وراثت خط یو رسمي سند دی چې د متوفی یا مړي د وارثانو پېژندلو لپاره د رسمي قضایي بنسټونو لخوا صادر کېږي. په دې سند کې د وارثانو شمېر، له مړي سره د هغوى اړيکې او د ميراث د ونډې اندازه شامله ده چې د وارثانو په غوښتنه د وارثانو له څېړنې، پېژندلو او د هغو د برخو له ټاکلو وروسته د وراثت خط په نامه سند صادرېږي. وارثان د وراثت خط څخه په ګټه اخیستنې د هېواد په دننه او بهر کې د خپلې ونډې اثبات او غوښتنه کولی شي.
په بامیان ولایت کې وراثت خط څنګه ترلاسه کېږي؟
غوښتونکي د وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:
لومړی پړاو: غوښتنلیک
- یو وارث خپل رسمي غوښتنلیک یا عریضه د بامیان ولایت اړوندې محکمې ته د وراثت خط د اخیستو په موخه چمتو کوي؛
- هغه وراثان چې د بامیان ولایت په مرکز کې اوسېږي خپل غوښتنلیک دې د یاد ولایت د استیناف محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت ته او هغه وارثان چې په ولسوالیو کې مېشت دي، خپل غوښتنلیک د بامیان ولایت د ولسوالیو په کچه ابتدایي محکمو ته وړاندې کوي؛
- په غوښتنلیک کې ټول وارثان لکه نارینه، ښځینه، ماشومان او لویان او همدارنګه د مړي د مړینې لامل لیکل کېږي؛
- د وارثانو او دوو تنو شاهدانو د تذکرو کاپي او په 3x4 اندازه د هغو انځورونه او همدارنګه د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه د وراثت خط اخیستلو لپاره اړین اسناد دي؛
دویم پړاو: اړوندې محکمې ته مراجعه
- د وارثانو څخه یو یې د وراثت خط ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د بامیان ولایت د استیناف محکمې یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته وړاندې او د محکمې رییس حکم په کې اخلي؛
- محکمه وارث ته یوه فورمه یا استعلام چې په هغه کې د مړي د مړینې لامل او د هغه د وارثانو د پېژندنې او د دوی د اوسېدو ځایونو په اړه پوښتنې وي، ورکوي او وارث به یې پر اړوند خلکو ځوابوي؛
درېیم پړاو: د ملا امام او ګذر وکیل تصدیق
- فورمه یا استعلام دوو ګاونډیانو، ملا امام، ملک یا ګذر وکیل او ولسوالۍ یا ناحیې ته وړل کېږي او هغوی د مړي معلومات، د مړینې لامل، د وارثینو او د هغوی د تذکرو د شمېرو په اړه معلومات لیکي او تصدیق کوي؛
- دا فورمه له ډکولو وروسته باید د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه بېرته د استیناف محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت یا اړوندې ابتداییه محکمې ته وسپارل شي؛
څلورم پړاو: د شاهدانو شهادت
- دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرارکوونکي له خپلو دوو انځورونو او اصلي تذکرو او د ټولو وارثانو په استازیتوب یو وارث د ټولو وارثانو د دوو انځورونو او اصل تذکرو سره اړوندې محکمې ته حاضر شي؛
- شاهدان د قاضي په حضور کې اقرار او شهادت ورکوي چې د مړشوي وارثان سم دي؛
- محکمه د غوښتونکي وراثت خط ترتیب او په هغه کې د وارثانو او شاهدانو معلومات لیکي او بیا د سپارلو نېټه یې په ګوته کوي؛
پنځم پړاو: د وراثت خط ترلاسه کول
- له وارثانو څخه یو یې په ټاکلې نېټه اړوندې محکمې ته ځي او د اصلي تذکرې په وړاندې کولو سره وراثت خط چې ثبت او ټاپه شوی وي، ترلاسه کوي؛
- د وراثت خط له اخیستلو وروسته به یو وارث وراثت خط د بامیان ولایت د استیناف محکمې ته وړي تر څو د استیناف محکمې رییس هغه تایید کړي؛ او
- تایید څخه وروسته له وراثت خط څخه د هېواد په دننه کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي خو په بهر کې د کارولو لپاره باید اړوندې ژبې ته وژباړل شي او د بهرنیو چارو وزرات تصدیق واخیستل شي.
د وراثت خط ژباړه
- د بامیان ولایت اوسېدونکي، وراثت خط په کابل ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کوي څو په اړونده ژبه وژباړل شي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د وراثت خط د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د کابل د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
- په کابل کې د دولت د قضایاوو دفتر د وراثت خط لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د وراثت خط د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
- وروسته به په ملي ژبه او د وراثت خط ژباړل شوې نسخې د کابل ولایت اړوند ناحیې د افغان پُست دفتر ته وړل کېږي؛
- د افغان پُست دفتر غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د وراثت خط د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د افغان پُست دفتر ته وسپاري؛ او
- د افغان پُست دفتر د وراثت خط دواړه کاپي اخلي او غوښتونکي ته د رسید یوه فورمه ورکوي چې په هغه کې د افغان پُست دفتر ته د بیامراجعې نېټه هم لیکل شوی وي؛
- د وراثت خط د تایید او ټاپې لپاره د افغان پُست دفتر لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږي؛ او
- غوښتونکی په ټاکلي نېټه د افغان پُست دفتر ته ورځی او د خپل وراثت خط دواړه کاپي ترلاسه کوي.
د مثنی وراثت خط ترلاسه کول
- له وارثانو څخه یوه یې لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه د بامیان ولایت د استیناف محکمې یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې تر سرلیک لاندې چمتو، د موضوع شرح لیکي او په کې د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
- د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره د وارثانو، شاهدانو او اقرارکوونکو انځورونه، د راډیو اعلان سند، د ورک شوي وراثت خط کاپي، د صادرېدو شمېره او نېټه یا ویجاړشوي اصلي وراثت خط وړاندې کول اړین دي؛
- غوښتنلیک او اړین اسناد د بامیان ولایت د استیناف محکمې یا په اړوند ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته سپارل کېږي چې د نورو پړاوونو په بشپړېدو سره به وارث خپل وراثت خط ترلاسه کړي.
پته
د بامیان ښار، د هوايي ډګر شاته، د امنیې قومندانۍ درې لاری، د ارشاد حج او اوقافو ریاست ته څېرمه، د استیناف محکمه، د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت
د ولسوالیو پتې
د بامیان ولایت د ولسوالیو په کچه ابتداییه محکمې