د برېټانیې حکومت د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (Afghan Relocations and Assistance Policy - ARAP)کې یو څه بدلونونه راوستي دي. دغه بدلونونه د برېټانیې د کډوالۍ په قانون کې هم پلي شوي دي چې په دې وروستیو کې د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپور شوي دي.
د 2022 کال د نومبر په 8مه د برېټانیې حکومت د غوښتنلیک سپارلو د څرنگوالي او د پړاوونو د بشپړېدوپه اړه نوي معلومات وړاندې کړل، کوم چې موږ به په دې مقاله کې پرې بحث وکړو.
د ARAP د بیامېشتېدنې پروگرام
د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (ARAP) موخه په برېټانیې کې د هغو افغانانو بیامېشتېدنه ده چې په افغانستان کې د برېټانیې حکومت موخو لپاره مهم کارونه او دندې ترسره کړي دي.
هغه افغانان چې د ARAP پروگرام لاندې برېټانیې ته د کډوالۍ لپاره پر شرایطو برابر دي کولی شي د خپل گډ ژوند ملگری، ماشومانو او د کورنۍ د ځینو نورو تړلو غړو سره برېټانیې ته لاړ شي چې د دفاع وزارت لخوا د ARAP پروگرام لاندې د ځای پرځای کولو لپاره پر شرایطو برابر وي او د کورنیو چارو وزارت لخوا د ځای پرځای کولو لپاره مناسب گڼل شوي وي.
د ARAP پروگرام د قانون څخه بهر د 2021 کال د اپریل په لومړۍ نېټه کې پیل شوی او د 2022 کال د نومبر میاشتې تر پایه پورې د غوښتنلیکونو لېږلو لپاره پرانيستی دی. دا پروگرام د پخوانۍ پالیسي (له 2010 څخه تر 2013 پورې) او د مرستې پروگرام (د 2013 څخه تر 2022 کال د نومبر تر 30 پورې) په دوام باندې دی. بدلونونه په دې مانا دي چې غوښتونکي به ډېر ژر وکولی شي خپل غوښتنلیکونه د قانون په چوکاټ کې د ARAP تر چتر لاندې د کورنۍ نورو غړو سره د یوځای کېدو لپاره وسپاري.
نوي بدلونونه دا روښانه کوي چې د غوښتنلیک پروسه دوه مرحلې لري. په لومړي پړاو کې یو غوښتنلیک د برېټانیې دفاع وزارت ته سپارل کېږي، د دفاع وزارت پرېکړه کوي چې ایا غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی او که نه. همدارنگه، نوي بدلونونه دا روښانه کوي چې د دې پالیسۍ اړوند غوښتنې به یوازې د افغانانو د ځای په ځای کولو کې د همکارۍ د پالیسۍ د ضمیمې پر بنسټ په پام کې ونیول شي. دا بدلونونه به 2022 کال د نومبر 30مې څخه نافذ شي.
د ARAP پروگرام لاندې پر شرایطو برابرغوښتونکي
د غوښتونکو ټولټال څلور ډلې شتون لري چې له ارزونې وروسته د ARAP پروگرامونو لاندې د مرستې لپاره په پام کې نیول شوي. دا څلور ډلې په لاندې ډول دي:
لومړۍ ډله - هغه غوښتونکي چې له جدي خطر سره مخ دي: دا ډله چې د برېټانیې حکومت افغان همکاران دي او د دوی ژوند ته د لوړ خطر او احتمالي گواښ سره مخ دي په بېړني توگه د ځای په ځای کولو پر شرایطو برابر دي. دا کارکوونکو باید 2001 کال د اکټوبر لومړۍ نېټې څخه وروسته د برېټانیې حکومت لپاره کار کړی وي.
دویمه ډله - غوښتونکي په نورمال خطر کې: هغه ډله چې د عادي ځای په ځای کېدو پر شرایطو برابر وي او دې لپاره باید په مستقیم ډول په افغانستان کې د برېټانیې حکومت لخوا گمارل شوي وي. دا کېدی شي هغه خلک وي چې د 2001 کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې د برېټانیې حکومت سره پوځي ځواکونو ته د ژبې او ژباړې د خدمتونو د وړاندې کولو تړونونه لاسلیک کړي و.
د غوښتونکي د رول ماهیت باید داسې وي چې په افغانستان کې د هغوی په شتون سره د برېټانیې فعالیتونه اغیزمن یا بریالي شوی وي. برسېره پردې، د غوښتونکي رول باید داسې وي چې عامو خلکو ته پېژندل شوي وي او په پایله کې د دوی خوندیتوب اوس له خطر سره مخ دی. د دې رولونو بېلگو کې د نظامي ځواکونو ژباړونکي، کلتوري مشاورین، د سفارت ځینې همکار شرکتونو او پراختیایي، سیاسي او د تروریزم ضد برخو کې پر دندې بوخت کسان شامل دي.
درېیمه ډله - هغه غوښتونکي چې پر شرایطو برابر نه دي: په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې د ژوند له گواښ سره مخ نه دي او یا د خپلې دندې له امله د عامو خلکو پر وړاندې نه دي ښکاره شوي او د دې دندو له امله تر گواښ لاندې نه دي. دا ډله د ARAP پروگرام د ټیم لخوا د نورو لنډمهال ملاتړ لپاره پر شرایطو برابر گڼل کېږي.
څلورمه ډله - ځانگړي غوښتونکي یا قضیې: د ARAP مرستې لپاره پر شرایطو برابره ډله کې هغه خلک شامل دي چې لاندې شرایط لري:
- د 2001 کال د اکټوبر په 1 نېټه یا وروسته په افغانستان کې د برېټانیې د یوې دولتي ادارې لخوا په مستقیم ډول گمارل شوي وي.
- دا کارکوونکي باید په افغانستان کې د برېټانیې د یوې ادارې سره د تړون له مخې یا په افغانستان کې د برېټانیې د دولت له یوې څانگې سره یوځای کار یا دې څانگې سره ته مرستې او خدمات وړاندې کړي وي.
- د دې کار یا خدمتونو په وړاندې کولو سره دوی د برېټانیې پوځي موخو یا د ملي امنیت اهدافو کې د پام وړ او مثبته مرسته کړې، چې په افغانستان کې د تروریزم ضد، د مخدره موادو او د اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې شامل دي.
- د دې کار یا خدمتونو چمتو کولو له امله، شخص د هدفي بریدونو له گواښ او د مرگ یا جدي ټپي کېدو له خطر سره مخ وي.
- هغه کسان چې پټ معلومات یې ساتلي وي او د هغه افشا کول د برېټانیې حکومت یا د دې هېواد گټو ته ځانگړی گواښ رامنځته کولی شي.
باید یادونه وشي هغه غوښتونکي چې د ARAP لاندې برېټانیې ته د لېږد لپاره پر شرایطو برابر وي، د دفاع وزارت څخه غوښتنلیک به د بایومیټریک معلوماتو ثبت او امنیتي چک لپاره د کورنیو چارو وزارت ته راجع شي. هغه خلک چې د برېټانیې حکومت لخوا گمارل شوي یا قرارداد شوي او بیا گوښه شوي، پرته له دې چې د برېټانیې حکومت په پام کې ونیسي چې شخص د لنډې مودې لپاره گوښه شوی و، د ARAP قانون سره سم برېټانیې ته د تللو پر شرایطو برابر نه دي.
د کورنۍ د غړو ځای پرځای کول
د کورنۍ هغه غړي چې د ARAP پناه غوښتنې دریځ لرونکي افغان پر بنسټ غواړي برېټانیې ته لاړ شي یا په دې هېواد کې استوگن شي، د کورنۍ غړي باید د دفاع وزارت ته د ARAP په اصلي غوښتنلیک کې شامل شوی وي.
که یو پر شرایطو برابر افغان د ARAP لاندې برېټانیې ته تللی وي او د ژوند ملگرې یا د کورنۍ کوم غړی یې چې د ARAP پروگرام کې شامل نه وي او اوس غواړي په برېټانیې کې ورسره یوځای شي، دوی نشي کولی د غوښتونکي په غوښتنلیک کې شامل شي. د کورنۍ غړي باید د اړوند کس د وضعیت په پام کې نیولو سره، په مستقیم ډول د ARAP پروگرام ته خپل غوښتنلیک وسپاري. تاسو کولی شئ په دې لینک کې د ARAP لاندې د کورنۍ غړو د غوښتنلیک په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.
هغه خلک چې د ARAP لاندې برېټانیې ته تللي او د کډوالۍ وضعیت نه لري، نو د کډوالو د کورنۍ د بیا یوځای کېدو قانون سره سم د کورنۍ غړو سره د مرستې پر شرایطو برابر نه دي. په هر ډول، پر شرایطو برابر اشخاصو سره به اړیکه ونیول شي څو د دوی په غوښتنلیک کې د کورنۍ غړي شامل کړي.
که چېرې غوښتونکي د برېټانیې څخه بهر وي، د ننوتلو د اجازې پروسې لپاره غوښتنه د انلاین غوښتنلیک فورم له لارې سپارل کېږي. که غوښتونکي پر شرایطو برابر وي، د برېټانیې د دفاع وزارت به د غوښتونکي په استازیتوب یو غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته واستوي.
که چېرې غوښتونکي په برېټانیې کې ژوند کوي، د استوگنې پروسې پلي کولو لپاره یو غوښتنلیک وړاندې شي، هغه د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت اړین اساسي ارزونې ترسره کوي.
څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟
هغه څوک چې باور لري دوی د ARAP تر چتر لاندې پر شرایطو برابر دي کولی شي دې پروگرام ته له هر هغه هېواد څخه غوښتنلیک وسپاري چې دوی په کې ژوند کوي. غوښتونکي باید خپل غوښتنلیکونه د برېټانیې دفاع وزارت ته په انلاین بڼه وسپاري. غوښتونکي کولی شي خپلې غوښتنې د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسۍ (ARAP) انلاین غوښتنلیک فورمله لارې وسپاري.
غوښتونکي د برېټانیې دننه او بهر دواړه نشي کولی د کډوالۍ له مقرراتو څخه بهر د غوښتنلیکونو لپاره د ARAP انلاین غوښتنلیک فورمه وکاروي. د ARAP فورمه د کډوالۍ غوښتنلیک نه دی، ځکه چې دا یو کس لپاره ډیزاین شوی څو د دفاع وزارت تایید کړي چې غوښتونکي د ARAP لاندې د مرستې یا ځای پرځای کولو پر شرایطو برابر دي.
غوښتنلیک څنگه څېړل کېږي؟
کله چې د ARAP غوښتنلیک د یو افغان تبعې لخوا وړاندې کېږي، د دې کس پر شرایطو برابروالی په پیل کې د دفاع وزارت ارزول کېږي. دفاع وزارت د غوښتنلیک او د غوښتونکي د کورنۍ د غړو په تړاو پرېکړه کوي. همدا چې یو افغان تبعه او د هغه د کورنۍ غړي د ARAP د کډوالۍ د مقرراتو له مخې برېټانیې ته د کډه کېدو پر شرایطو برابر وي، غوښتنلیک د دفاع وزارت لخوا د کورنیو چارو وزارت ته راجع کېږي.
د ARAP تر چتر لاندې یو غوښتنلیک به د کډوالۍ د قوانینو په گډون د یاد هېواد له قوانینو سره سم برېټانیې ته د ننوتلو د اجازې، د استوگنې یا د بیامېشتېدنې د غوښتنې په توگه په نظر کې ونیول شي.
که تاسو د ARAP پروگرام پر شرایطو برابر نه گڼل کېږئ، خو باور لرئ چې پرېکړه د پالیسۍ سره سم نه ده شوې، بیانو تاسو حق لرئ چې د پرېکړې د بیاکتلو غوښتنه یا اپیل (Appeal) وکړئ. تاسو کولی شئ د خپلې غوښتنې د ملاتړ لپاره نوي شواهد وړاندې کړئ چې د پرېکړې په وخت کې شتون نه درلود.
هغه غوښتونکي چې پر شرایطو برابر ونه گڼل شي، کېدی شي د پرېکړې ترلاسه کولو څخه وروسته په 90 ورځو کې دننه خپل غوښتنلیک وسپاري. تاسو کولی شئ یو ځل اپیل وکړئ.
برېټانیې ته تلل
د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو بیاکتنه چې د ARAP پروگرام لپاره پر شرایطو برابر دي کېدی شي بلاخره برېټانیې ته د کډوالو په توگه دننه شي. د برېټانیې حکومت په دوامداره توگه پر شرایطو برابر خلکو سره اړیکې ټینگوي او د غوښتنلیک د پړاوونو د بشپړولو لپاره اړینې لارښوونې کوي او دا اړیکې تر هغه وخته پورې دوام کوي چې غوښتونکو سره مرکې ترسره او دې هېواد ته ولېږدول شي.
مرسته او مشوره
- د افغانانو د ځای پرځای کولو د همکارۍ پالیسۍ یا ARAP کې رامنځته شوي بدلونونه په دې لېنک کې ولولئ.
- تاسو کولی شئ په دې لېنک کې د ARAP پروگرام لاندې د کورنۍ غړو لپاره د غوښتنلیک سپارلو په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.
- په دې لېنک کې د برېټانیې د کډوالۍ، ARAP او ځینې نور قوانین ومومئ.
- په دې لېنک کې د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د غوښتنلیک سپارلو څرنگوالی او پړاوونه ولولئ.
- د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (ARAP) انلاین غوښتنلیک سپارلو لپاره پر دې لېنک کلیک وکړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.