دا معلومات د هغو کسانو لپاره دي چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولې له لارې، متحده ایالاتو ته ننوځي.
د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د اګست له 4 مې نیټې څخه نوي معلومات ګڼل کیږي. د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولو کې پالیسۍ او روشونه په ګړندۍ توګه بدلون مومي، نوځکه په یاد ولرئ چې دا معلومات د وروستي ځل نوي کیدو څخه تراوسه کیدی شي بدل شوي وي او دغه معلوماتي پاڼه کیدی شي دقیق نه وي. سره له دې هم، په یاد وساتئ چې موږ هڅه کوو ترڅو د پام وړ بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه وړاندې شوي دي. که څه هم داسې قضیې د متحده ایالاتو په محکمو کې موجودې دي چې د 2023 کال د مې په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د مهاجرت اجرا شوی قانون له ننګونو سره مخ کوي، خو بیاهم دغه قانون په خپل ځواک د اجرا وړ ګڼل کیږي او د 2023 کال د سپتمبر تر 21 مې نیټې پورې پکې د هیڅ ډول بدلون تمه نه کیږي. دغه پاڼه به د نویو پالیسیو د اعلانیدلو په صورت کې، نوې شي.
وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.
دا معلومات د چا لپاره دي؟
دا معلومات د هغو کسانو لپاره دي چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولې له لارې، متحده ایالاتو ته ننوځي. که په بل ډول ویل شوي نه وي، دا معلومات د دوو ډلو خلکو لپاره دي:
1. هغه بالغ کسان چې یوازې سفر کوي، او
2. هغه کورنۍ چې په ګډه سفر کوي
د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان چې خپلو میندو او پلرونو سره سفر نه کوي او متحده ایالاتو ته د ننوتلو غوښتنه لري، د مختلفو مقرراتو تابع ګڼل کیږي.
په پوله کې څه پیښیږي؟
1. پخوا به د 42 شمیرې پالیسۍ پربنسټ هغه کسان چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولې څخه شړل کیدل خو په اجباري او دایمي توګه به له متحده ایالاتو څخه نه ایستل کیدل، اوس دغه پالیسي پای ته رسیدلې ده.
2. د متحده ایالاتو حکومت له خلکو څخه غواړي چې د ګرځنده ټیلفون CBPOne اپلیکیشین وکاروي او له دې لارې د ملاقات وخت وټاکي او د پولو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.
3. هغه کسان چې له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي اوس د 42 شمیرې پالیسۍ د اخراج د حکم پرځای، نیغ په نیغه په اجباري توګه شړل کیږي.
الف. د یو نوي قانون پربنسټ، پناه غوښتنې ته درخواست کول اوس خورا ستونزمن شوی دی، البته په هغه صورت کې چې یو شخص له مکسیکو پرته بل یو هیواد څخه له اجازې پرته، د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پولې له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.
ب. که چیرې یو شخص د ملاقات ټاکل شوي وخت په لرلو سره متحده ایالاتو ته ننوځي، پناه غوښتنې ته درخواست کول به اسان وي. خو دا اوس هم یوه ډیره ستونزمنه پروسه ده.
ج. اجباري اخراج داسې عواقب لري چې په 42 شمیره پالیسۍ کې شامل نه وو، لکه ددویم ځل لپاره په ننوتلو بندیز او احتمالي جرمي تعقیب د هغو کسانو لپاره چې له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي.
دا چې خلک به څه تجربه کوي دې پورې اړه لري چې هغوی پولو ته څرنګه لاسرسی لري.
دا د لاندې کسانو لپاره ستونزمن طرزالعملونه ګڼل کیږي:
(الف) د ملاقات ټاکل شوي وخت لرونکي کسان،
(ب) هغه کسان چې هڅه کوي د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته له پولو څخه واوړي، او
(ج) هغه کسان چې له جواز پرته او د سرحداتو له دروازو پرته نورو لارو څخه متحده ایالاتو ته ننووځي.
(الف) د ملاقات ټاکل شوي وخت لرونکي کسان چې سرحد ته حاضریږي، د څه شي انتظار باید ولري.
د ټولو ملاقاتونو وختونه باید د CBPOne اپلیکیشن له لارې تنظیم شي. د CBPOne اپلیکیشن د کارولو په اړه دلته کلیک وکړئ.
کله چې د ملاقات وخت لرونکي کسان په ټاکل شوي وخت او ورځ پولې ته حاضریږي، د ګمرکاتو او د سرحداتو د ساتنې اداره CBP د هغوی د هویت د تشخیص لپاره د مخ د تشخیص او پیژندنې کمپیوټري سیسټم یا نرمکالي څخه استفاده کوي. هغوی همداراز له تاسو څخه غواړي چې د ملاقات د وخت د تایید بریښنالیک هغوی ته ښکاره کړئ. ټول هغه کسان چې په ګډه پولې ته حاضریږي، باید په CBPOne اپلیکیشن کې د مسافرینو په توګه ثبت شوي وي.
د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې ډیر شمیر خلک چې د ملاقات ټاکل شوي وخت سره په پوله کې حاضریږي په څو ساعتونو یا څو ورځو کې د CBP له بند څخه خوشې کیږي او هغوی ته یو سند ورکول کیږي چې پکې له هغوی څخه غوښتل کیږي چې په راتلونکي کې د اخراج ("هیواد څخه اجباري اخراج") مراحلو ته د رسیدګۍ لپاره د مهاجرت محکمې ته ورشي. د پناه غوښتنې د درخواست په صورت کې به هغوی د مهاجرت قاضي ته د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د وړاندې کولو فرصت ولري. که چیرې دغه کسان په ټاکل شوي وخت کې محکمې ته حاضر نشي، د هغوی د اخراج حکم ("هیواد څخه اجباري اخراج") حکم به صادر شي، نوځکه، د محکمې په ټولو ټاکل شویو نیټو کې حاضریدل، خورا مهم ګڼل کیږي.
هغه کسان چې د ملاقات ټاکل شوی وخت لري، متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته، د پناه غوښتنې د غوره توب لپاره ارزول کیږي. دغه ارزونه د هغې مرکې یوه برخه بلل کیږي چې د توجیه وړ ویرې مرکې (CFI) په نوم یادیږي او پکې د ویرې دلایل توضیح کیږي. متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې په اړه لازیات معلومات په او د توجیه وړ ویرې مرکې په اړه معلومات په. کې ترلاسه کیدی شي. سره له دې هم، هغه کسان چې د ملاقات ټاکل شوی وخت لري د توجیه وړ ویرې په مرکه کې ګډون نه کوي او د مشروطې آزادۍ په چوکاټ کې به خوشي کیږي. هغوی اوس هم کولی شي متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته، د یو کال په لړ کې پناه غوښتنې ته درخواست وکړي. ډیر شمیر کسان چې د ملاقات ټاکل شوی وخت لري، د توجیه وړ ویرې په مرکه کې ګډون نه کوي؛ سره له دې هم، هغه کسان چې مخکې متحده ایالاتو ته راغلي وو د هغو کسانو په پرتله چې مخکې متحده ایالاتو ته نه وو راغلي، د توجیه وړ ویرې مرکې ته رابلل کیږي.
د پناه غوښتنې یو نوی قانون رامنځته شوی دی چې د ډیر شمیر هغو کسانو لپاره د پناه غوښتنې غوښتنلیک ستونزمن کوي چې د 2023 کال د مې د میاشتې له 11 مې نیټې څخه وروسته له مکسیکو پرته هیوادونو څخه متحده ایالاتو ته راغلي دي. خو دغه قانون په هغو کسانو د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي چې د ملاقات ټاکل شوي وخت سره پولې حاضریږي.
(ب) هغو کسانو ته څه پیښیږي چې سرحدي دروازو ته د ملاقات له ټاکلي شوي وخت پرته حاضریږي؟
دا معلومه نه ده چې هغو کسانو ته چې هڅه کوي د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته له یوې سرحدي دروازې څخه متحده ایالاتو ته ننوځي، څه پیښیږي. د هغه څه پر بنسټ چې موږ اوریدلي دي او د نوي قانون په رڼا کې، داسې ښکاري چې دغه کسان کولی شي په پوله کې دویم کتار جوړ کړي، او وروسته له دې چې CBP د ملاقات وخت لرونکو کسانو سره مرسته وکړه، کیدی شي په دې کتار کې موجودو کسانو سره هم خبرې وکړي.
داچې د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې د ملاقات د وخت د ټاکنې سیسټم کچه لوړه کړي، هغه کسان چې هڅه کوي د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته له پولې څخه واوړي د ملاقات ټاکل شوي وخت لرونکو کسانو په پرتله به د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د وړاندې کولو پرمهال له ډیرو ستونزو سره مخ شي. د 2023 کال د مې له 15 مې نیټې څخه، رارسیدلي رپوټونه ښیي چې د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته کسان په اسانۍ سره ایستل کیږي. نور رپوټونه هم شته چې ښیي د مکسیکو حکومت د ملاقات د ټاکل شوي وخت نه لرونکو کسانو لپاره سرحدي دروازو ته لاسرسی محدود کړی دی.
که یو شخص د ملاقات ټاکل شوی وخت ونلري او سمدستي د متحده ایالاتو له پولې څخه ونه شړل شي، کیدی شي چې څو ورځې د CBP په بند کې پاتې شي. هغوی کیدی شي له "ګړندي اخراج" سره مخامخ شي. ګړندی اخراج هغه پروسه ده چې له لارې یې دولت خلک په چټکه شړي. سره له دې هم، هغه کسان چې CBP ته وایي چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره ولري، کیدی شي چې د توقیف په موده کې، د توجیه وړ ویرې مرکې ته راوبلل شي. په لنډ ډول، د توجیه وړ ویرې مرکه یو شخص ته فرصت ورکوي ترڅو وښیي چې احتمالا د پناه غوښتنې لپاره واجد شرایط دي او خپل غوښتنلیک د محکمې په یوه غونډه کې قاضي ته وړاندې کوي. په بله وینا، هغوی باید هغه افسر ته چې هغوی سره مرکه کوي وښیي چې د توجیه وړ ویرې مرکې په تیرولو سره د پناه غوښتنې د غوښتنلیک لږ تر لږه 10% بریالیتوب چانس لري. دا د توجیه وړ ویرې مرکې یو معمول معیار بلل کیږي.
سره له دې هم، هغه کسان چې له مکسیکو پرته نورو هیوادونو څخه دي او د یوې سرحدي دروازې له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي خو د ملاقات ټاکل شوی وخت نلري، پناه غوښتنې لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي، او په هغه صورت کې واجد شرایط ګڼل کیږي چې د نوي قانون په چوکاټ کې، ځانګړي شرایط وړاندې کړي. دا په دې معنی ده چې د ځانګړو شرایطو د نه ښودلو په صورت کې، دغه اشخاص باید د توجیه وړ ویرې په مرکه کې د خپل غوښتنلیک د بریالیتوب ډیر احتمال وښیي.
هغو کسانو لپاره چې د ملاقات د ټاکل شوي وخت پرته پولې ته حاضریږي د استثنا یوه لاره دا ده چې هغوی وښیي چې د لاندې دلایلو په اساس، د CBP One اپلیکیشن د کارولو توان نلري:
o هغوی د لوست توان نلري؛ یا
o هغوی په هغه ژبه نه خبرې نه کوي چې په اپلیکیشن کې کارول کیږي؛ یا
o هغوی ځانګړې تخنیکي ستونزې تجربه کړي دي
هغه کسان چې دغه دلایل وړاندې کوي باید د ملاقات د ټاکل شوي وخت لرونکو کسانو په شان په پام کې ونیول شي.
حتی له مکسیکو پرته نورو هیوادونو خلک چې د اپلیکیشن په نه کارولو کې دغه دلایل وړاندې کولی نشي، بیاهم کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه د توجیه وړ ویرې مرکې لپاره د معمولو معیارونو په رڼا کی، وړاندې کړي، خو په دې شرط چې دا لاندې دلایل وړاندې کړي:
o هغوی استثنایي شرایط تجربه کړي دي.
o متحده ایالاتو ته له راتګ لږه موده مخکې له جدي او بیړنیو روغتیایي ستونزو سره مخ شوي وو یا
o متحده ایالاتو ته له راتګ لږه موده مخکې یې د زیانونو جدي ګواښونه لکه جنسي تیری، تښتونه، شکنجه یا وژنه تجربه کړې ده؛ یا
o هغوی د انساني قاچاق د جدي ډولونو، لکه جنسي قاچاق، بیلابیل ډول اجباري کارونو، د کوردننه غلامي او بردګۍ، قربانیان دي.
o د متحده ایالاتو په لاره کې یې په بل هیواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړی دی خو غوښتنلیک رد شوی دی.
هغه کسان چې:
- له مکسیکو پرته نورو هیوادونو څخه دي
- د ملاقات ټاکل شوی وخت نلري
- په سرحدي دروازو کې حاضریږي
- هغه کسان چې د اپلیکیشن د کارولو د نه توان دلایل وړاندې کولی نشي؛ او
- هغه کسان چې استثنايي شرایط ښودلی نشي.
دغه کسان به بیا هم د توجیه وړ ویرې مرکې ته رابلل کیږي. د نوي قانون په رڼا کې، د 2023 کال د مې میاشتې له 11 مې نیټې څخه، ددې ډلې اشخاصو د شړنې مخنیوی به خورا ګران وي. هغوی باید هغه څه چې دولت یې د ځورونې او شکنجې " منطقی احتمال" په نوم یادوي ثبوت کړي ترڅو د کډوالۍ محکمې ته راجع شي او له دې لارې هڅه وکړي ترڅو د شړل کیدو مخنیوی وکړي. دا یو ډیر اوچت معیار دی او ثبوت کول یې د 10% بریالیتوب د احتمال څخه چې پورته یې یادونه وشوه، ډیر ستونزمن دی. که دغه کسان د کډوالۍ محکمې ته راجع شي، د پناه غوښتنې د درخواست اجازه به ترلاسه کړي خو سره له دې هم، د پناه غوښتنې لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي. هغوی به یو بل فرصت په اختیار کې ولري ترڅو قاضي ته قناعت ورکړي چې دوی د استثنا په توګه چې پورته یې یادونه وشوه، په پام کې ونیول شي یا باید دوی نور اسنتثنایي شرایط وړاندې کړي. پرته له دې به هغوی یوازې د کډوالۍ ځینو نورو امتیازاتو لکه د اخراج منع یا د شکنجې ضد کنوانسیون په رڼا کې حفاظت ته واجد شرایط وي ترڅو هغه خطر ته چې دوی په خپل هیواد کې ورسره مخ دي، بیرته و نه لیږل شي.
هغه کسان چې د خپلې کډوالۍ قضیې د بریالیتوب احتمال ښودلی نشي، د ګړندي اخراج پروسې له لارې به وشړل شي، خو بیاهم دوی کولی شي د مهاجرت قاضي له خوا د خپلې قضیې د کتنې او ارزونې لپاره هڅه وکړي. هغه کسان چې د خپلې قضیې د کتنې او ارزونې غوښتنه نه کوي او که چیرې د مهاجرت قاضي ومومي چې دوی د ځورونې او تعذیب سره مخ کیدو احتمال په ثابتولو کې پاتې راغلي دي، د ګړندي اخراج حکم له لارې به وشړل شي.
(ج) هغو کسانو ته چې له اجازې پرته د سرحدي دروازو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي، څه پیښیږي؟
د متحده ایالاتو حکومت هغه کسان چې د مکسیکو پرته نورو نورو هیوادونو څخه له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي، پناه غوښتنې ته واجد شرایط نه ګڼي. هغوی به د ګړندي توقیف او اخراج خطر سره مخ شي، یعنې دولت به هڅه وکړي چې هغوی ژر تر ژره اخراج کړي.
که هغوی CBP ته ووایي چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري، په دې صورت کې د متحده ایالاتو دولت باید د توجیه وړ ویرې مرکه ترسره کړي ترڅو دا شخص وکولی شي خپل هیواد ته د ستنیدنې ویره تشریح کړي او د خپل اخراج مخنیوی وکړي. په یاد ولرئ چې د توجیه وړ ویرې مرکه هغه مرکه ده چې د پناه غوښتنې له افسر سره ترسره کیږي او د مرکې په لړ کې باید شخص هڅه وکړي ترڅو هغه زیان او ویره چې په خپل هیواد کې یې تجربه کوي، توجیه کړي او دلیل یې روښانه کړي. د توجیه وړ ویرې مرکې په اړه لازیات معلومات دلته ترلاسه کیدی شي.
ډیر شمیر کسان بیا په ځانګړې توګه ډیر عمر لرونکي کسان او په هسپانوي ژبه غږیدونکي کسان په دې ډول حالت کې د CBP په توقیف ځایونو کې د څو ورځو له تیرولو وروسته د توجیه وړ ویرې مرکه ترسره کوي. په یاد ولرئ چې د ایل سلواډور خلک په متحده ایالاتو کې د ICE د توقیف په مرکز کې د توجیه وړ ویرې مرکه ترسره کوي ځکه چې هغوی په متحده ایالاتو کې د قانوني دعوی قضیې لري. هغه کورنۍ چې په متحده ایالاتو کې ځانګړو ځایونو ته سفر کوي، باید خپل وروستي مقصد ته له رسیدو وروسته، ژر تر ژره د توجیه وړ ویرې مرکې ته حاضر شي.
د ځینو استثناوو سره، هغه کسان چې له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي، باید د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د بریالیتوب قوي احتمال او له اخراج څخه د خپل ځان د ساتنې دلایل وښيي ترڅو وکولی شي خپله ادعا په یوه بشپړه قضیه کې محکمې ته وړاندې کړي. په بله وینا، ډیر اوچت معیار او ګړندی ضرب الاجل به په هغو کسانو تطبیق شي چې له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي.
هغه کسان چې له تفتیش پرته متحده ایالاتو ته ننوځي او کولی شي چې لاندې دلایل ثبوت کړي، د معمول معیار لاندې به د توجیه وړ ویرې مرکه کې چې پورته تشریح شوه، ګډون وکړي:
o متحده ایالاتو ته له راتګ لږه موده مخکې له جدي او بیړنیو روغتیایي ستونزو سره مخ شوي وو یا
o متحده ایالاتو ته له راتګ لږه موده مخکې یې د زیانونو جدي ګواښونه لکه جنسي تیری، تښتونه، شکنجه یا وژنه تجربه کړې ده؛ یا
o هغوی د انساني قاچاق د جدي ډولونو، لکه جنسي قاچاق، بیلابیل ډول اجباري کارونو، د کوردننه غلامۍ او بردګۍ، قربانیان دي.
o د متحده ایالاتو په لاره کې یې په بل هیواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړی دی خو غوښتنلیک رد شوی دی.
هغه کسان چې پورتني دلایل ثبوت کړي او (د 10% پورې) "په قوي احتمال" د پناه غوښتنې د قضیې بریالیتوب وښیي، د مهاجرت محکمې ته به راجع شي او په دې به وتوانیږي چې پناه غوښتنې او نورو ډولونو محافظت لپاره لکه د اخراج مخنیوی یا د شکنجې ضد کنوانسیون (CAT) په رڼا کې محافظت لپاره درخواست وکړي.
که هغوی دا ثبوت کړي چې پورتنیو استثناوو سره مطابقت لري، دوی باید هغه څه چې دولت یې د ځورونې او شکنجې " منطقی احتمال" په نوم یادوي ثبوت کړي ترڅو د کډوالۍ محکمې ته لاره پیدا کړي. دا یو ډیر اوچت معیار دی او ثبوت کول یې خورا ګران کار دی. که دغه کسان د کډوالۍ محکمې ته راجع شي، د پناه غوښتنې د درخواست اجازه به ترلاسه کړي خو سره له دې هم، د پناه غوښتنې لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي. په بله وینا، هغوی به یو بل فرصت په اختیار کې ولري ترڅو قاضي ته قناعت ورکړي چې دوی استثنا ته چې پورته یې یادونه وشوه، واجد شرایط شي یا باید دوی نور استثنایي شرایط وړاندې کړي. پرته له دې به هغوی یوازې د کډوالۍ ځینو نورو امتیازاتو لکه د اخراج منع یا د شکنجې ضد کنوانسیون په رڼا کې حفاظت ته واجد شرایط وي ترڅو هغه خطر ته چې دوی په خپل هیواد کې ورسره مخ دي، بیرته و نه لیږل شي.
هغه کسان چې د مهاجرت د قضیې د بریالیتوب احتمال نه ښیي، د یوې ګړندۍ پروسې له لارې چې د اخراج ګړندۍ پروسې په نوم یادیږي، شړل کیږي. خو هغوی کولی شي د مهاجرت د یو قاضي له خوا د خپلې قضیې د ارزونې لپاره هڅه وکړي. هغه کسان چې د خپلې قضیې د کتنې او ارزونې غوښتنه نه کوي او که چیرې د مهاجرت قاضي ومومي چې دوی د ځورونې او تعذیب سره مخ کیدو احتمال په ثابتولو کې پاتې راغلي دي، د ګړندي اخراج حکم له لارې به وشړل شي.
(د) که یو شخص د ګړندي اخراج حکم ترلاسه کړي، څه به وشي؟
د ګړندي اخراج حکم لرونکي کسان معمولا خپل اصلي هیواد ته لیږل کیږي. د ځانګړو هیوادونو اتباع هم مکسیکو ته لیږل کیدی شي. د 2023 کال د مې له 10 مې نیټې څخه، د هائیتی، نیکاراګوا، وینیزویلا، کیوبا، او مکسیکو اتباع، بیرته مکسیکو ته شړل کیږي.
وروسته له دې چې یو شخص د ګړندي اخراج د حکم په اساس شړل کیږي، د پینځو کلونو لپاره په قانوني توګه متحده ایالاتو ته له راتګ څخه منع کیږي. که یو شخص له اخراج وروسته، په یوه سرحدي دروازه کې حاضر شي او ووایي چې خپل هیواد ته له ستنیدنې ویره لري، هغه کولی شي چې د پناه غوښتنې له افسر سره د خپلې قضیې په باب مرکه ولري. دغې مرکې ته د ویرې دلیل لرونکې مرکه ویل کیږي – دغه مرکه د توجیه وړ ویرې مرکې ته ورته ده خو د لوړ معیار لاندې د مهاجرت د قضیې د بریالیتوب لپاره د قوي احتمال ښودلو په موخه ترسره کیږي. که دولت وپوهیږي چې شخص کولی شي دغه معیار پوره کړي، نوموړی شخص یوازې د اخراج د منع کیدو او د شکنجې پرضد کنوانسیون په رڼا کې د حفاظت د ترلاسه کولو لپاره، د مهاجرت محکمې ته راجع کیږي.
که یو شړل شوی شخص له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي او ونیول شي، په جنایي محکمه کې به محاکمه شي.
که یو شړل شوی شخص له اجازې پرته متحده ایالاتو ته ننوځي، کیدی شي د "بیا شړل کیدو" مقررې په رڼا کې، په ګړندۍ توګه اخراج شي. که مخکې شړل شوی شخص ونیول شي، کولی شي ووایي چې په خپل اصلي هیواد کې له ځورونې څخه ویره لري. وروسته باید دلیل لرونکې ویرې مرکه کې ګډون وکړي - دغه مرکه د توجیه وړ ویرې مرکې ته ورته ده خو د لوړ معیار لاندې د مهاجرت د قضیې د بریالیتوب لپاره د قوي احتمال ښودلو په موخه ترسره کیږي. که دولت وپوهیږي چې شخص کولی شي دغه معیار پوره کړي، نوموړی شخص یوازې د اخراج د منع کیدو او د شکنجې پرضد کنوانسیون په رڼا کې د حفاظت د ترلاسه کولو لپاره، د مهاجرت محکمې ته راجع کیږي.
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
✓ د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)