په نننۍ ډيجیټل نړۍ کې، انټرنیټ د ډېرو خلکو لپاره د خبرونو او معلوماتو په اصلي سرچینه بدل شوی دی. په داسې حال کې چې رسنیو او انټرنېټ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خبرونو ته لاسرسی اسانه کړی، د جعلي خبرونو او غلطو معلوماتو خپرولو ته یې هم لاره هواره کړې ده. د عصري رسنیو په ګړندۍ نړۍ کې، ژېړ ژورنالیزم Yellow Jounalism د حساسیت پاروونکو او ناسمو معلوماتو څرګنده بېلګه ده. د "ژېړ ژورنالیزم" اصطلاح د راپور ورکولو یوه داسې بڼه ده چې هیجان او مبالغې ته د دقت او توازن په پرتله ډېر زیات لومړیتوب ورکوي. د دې ډول خپرونو لړۍ په ۱۸۹۰مو کلونو کې په نیویارک ښار کې پیل شوه. کېدای شي ووایو چې اصلي ورځپاڼه چې محتوا ته له پام پرته، یوازې د لوستونکو د جذبولو لپاره یې د ژېړ ژورنالیزم بنسټ کېښود، د نیویارک سن (New York Sun) ورځپاڼه وه. خو د Yellow Jounalism اصطلاح بیا د Pulitzer په خپرونه کې د Yellow Kid په نامه د کارټون لړۍ څخه را پیدا شوه.
ژېړ ژورنالیزم، له هیجان سره مل او پاروونکي راپور ورکولو یوه بڼه ده چې د دقت او توازن په پرتله حساسو سرلیکونو ته لومړیتوب ورکوي، چې له کابو یوې پیړۍ راهیسې په رسنیو کې ستونزې بدل شوی دی. په هرصورت، د ټولنیزو رسنیو او انلاین خبري سرچینو په ډېریدو سره، ژېړ ژورنالیزم نوې بڼې غوره کړې دي او د پخوا په پرتله یې خورا ډېره پراختیا موندلې ده. په دې برخه کې، دا مهمه ده چې د ژېړ ژورنالیزم او جعلي انلاین خبرونو منفي اغېزې وپېژندل شي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره ګامونه پورته شي. دا لیکنه د ژېړ ژورنالیزم خطرونه او اغېزې څیړي او د ژېړ ژورنالیزم د قرباني کېدو د مخنیوي لارې چارې په ګوته کوي.
د ژېړ ژورنالېزم ناوړه اغېزې
ژېړ ژورنالیزم کولای شي په خلکو ډېرې منفي او هراړخیزې ناوړه اغېزې ولري، لاندې ځینو هغو ته اشاره کېږي:
۱. غلط او ناسم معلومات: ژېړ ژورنالیزم په ټولیز ډول هیجان ته د دقت په پرتله ډېر لومړیتوب ورکوي، چې د غلطو معلوماتو د خپرېدو لامل کېږي. دا په ځانګړې توګه په هغو پېښو کې خطرناک ثابتدېدای شي چېرې چې معلومات واقعي پایلې ولري، لکه سیاسي کمپاینونه یا د عامې روغتیا کړکېچ.
۲. هیجان پالنه: د دقت په پرتله حساسیت پارونې او هیجان ته په لومړیتوب ورکولو سره، ژېړ ژورنالیزم کولای شي د حقایقو تحریف او په ډراماتیکو یا ټکان ورکوونکو پېښو باندې د ډېر ټينګار لامل شي. دا چاره کولای شي د وېرې او اضطراب کلتور په دود کولو او همدارنګه په رسنیو د بې باورۍ په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.
۳. وېشلتیا: ژېړ ژورنالیزم تر ډېره په حساسو (پاروونکو) سرلیکونو او کیسو باندې تکیه کوي، کوم چې د ځانګړي سیاسي یا ایډیالوژیکي لید درلودونکي وي. دا چاره کولای شي د ناخپلواکو رسنیو په رامنځ ته کېدو او د خلکو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د ګډون نشتوالي کې مرسته وکړي. همدارنګه، ژېړ ژورنالیزم کولای شي افراطي نظرونو او هیجان پالونکو شخړو ته په لمن وهلو سره د ټولنې ترمنځ بېلتون رامنځ ته کړي.
۴. ناسم معلومات: ژېړ ژورنالیزم تر ډېره هیجان ته د حقیقت په پرتله ډېر لومړیتوب ورکوي، چې د ناسمو یا له مبالغې ډکو معلوماتو د خپرېدو لامل کېږي.
۵. تعصب او لاسوهنه: هیجانپالنه او نمایشي څرګندونې کولای شي حقایق تحریف کړي او احساسات په داسې بڼه زیانمن کړي، چې د توپیرپالنې د نظرونو راټوکېدو لامل شي.
۶. د باور له منځه تلل: د هیجان پاروونکي خبرونو تکرار کولای شي په رسنیو او نورو ادارو باور د خلکو باور له منځه یوسي. یعنې په ژېړ ژورنالیزم کې فعالې رسنۍ د اعتبار له لاسه ورکولو او د دوی د شهرت د زیانمنېدو له خطر سره مخ کېږي.
۷. د باخبره پرېکړې زیانمنېدل: په هیجان پاروونکو خبرونو تکیه کول کولای شي د مهمو مسلو په اړه ستاسو د باخبره پرېکړې کولو مخه ونیسي.
۸. عامه وېره او ترهه: پاروونکې او هیجان لرونکې کیسې کولای شي د خلکو ترمنځ وېره او ترهه خپره کړي.
۹. ډیموکراسي ته ګواښ: ژېړ ژورنالیزم ډیموکراسي ته جدي ګواښ دی. ژېړ ژورنالیزم، هیجان پاروونکو خبرونو او اغراق ته په دقت او توازن باندې په لومړیتوب ورکولو سره په رسنیو کې د بې باورۍ فضا رامنځ ته او مدني ګډون ته لېوالتیا کمولو کې مرسته کوي. دا چاره کولای شي په ډیموکراټیکو ادارو د باور د نشتوالي او د رایه ورکوونکو د کمرنګه ګډون لامل شي.
په ټولیز ډول، د ژېړ ژورنالیزم هر اړخیزې ناوړه اغېزې کولای شي د عامه خبرو اترو او رسنیو اعتبار ته زیان ورسوي. دا مهمه ده چې له دې خطرونو څخه خبر اوسئ او له باوري سرچینو څخه دقیق او متوازن راپورونه ترلاسه کړئ.
څنګه د ژېړ ژورنالیزم پر وړاندې خوندي اوسو؟
ډېرې داسې تګلارې شته چې خلک کولای شي د ژېړ ژورنالیزم له خطرونو څخه د ځان ساتنې او خوندیتوب لپاره یې وکاروي، دلته ځینو هغو ته اشاره کېږي:
۱. د حقایقو ارزونه: مخکې له دې چې د خبرونو شریکولو یا اقدام کولو تصمیم و نیول شي، دا مهمه ده چې معلومات وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې معلومات دقیق او باوري دي. دغه کار له نورو سرچینو سره د پرتلنې یا د حقیقت لټون ویبپاڼو لکه FactCheckHub سره مشورې سره ترسره کېدای شي.
۲. د سرچینو پرتلیزه ارزونه: خورا مهمه ده چې ترلاسه شوي معلومات په نورو سرچینو کې هم ولټوئ او سره پرتله یې کړئ، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو متوازن او دقیق لید لرئ. دا کار تاسو سره د احساساتو یا تعصب د ښکار کېدو څخه مخنیوي کې مرسته کولای شي. ورته معلومات په ډېرو معتبر سرچینو کې وپلتئ ترڅو چې کره والی یې تایید کړي.
۳. د حساسو سرلیکونو څخه ډډه وکړئ: Clickbait یا پاروونکي سرلیکونه ستاسو پام ځان ته ور اړولو لپاره ډیزاین شوي او تاسو هڅوي چې په یوه کیسه کلیک وکړئ، خو دغه سرلیکونه ترډېره تشې ژمنې کوي او په عمل کې هېڅ هم نه وړاندې کوي. دا مهمه ده چې د سرلیک څخه هاخوا ولولئ او له نورو سره د معلوماتو شریکولو یا اقدام کولو د مخه د لیکنې د منځپانګې ارزونه وکړئ.
۴. له هیجان پالنې څخه ډډه وکړئ: هیجان پاروونکي او حساس سرلیکونه او کیسې د ژېړ ژورنالیزم سور رنګه بیرغونه یا نښې کېدای شي. دا خورا مهمه ده چې د کیسې په اړه محتاط اوسئ او د لا متوازن خبر د ترلاسه کولو په لټه کې شئ. د هیجان پاروونکو سرلیکونو یا کیسو په تړاو محتاط اوسئ چې موخه یې د احساساتو پارول دي.
۵. سرچینې تایید کړئ: ډاډ ترلاسه کړئ چې معلومات د باوري او کره سرچینو څخه ترلاسه شوي. د خبري اژانسونو اعتبار دوه ځلي وارزوئ.
۶. نیټې وګورئ: ډاډ ترلاسه کړئ چې خبرونه زاړه یا له شرایطو سره په ټکر کې نه دي.
۷. د سرچینې توپیر پالنې ته پام وکړئ: په راپور کې د هر ډول احتمالي تعصب څخه خبر اوسئ او په کیسه یې ناوړه اغېز په پام کې ونیسئ.
۸. بيړه مه کوئ: پرته له دې چې د خبرونو اعتبار تایید کړئ، د خبر او معلوماتو په شریکولو کې له بيړې کار مه اخلئ. په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې د داسې معلوماتو له شریکولو څخه په کلکه ډډه وکړئ.
۹. رسنیزه پوهه: ځان د انتقادي تفکر له مهارتونو سره اشنا کړئ، ترڅو معتبر خبرونه له ناسمو معلوماتو او خبرونو څخه جلا کولو کې له ستونزو سره مخ نه شئ.
د دې تګلارو په کارولو سره، خلک کولای شي د ژېړ ژورنالیزم له خطرونو څخه ځان وساتي او ډاډ ترلاسه کړي چې دوی دقیق او معتبر معلومات ترلاسه کوي.
د باور وړ خبري سرچینې څنګه ومومئ؟
د معلوماتو د باوري سرچینو موندل د نننۍ نړۍ په بې شمېره رسنیو کې خورا ستره ننګونه ده، خو ډېرې داسې تګلارې شته چې خلک کولای شي په پام کې لرلو سره یې ډاډ ترلاسه کړي چې دقیق او باوري معلومات یې ترلاسه کړي دي. لاندې ځینو هغو ټکو ته اشاره کېږي چې په کارولو سره یې باوري سرچينې موندل کېدای شي:
۱. سرچینه وارزوئ کړئ: مخکې له دې چې د خبر په دقت باندې، دا مهمه ده چې د معلوماتو سرچینه وګورئ. د دقت او متوازن راپور ورکولو لپاره نامتو او پخوانۍ خبري رسنۍ عموما، د معلوماتو غوره سرچینې دي.
۲. ډېرې سرچینې ولټوئ: دا مهمه ده چې د ډېرو سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو متوازن او دقیق خبر ترلاسه کوئ. دغه کار له تاسو سره د پاروونکي یا تعصب څخه ډک لید د ښکار کېدو مخنیوي کې مرسته وکړي.
۳. لیکوال ته پام وکړئ: دا مهمه ده چې د یوې خبر کیسې لیکوال وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې لیکوال د موضوع په اړه راپور ورکولو کې مهارت او اعتبار لري.
۴. د توپیري چلند پلټنه: دا مهمه ده چې د خبرونو راپور ورکولو کې د احتمالي تعصب څخه خبر اوسئ او د هغو سرچینو په لټه کې شئ چې متوازن او هدفي راپور ورکوي.
۵. د حقایقو موندنې ویبپاڼو سره مشوره: د حقایقو ارزونې ویبپاڼې لکه Snopes، FactCheck.org، او PolitiFact کولای شي د خلکو سره د خبرونو تایید او د ناسمو معلوماتو څخه مخنیوي کې مرسته وکړي.
یادونه: د دې تګلارو په کارولو سره، خلک کولای شي ډاډ ترلاسه کړي چې دقیق او معتبر معلومات ترلاسه کوي او د ژېړ ژورنالیزم له خطرونو څخه خوندي دي. که تاسو د حقایقو موندلو په ویبپاڼو کې ځینې محلي خبرونه ونه مومئ، نو کولای شئ نور تاکتیکونه وکاروئ لکه د ناپېیلتیا پلټنه کول، په نورو سرچینو کې د خبر پلټنه کول، د سرچینې لیکوال او تاریخ ارزونه، ترڅو وګورئ چې موضوع سمه او معتبره ده.
مرسته او مشوره
لکه څنګه چې یادونه وشوه په نننۍ رسنیزه نړۍ کې د معتبرو خبرونو موندل یوه ستره ننګوونه ده او عام خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. سپارښتنه کېږي چې که د ژېړ ژورنالیزم له ناوړه او منفي اغېزو څخه د خوندیتوب لپاره پورته لارښوونو ته پام وکړئ او د اړتیا په صورت کې د حقیقت موندنې له ویبپاڼو لکه Snopes، FactCheck.org، Fact Chek او PolitiFact څخه ګټه واخلئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولای شي د "بپرسید" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.