لومړی پړاو: د غوښتنلیکبرابرول
- د بشري منابعو تاييدلیک (Employment Verification Letter)؛
- د سپارښتنېلیک (Recommendation Letter)؛
- د DS 157 فورم؛
- پاسپورټ او تذکره (Passport and Tazkera)؛ او
- د کارځای یا دفتر پېژندکارت (Badge Number)؛
دويم پړاو: د اسنادو استول
- خپل نوم، تخلص او د زېږون نیټه ولیکئ (For example, Ahmad Ahmadi – Date of Birth: 12/22/1992) په برېښنالیک کې؛
- د برېښنالیک په متن کې، د مهاجرت ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام لپاره د غوښتنلیک ورکولو په اړه خپل نیت ولیکئ؛
- د ټول ۷ بشپړ شوي اسناد د برېښنالیک ضمیمه کې ونښلوئ؛ او
- د AfghanSIVAapplication@state.gov برېښنالیک ته واستوئ.
درېیم پړاو: د غوښتنلیک څېړنه
- د غوښتنلیک تر استولو وروسته لږترلږه د یوې اونۍ موده کې تاسو ته کېس نمبر (Case Number) درکول کېږي؛
- که تاسو خپل ټول اسناد د SIV له لارښود سره سم استولي وي، نو تاسو ته ډاډ درکول کېږي چې تاسو ټول اسناد د امريکې د متحده ایالتونو ځانگړې ویزې برخې ته رسېدلي دي؛
- ستاسو کېس تر څېړنې (Under Review) لاندې نیول کېږي؛ او
- په پای کې ستاسو غوښتنلیک د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) ته د وروستي تصمیم لپاره استول کېږي.
څلورم پړاو: د ماموریت د مشر تایید (COM Approval)
- د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) چې د امريکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت د ویزې د ملي مرکز کارکوونکي دي، ستاسو غوښتنلیک تر څېړنې لاندې نیسي؛
- د ماموریت مشر COM غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو د SIV پر شرایطو برابر یاستئ؛
- د بشري منابعو سند او سپارښتنې لیک ورکوونکو څخه ستاسو د سپارښتنې لیک او بشري منابعو سند تایید اخیستل کېږي؛
- د هر کېس څېړنه جلا ده، له همدې امله کېدی شي ستاسو COM Approval له یوې میاشتې تر یو کال وخت ونیسي؛ او
- که د ماموریت د مشر (COM) نظر ستاسو د قضیې په اړه مثبت و، نو تاسو ته به د برېښنالیک له لارې د ماموریت د مشر تایید (COM Approval) در واستول شي.
پنځم پړاو: ښه راغلاستلیک (Welcome Letter)
- وروسته تر دې چې تاسو تاييدي یا COM ترلاسه کړئ، تاسو په تمه پاتې شئ تر څو تاسو ته د برېښنالیک له لارې ښه راغلاستلیک (Welcome Letter) در واستول شي؛
- ښه راغلاستلیک له ۱۴ ورځو څخه تر ۳ میاشتو موده کې تاسو ته لېږل کېږي چې ستاسو د کېس د بهیر د کړنلارو څرنگوالي پکې شتون لري؛ او
- ښه راغلاستلیک کې کابل نمبر (KBL Number) او Invoice ID هم تاسو ته درلېږل کېږي.
شپږم پړاو: د انلاین ویزې (DS-260) فورم ډکول او استول
د DS-260انلاین غوښتنه
- د الیکټرونیک کونسلي غوښتنلیک مرکز ویبپاڼې ته ورشئ.
- د کابل نمبر (KBL Number) او د Invoice ID په کاروولو سره د DS-260 پرانیزئ او ډکه یې کړئ.
- تاسو کولی شئ خپل معلومات ولیکئ، ثبت یې کړئ او په راتلونکو ورځو کې خپل معلومات زیاتولو ته دوام ورکړئ.
- تاسو د DS-260 فورم ډکولو او استولو لپاره یو کال وخت لرئ.
د مدني اسنادو لېږل
- د کورنۍ د هر غړي پاسپورت؛
- د زېږون کارت یا بریښنایی تذکره یا د کورنۍ د هر غړي د کاغذي تذکرې تایید شوې انگریزي ژباړه؛
- د نکاح خط (که اصلي غوښتونکی واده شوی وي)؛
- د دفتر د پیژندنې کارت (Badge Number)؛
- د کډوالو Refugee Benefits او DS-234 فورمې اختیاري دي، که تاسو یې واستوئ نو غوره ده، او دې مرحله کې یې نه استوئ، تاسو چې کله امريکې ته لاړ شئ د ډکولو لپاره به یې بشپړ وخت ولرئ.
- د برېښنالیک په موضوع کې، د KBL شمېره، نوم، تخلص او د زېږون نېټه (KBL2023123456 - Ahmad Ahmadi - Date of Birth: 22/12/1992) ولیکئ؛
- د برېښنالیک په متن کې د مدني اسنادو د سپارلو موخه ولیکئ؛
- پورته ټول مدني اسناد د برېښنالیک ضمیمه کې ونښلوئ؛
- خپل لیک NVCSIV@state.gov ته برېښنالیک واستوئ؛ او
- له شاوخوا ۴۵ ورځو وروسته، به ډاډ ترلاسه کړئ چې د ځانگړي کډوالۍ ویزې لپاره ستاسو ټول اسناد ترلاسه شوي او تاسو څخه د مرکې لپاره په تمه کېدو غوښتنه وشي.
اووم پړاو: د مرکې لپاره درېیم هیواد ته لیږدول
اتم پړاو: مرکه
- د NVC بلنې کاپي؛
- ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو اصلي پاسپورټ چې لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره اعتبار لري او د پاسپورټ د پاڼې یوه کاپي چې ستاسو نوم او عکس پکې وي؛
- د کورنۍ د هغو غړو په گډون چې ستاسو په قضیه کې د ټولو هغو دوه رنگه عکسونه چې د ویزې غوښتنه یې کړې؛ د انځور اړوند لارښوونو په اړه معلومات د امريکې د متحده ایالتونو د ویپباڼه کې ولولئ؛
- د زېږون کارت یا ستاسو اصلي تذکره چې ستاسو هویت څرگندوي؛
- د DS 260 فورم تاییدپاڼه چې تاسو انلاین ثبت کړی دی؛
- د واده اصلي سند او رسمي انگلیسي ژباړه او د هغې یوه کاپي (که واده شوي یاست)؛ او
- دا غوره ده چې نور اسناد اړوند هم له ځان سره یوسئ، لکه د دفتر کارت، د دفتر قرارداد، د قراردادونو کاپي، سپارښت لیکونه، د کار تصدیقلیک او نور هغه اسناد چې تاسو د COM غوښتنلیک پروسې په جریان کې ثبت کړي دي.
نهم پړاو: د ویزې ورکړه
- که هرڅه سم پرمخ لاړ شي، تاسو به د غوښتنې سره اړین فورمونه ډک، ټول اړین معلومات چمتو کړئ څو چې د سفارت یا کونسلگرۍ مامور قانع شي؛
- تاسو اړ یاست چې روغتیايي معاینات (Medical) ترسره کړئ؛
- تر یو لړ اداري پړاوونو وروسته به تاسو ته د امریکي ویزه درکړل شي؛
- کله چې له تاسو غوښتنه وشي یا ستاسو ویزه صادره شي نو خپل پاسپورټونه سفارت یا کونسلگرۍ ته وسپارئ؛ او
- د ځانگړي کډوالۍ ویزې ترلاسه کول په دې معنا ده چې تاسو متحده ایالتونو ته د ننوتلو ټول شرطونه پوره کړي دي.
لسم پړاو: متحده ایالاتو ته ننوتل
- د کورنۍ د هر غړي لپاره 234DS- فورم؛
- د کورنۍ د هر غړي لپاره Refugee Benefits کډوالۍ گټو فورم؛ او
- د کورنۍ د ټولو غړو د پاسپورټونو او ویزو کاپي.
په CEAC کې د کېس د وضعیت په اړه معلومات
- AT NVC: که ستاسو اسناد بشپړ شوي وي او ستاسو د کېس لپاره په سفارت یا کونسلگرۍ کې د مرکې وخت نه وي ټاکل شوی، نو ستاسو کېس د الیکټرونیک کونسلي غوښتنلیک مرکز ویبپاڼې کې AT NVC و ښودل شي.
- READY: هرکله چې تاسو ته د مرکې نېټه درکړل شي، ستاسو کېس به AT NVC څخه چمتو یا READY ته واوړي، او همدارنگه، د CARE ټیم له لوري درېیم هېواد ته ستاسو د انتقال په صورت کې به هم ستاسو د کېس وضعیت له AT NVC څخه چمتو یا READY ته واوړي.
- Administrative Process: که ستاسو مرکه بریالۍ وي، ستاسو کېس د کېس وضعیت به د اداري پروسې حالت کې وښودل شي.
- Refused: که ستاسو مرکه ناکامه وي یا په DS-260 فورموکې غوښتل شوي معلومات چمتو نه کړئ، نو ستاسو کېس به د رد یا Refused حالت کې وښودل شي. په داسې حالت کې به له تاسو څخه غوښتنه وشي چې د نورو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره پیوگرافي (Bio Data) معلومات ور ولېږئ. ستاسو د کېس اړونده سفارت ته د بیوگرافۍ په لیږلو سره، له څو ورځو تېرېدو وروسته د رد یا Refused بېرته اداري پروسې Administrative Process ته بدلېږي.
د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "واټساپ شمېرې" (93729807235+)، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د چټباټ له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!
نور معلومات
هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:
• ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)
• مسنېجر یا Messenger (@beporsed)
• د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)