زېږون کارت یو رسمي سند دی چې د ماشوم مور او پلار او د زېږون نېټه او ځای په ګوته کوي چې په دې توګه د یو شخص د پېژندنې تر ټولو اساسي سند دی. د دې کارت په مرسته به افغانان هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې د عامه خدمتونو لکه روغتیا، ښوونې او روزنې، پاسپورټ، تذکرې او نورو خدمتونو ترلاسه کولو سره به د دوی اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي. افغانان په بهرنیو هېوادونو کې هم د لومړنیو او عامه خدمتونو د ترلاسه کولو او د خپل زېږون د نېټې او ځای د معلومولو لپاره د زېږون کارت ته اړتیا لري.
په ننګرهار ولایت کې د زېږون کارت د ترلاسه کولو پړاوونه کوم دي؟
غوښتونکی د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېریږي:
لومړۍ پړاو: د زېږون کارت د غوښتنلیک فورمه
- غوښتونکي د زېږون د کارت د غوښتنلیک فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (nsia.gov.af) او یا د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو دفترونو څخه ترلاسه او ډک کوي؛
- د زېږون کارت فورم د تذکرې او پاسپورټ د معلوماتو پر بنسټ ډک کېږي؛
- هغه غوښتونکي چې عمرونه یې 6 کاله او یا تر هغه لږ وي په ننګرهار ولایت کې د زېږون کارت لپاره غوښتنه کولی شي؛
- هغه غوښتونکي چې عمرونه یې 7 کاله یا تر هغه پورته وي په کابل کې باید د زېږون کارت لپاره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو له معاونیت څخه غوښتنه وکړي؛
دویم پړاو: د اړینو اسنادو چمتو کول
- ولي یا نږدې خپلوان د ماشوم د زېږون کارت د ترلاسه کولو لپاره خپل د تذکرې یوه کاپي، د ماشوم د تذکرې کاپي او همدارنګه د ماشوم څلور داسې انځورونه چې سایز یې 4x3 او شا یې سپینه وي، چمتو کوي؛
درېیم پړاو: د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته مراجعه
- غوښتونکی د زېږون کارت ډک شوی فورم او اړین اسنادو سره د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته مراجعه کوي؛
- غوښتونکي د ننګرهار ولایت په مرکز کې د نفوسو د احوال ثبتولو امریت او په ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو د ثبتولو مدیریتونو ته چې د ننګرهار ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست پورې اړه لري، مراجعه کوي؛
- غوښتونکی، فورم او اسناد د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې څانګې ته وړاندې کوي، هلته یې پروسس کوي او بیا د زېږون کارت د 200 افغانۍ فیس یا لګښت یاد دفتر ته ورکوي؛
- اړوند کارکوونکی به غوښتونکي ته یو داسې سند یا رسیدپاڼه ورکړي چې په هغه کې به د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته د بیاځلي مراجعې او د کارت د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوی وي؛
څلورم پړاو: د زېږون کارت اخیستل
- غوښتونکی په ټاکلي وخت کې د زېږون کارت وېش څانګې ته مراجعه او د رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره به د زېږون کارت ترلاسه کوي؛ او
- د زېږون کارت په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې صادرېږي چې په هېواد کې دننه کارول کېدای شي، خو په بهر کې د کارولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت تاییدۍ ته اړتیا ده؛ که تاسو د زېږون کارت یوه کاپي له انګلیسي ژبې پرته لرئ بیانو اړتیا ده چې کارت لومړۍ وژباړۍ او بیا د بهرنیو چارو وزارت تاييدي واخلئ.
د نوې زېږېدلي ماشوم لپاره د زېږون کارت
- د زېږون کارت د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایی مرکزونو (روغتونونو او کلینیکونو) او د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونو لخوا لیکل کېږي او د نوي زېږېدلي ماشومانو مور او پلار ته سپارل کېږي؛
- د زېږون کارت دوه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د روغتیايي یا سیمه ایزو روغتیايي مرکزونو یو کارکوونکی د کوچني د نوم، د مور او پلار نوم، د زېږون د نېټې او ځای په ګډون د کوچني یا د نوي زېږېدلي ماشوم د هویت معلومات لیکي او دویمه برخه یې تش پرېږدي؛
- هغه میندې او پلرونه چې د نفوسو د احوال ثبتولو له دفترونو پرته د زېږون کارت اخیستی وي، د کارت له لیکلو وروسته د درېیو میاشتو په موده کې باید د زېږون کارت د ولایت مرکز یا ولسوالۍ په کچه د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته وړاندې او تاییدي یې واخلي؛
- د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر د نويو زېږېدلو ماشومانو معلومات ثبت، د زېږون سېسټم ته یې دننه، د زېږون کارت دویمه برخه ډکه او بیا د کارت له لاسلیک او ټاپه کولو وروسته د ماشوم مور او پلار ته سپاري؛ د زېږون کارت هغه وخت د منلو وړ وي چې د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر له خوا ټاپه او لاسلیک شوی وي؛ او
- که چېرې غوښتونکی د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره مستقیم په ننګرهار ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته لاړ شي، اړوند کارکوونکی د زېږون کارت لومړی او دویمه برخه به په یو وخت کې ډک کړي چې په دې توګه د واکسین کارت لرلو یا د اړینو معلوماتو وړاندې کول اړین دي.
د زېږون کارت ژباړه
- زېږون کارت په ننګرهار ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کېږي څو په اړونده ژبه یې وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د زېږون کارت د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د ننګرهار د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
- په ننګرهار کې د دولت د قضایاوو دفتر د زېږون کارت لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
- وروسته به په ملي ژبه او د زېږون کارت ژباړل شوې نسخې د ننګرهار ولایت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وړل کېږي؛
- د بهرنیو چارو وزارت استازولي غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د زېږون کارت د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وسپاري؛ او
- په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر، د زېږون کارت دواړه کاپي تایید او بیا یې غوښتونکي ته سپاري.
د زېږون د مثنی کارت ترلاسه کول
- غوښتونکی لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه چمتو کوي، د موضوع شرح لیکي او د مثنی زېږون کارت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
- د ورک شوي زېږون کارت د مثنی کارت ترلاسه کولو لپاره اړین اسناد د راډیو اعلان سند، دوه انځورونه او زېږون کارت کاپی دي او د ویجاړشوي زېږون کارت لپاره د راډیو اعلان سند، دوه انځورونه او د زېږون کارت د ویجاړشوې نسخې چمتو کول اړین دي؛ او
- غوښتونکی باید اړین اسناد د ننګرهار ولایت په مرکز یا ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته وسپاري او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته خپل د زېږون مثنی کارت ترلاسه کړي.
پته
د جلال اباد ښار، لومړۍ ناحیه، د میا اسلم پلازې ته څېرمه، د احصایې او معلوماتو ریاست، د نفوسو د احوال ثبتولو امریت؛ همدارنګه د ولایت د مرکز په کچه روغتیايي مرکزونه
د ولسوالیو پتې
د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونه؛ همدارنګه د ولسوالیو په کچه روغتیایی مرکزونه