LearnAfghan ټولنیز- ښوونیز بنسټ افغان زده کوونکو ته د انلاین زده کړو زمینه برابره کړې ده. زده کوونکي کولای شي د یاد بنسټ وېبپاڼې ته په تلو سره په دري او پښتو ژبو ثبت شوي درسونو ته لاسرسی ومومي.
لرن LearnAfghan یو ټولنیز-روزنیز بنسټ دی چې په روغتیايي، روزنیزو او د بشري مرستو برخو کې کار کوي اوس مهال یې د افغان ماشومانو او زدهکوونکو لپاره انلاین ښوونځي پیل کړی دی. دغه بنسټ د لوږې له منځه وړلو او بشري رسولو په برخه کې کار کوي او همدارنگه د ښځو او ماشومانو د روغتیا، پاکۍ او روغتیا ساتنې په موخه خلکو ته پوهاوی ورکوي.
LearnAfghan انلاین او افلاین کورسونه جوړ کړي دي او د انلاین او افلاین پلیټفارم له لارې د بیوزلو ټولنو او د کلیوالي سیمو ماشومانو ته باکفیته زدهکړو ته لاسرسی چمتو کوي.
LearnAfghan او درسونه یې
LearnAfghan له لومړي څخه تر دولسم ټولگي پورې وړیا انلاین کورسونه وړاندې کوي چې په پښتو او دري ژبو د لاسرسي وړ دي. د ۲۰۱۸ کې د خپل پیل راهیسې، LearnAfghan د ۷۰۰۰ څخه زیاتو افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د زدهکړو سرچینې، مسلکي روزنه، لارښوونې، او ټیکنالوژۍ ته لاسرسی اسانتیاوې چمتو کړې دي. د بېلگې په ډول LearnAfghan د بیولوژي، فزیک، کیمیا، گرافیک ډیزاین، ویبپاڼې ډیزان په څیر مضمونونو لپاره ټولگي او درسي پلانونه جوړ کړي دي. دغه بنسټ داسې اسانتیاوې هم رامینځته کړې چې زده کونکي د ښوونځي څخه بهر زدهکړې شونتیا برابروي، د بېلگې په ډول د داسې اپلیکیشن جوړول چې دوی ته وړتیا وربښي چې د انټرنېټ د شتون پرمهال لوبو، کتابونو او ویډیوگانو ته لاسرسی ومومي او وروسته خپلو درسونو تعقیبولو ته په افلاین ډول دوام ورکړي.
LearnAfghan د یلدا او ثریا په نومونو دوه فعال ښوونځي لري. د دغو ښوونځیو په نصاب کې بریښنایی زدهکړې، STEM سېسټم، 2D خوځنده یا انمیشن ویډيو جوړولو او ازادو کاروبارونو (Freelancing) پورې اړوند موضوعاتو تمرکز کوي. په هر ښوونځي کې تر ۶۰ زیات ماشومان زدهکړه کوي.
د لرن LearnAfghan انلاین ښوونځی چې له لومړي ټولگي څخه بیا تر ۱۲م ټولگي پورې یې زدهکوونکو ته په خپله وببپاڼه کې زده کړې زمینه برابره کړې ده، د هر ټولگي درسونه یې د جلا ښوونکو او درسي موادو په درلودلوسره د خورا ساده پلټفارم وړاندې کوي.
LearnAfghan د هر ټولگي له نصاب سره سم، اړوند مضمونونو ته درسونه برابر کړي دي او د درسونو په پای کې چې د ویډیو په بڼه دي، د ازموینې جلا پاڼه ده او کله چې د یو مضمون یا کورس ټولې برخې او ازموینې بشپړې شي نو بیا LearnAfghan د یاد کورس یا مضمون تصدیق پاڼه هم ورکوي.
درسي موادو ته لاسرسی
تاسو د خپل ټولگي په نظر کې نیولو سره، لاندې پر اړوند لینک کلیک وکړئ څو درسونو ته لاسرسی پیدا کړئ:
- لومړی ټولگی
- دویم ټولگی
- درېیم ټولگی
- څلورم ټولگی
- پنځم ټولگی
- شپږم ټولگی
- اووم ټولگی
- اتم ټولگی
- نهم ټولگی
- لسم ټولگی
- یوولسم ټولگی
- دولسم ټولگی
کله چې تاسو پر خپل پاموړ ټولگي باندې کلیک کړی نو نوې پاڼه به پرانیستل شي او د پاڼې په سر کې ښي لوري ته به د START تڼۍ کښېکاږئ تر څو په ټولگي کې شامل شئ. د ټولگی د درسونو تر لوستلو او یادولو وروسته به له تاسو د ازموينې د پاس کولو غوښتنه وشي چې په پاس کولو سره به یې تاسو ته تصدیق پاڼه یا Certificate هم درکول شي.
د LearnAfghan ارزښت
په ورستیو کې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او ورپسې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو له تړل کېدو سره ځينو بنسټونو د انلاین او الکترونیکي زدهکړو پروگرامونه پر لاره اچولي چې مثبت گام گڼل کېږي او نجونې او په ټولیز ډول ټول زدهکوونکي کولای شي له خپلو کورونو څخه په دغو پروگرومونو کې گډون وکړي او د زدهکړو ټکنی بهیر یې پر مخ ولاړ شي.
که څه هم، افغانستان کې د برېښنايي زدهکړو بهیر نوی دی خو په وروستیو کې په دې برخه کې خورا ښه پرمختگونه شوي دي. د انټرنټ نه شتون یا کمزوری انټرنټ، د برېښنا نه شتون او اړینو وسایلو ته نه لاسرسی هغه څه دي چې کېدی شي د انلاین زدهکړو پر وړاندې خنډ وي خو ورځ تر بلې بدلېدونکې نړۍ کې د ټیکنالوژۍ پر مټ د انلاین زدهکړو چمتو کول غوره فرصت دی چې د افغان زدهکوونکو د روزنې لپاره ترې گټه اخیستل کېدی شي.
د يادونې وړ ده، چې لرن افغان په خپله وېبپاڼه کې ويلي، چې اوسمهال په کابل، کندهار، باميانو، تخار، هلمند او فارياب ولايتونو کې روزنيز فعاليتونه لري، خو په يادو ولايتونو کې يې د مخامخ درسونو يادونه نه ده کړې.
مرسته او مشوره
د LearnAfghan په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دې بنسټ رسمي وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ یا ورسره د info@learnafghan.org برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.