لرونکي اشخاص په چټکه له متحده ایالاتو څخه شړل کیږي – حتی په هماغه ورځ کې. که چیرې یو شخص له متحده ایالاتو څخه د اخراج لپاره د انتظار په حالت کې وي، د اخراج تر وخت پورې، د متحده ایالاتو په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.
ایا څوک کولی شي د ګړندي اخراج حکم بند کړي یا یې وځنډوي؟
که یو شخص خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره ولري، باید ژر ترژره د مهاجرت چارواکو یا د CBP ادارې له چارواکو سره د مخامخ کیدو پرمهال، د خپلې ویرې په اړه هغوی ته ووایي.
د ګړندي اخراج پروسه په چټکه ترسره کیږي.
هغه کسان چې وایي خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري (او د وینیزویلا، هائیتی، کیوبا، او نیکاراگوا هیوادونو اتباع وایي چې مکسیکو ته له ستنیدنې ویره لري)، باید د مهاجرت چارواکو سره د توجیه وړ ویرې په یوه مرکه (CFI) کې حاضر شي. د توجیه وړ ویرې مرکه د یو شخص او د مهاجرت د چارواکو ترمنځ یوه غونډه ده چې په ترڅ کې یې شخص خپل هیواد (یا مکسیکو) ته د ستنیدنې د ویرې دلیل وړاندې کوي او دا تشریح کوي چې ولې باید بیرته خپل هیواد ته و نه شړل شي. د توجیه وړ ویرې مرکې په اړه لازیات معلومات دلته ترلاسه کېدی شي.
هغه کسان چې د توجیه وړ ویرې مرکه په بریالیتوب ترسره نکړي، بیرته د ګړندي اخراج په پروسه کې شاملیږي او په چټکه، حتی په هماغه ورځ کې، شړل کیږي.
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
✓ د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)