رسمي نکاح خط د واده د ثبتولو او د ښځې او خاوند د هویت تثبیت لپاره اړین سند دی چې د نړۍ په ډېري هېوادونو کې اوسېدونکو ته د دې سند لرل حتمي ده. واده او نکاح د نورو قراردادونو په څېر، دواړو اړخونو یا ښځې او خاوند لپاره حقونه او مسوولیتونه لري، نو له دې امله باید د رسمي او قضایي ادارو سره ثبت شي؛ په رسمي محکمو کې د خلکو له خوا د نکاح خط اخیستل په ډېرو مواردو کې په هېواد دننه او بهر کې او په ځانګړې توګه د کورنیو او بهرنیو سفرونو او همدارنګه نورو هېوادونو ته د کډوالۍ یا پناه غوښتنې په چارو کې ښځې او خاوند ته اسانتیاوې رامنځته کوي.
په لغمان ولایت کې نکاح خط څنګه اخیستل کېږي؟
غوښتونکي د نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:
لومړی پړاو: غوښتنلیک او اړین اسناد
- ښځه او خاوند یا ناکح او منکوحه خپل رسمي غوښتنلیک یا عریضه د لغمان ولایت اړوندې محکمې ته د نکاح خط د اخیستلو په موخه چمتو کوي؛
- هغه جوړې چې د لغمان ولایت په مرکز کې اوسېږي خپل غوښتنلیک دې د یاد ولایت د استیناف محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت ته او هغه جوړې چې په ولسوالیو کې مېشت دي، خپل غوښتنلیک د لغمان ولایت د ولسوالیو په کچه ابتدایي محکمو ته وړاندې کوي؛
- د غوښتنلیک د چمتو کولو پرمهال د ښځې او خاوند په 3x4 اندازه دوه انځورونو او اصلي تذکرو ته اړتیا ده؛
- د مهر پر اندازې سربیره د نکاح نېټه او د ماشومانو شمېر او نومونه هم په غوښتنلیک او وروسته په اصلي نکاح خط کې لیکل کېږي؛
دویم پړاو: اړوندې محکمې ته مراجعه
- د لغمان ولایت په مرکز کې له جوړې څخه یوه یې غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د استیناف محکمې ته یا په اړونده ولسوالۍ کې له جوړې څخه یوه یې د ابتداییه محکمې ته وړاندې او د محکمې رییس حکم په کې اخلي؛
- اړونده محکمه په غوښتنلیک کې پر حکم ورکولو سربېره، غوښتونکو ته یوه فورمه یا استعلام د ډکولو په موخه ورکوي چې په هغه کې د اړخونو د پېژندنې معلومات، د استوګنې ځای، د جوړې د نکاح شونتیا او د هغوی ترمنځ د واده پر وړاندې د لنډمهاله او دایمي خنډونو د نشتوالي په تړاو پوښتنې دي؛
- پر فورمې سربېره د زرو (1000) افغانيو بانکي اویز چې د نکاح خط لګښت دی، هم جوړې ته ورکول کېږي څو ياده اندازه پيسې د افغانستان بانک په نمایندګۍ کې تحویل او تصدیق پاڼه یې محکمې ته وسپاري؛
درېیم پړاو: د ملا امام او ګذر تصدیق
- فورمه یا استعلام د جومات ملا امام او دوو ګاونډیانو ته د پوښتنو ځوابولو لپاره وړل کېږي او بیا فورمه د ګذر وکیل، ناحیې او یا اړونده ولسوالۍ ته وړل کېږي څو هغوی هم فورمه تصدیق کړي؛
- دا فورمه له ډکولو وروسته باید د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه بېرته د استیناف محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت یا اړوندې ابتداییه محکمې ته وسپارل شي؛
څلورم پړاو: اقرار او شهادت
- په دې پړاو کې دواړه اړخونه د خپل نکاح د ثبتولو لپاره، دوه شاهدان د هغو له اصلي تذکرو او دوو انځورونو سره محکمې ته حاضروي؛
- اړونده برخه د جوړې او د دوو تنو شاهدانو معلومات د هغوی د اصلي تذکرو پر بنسټ په نکاح خط کې لیکي او قاضي ته یې وړاندې کوي؛
- جوړې یا دواړه اړخونه د قاضي په حضور کې اقرار کوي چې د یوې ټاکلې اندازه مهر په بدل کې یو بل سره نکاح کړي چې شاهدان هم شاهدي ورکوي چې دواړه واده شوي دي؛ وروسته محکمه د نکاح خط د سپارلو نېټه جوړې ته ټاکي؛
پنځم پړاو: د نکاح خط اخیستل
- له جوړې یوه یې په ټاکلې نېټه او ساعت اړوندې محکمې ته ځي او د خپلې اصلي تذکرې په ښودلو سره خپل نکاح خط چې ثبت او مهر شوی به وي، ترلاسه کوي؛
- وروسته له جوړې څخه یوه یې نکاح خط د استیناف محکمې ته وړي او د استیناف محکمې رییس هم هغه تاییدوي؛ او
- تر دې پړاوه پورې د نکاح خط کارونه خلاص شوي او په هېواد کې دننه کارول کېدای شي، خو په بهر کې د کارولو لپاره باید وژباړل شي.
د نکاح خط ژباړه
- د لغمان ولایت اوسېدونکي، نکاح خط په کابل ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کوي څو په اړونده ژبه وژباړل شي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د نکاح خط د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د کابل د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
- په کابل کې د دولت د قضایاوو دفتر د نکاح خط لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
- وروسته به په ملي ژبه او د نکاح خط ژباړل شوې نسخې د کابل ولایت اړوند ناحیې د افغان پُست دفتر ته وړل کېږي؛
- د افغان پُست دفتر غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د نکاح خط د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د افغان پُست دفتر ته وسپاري؛ او
- د افغان پُست دفتر د نکاح خط دواړه کاپي اخلي او غوښتونکي ته د رسید یوه فورمه ورکوي چې په هغه کې د افغان پُست دفتر ته د بیامراجعې نېټه هم لیکل شوی وي؛
- د نکاح خط د تایید او ټاپې لپاره د افغان پُست دفتر لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږي؛ او
- غوښتونکی په ټاکلي نېټه د افغان پُست دفتر ته ورځی او د خپل نکاح خط دواړه کاپي ترلاسه کوي.
د مثنی نکاح خط ترلاسه کول
- مېرمن یا خاوند لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه د لغمان ولایت د استیناف محکمې یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې تر سرلیک لاندې چمتو، د موضوع شرح لیکي او د مثنی نکاح خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
- د مثنی نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره د ناکح، منکوحې او شاهدانو انځورونه، د راډیو اعلان سند او د ورک شوي نکاح خط کاپي یا ویجاړشوي اصلي نکاح خط وړاندې کول اړین دي؛ او
- غوښتنلیک او اړین اسناد د لغمان ولایت د استیناف محکمې یا په اړوند ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته سپارل کېږي چې د نورو پړاوونو په بشپړېدو سره به مېرمن او خاوند خپل مثنی نکاح خط ترلاسه کړي.
پته
د مهترلام ښار، د سراج باغ ته څېرمه، د ابتداییه محکمې ودانۍ، د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت
د ولسوالیو پتې
د لغمان ولایت د ولسوالیو په کچه ابتداییه محکمې