افغانان د تذکرې په لرلو سره به هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې تر ډیره حده به د تابعیت اړوندې اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي او همدارنګه د عامه خدمتونو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، پاسپورټ، نکاح خط، وراثت خط، د کار جواز، د موټر چلولو جواز، د سفر جواز، تقاعد، رایه ورکول، بیمه، استخدام او نورو خدمتونو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. افغانان پر هېواد سربیره، په بهر کې د خپل هویت د تثبیتولو او د لومړنیو او عامه خدمتونو ترلاسه کولو لپاره هم تذکرې ته اړتیا لري.
په هلمند ولایت کې د کاغذي تذکرې د اخیستو پړاوونه کوم دي؟
غوښتونکي د کاغذي تذکرې د ترلاسه کولو په موخه لاندې پړاوونو بشپړوي:
لومړۍ پړاو: د کاغذي تذکرې د غوښتنلیک فورمه
- غوښتونکي د کاغذي تذکرې فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (nsia.gov.af) یا د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو له دفترونو څخه ترلاسه او هغه ډکوي؛
- د کاغذي تذکرې فورم د زېږون کارت او نورو معتبرو اسنادو د معلوماتو پر بنسټ ډک کېږي؛
دویم پړاو: د اړینو اسنادو چمتو کول
- غوښتونکی د 4x3 په اندازه اوه انځورونه، د یو نږدې خپلوان لکه د پلار، نیکه، ورور، خور یا کاکا د تذکرې یوه کاپي، دوه تنه شاهدان او د هغو انځورونه او تذکرې یوه کاپي او د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه د کاغذي تذکرې ترلاسه کولو لپاره چمتو کوي؛
درېیم پړاو: د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته مراجعه
- د غوښتنليک له ډکولو او د اړينو اسنادو له برابرولو وروسته، غوښتونکي د نفوسو د احوالو د ثبتولو اړوند دفتر ته مراجعه کوي؛
- غوښتونکي د هلمند ولایت په مرکز کې د نفوسو د احوال ثبتولو آمریت او په ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو د ثبتولو مدیریتونو ته چې د هلمند ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست پورې اړه لري، مراجعه کوي؛
- غوښتونکي خپل غوښتنلیک او اړین اسناد د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې برخې ته سپاري، ټول پړاوونه یې بشپړوي او د کاغذي تذکرې د 200 افغانۍ فیس پرې کوي؛
- اړوند کارکوونکی به غوښتونکي ته یو داسې سند یا رسیدپاڼه ورکړي چې په هغه کې به د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې ته د بیاځلي مراجعې او د تذکرې د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوی وي؛
څلورم پړاو: د کاغذي تذکرې اخیستل
- اړوند مامور د غوښتونکي معلومات د تذکرې د اساس کتاب په درېیو کاپیو کې لیکي؛ او
- مامور د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د غوښتونکي تذکره لاسلیک، ټاپه او ټولې برخې یې ډک کوي؛ او
- غوښتونکی په ټاکلي وخت په هلمند ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې ادارې ته مراجعه او خپله کاغذي تذکره ترلاسه کوي.
د کاغذي تذکرې ژباړه
- په ملي ژبو صادرشوې کاغذي تذکره په هېواد کې دننه کارول کېدی شي، خو له هېواده بهر د کارولو لپاره اړینه ده چې په انګلیسي یا بله مطلوبه ژبه وژباړل شي او بیا د بهرنیو چارو د وزارت تاییدي هم پکې واخیستل شي؛
- کاغذي تذکره په کندهار ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کېږي څو په اړونده ژبه یې وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د کاغذي تذکرې د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د کندهار د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
- په کندهار کې د دولت د قضایاوو دفتر د کاغذي تذکرې لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
- وروسته به په ملي ژبه او د کاغذي تذکرې ژباړل شوې نسخې د قندهار ولایت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وړل کېږي؛
- د بهرنیو چارو وزارت استازولي غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د کاغذي تذکرې د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وسپاري؛ او
- په کندهار ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر، د کاغذي تذکرې دواړه کاپي تایید او بیا یې غوښتونکي ته سپاري.
د مثنی تذکرې ترلاسه کول
- غوښتونکی لومړی د مثنی تذکرې غوښتنلیک پیدا او اړوند معلومات په کې په ځیر سره لیکي؛
- د ورکې شوې کاغذي تذکرې لپاره اړین اسناد د غوښتنلیک فورم، د راډیو د خبرتیا سند، په 4x3 اندازه دوه انځورونه، د ورکې شوې کاغذي تذکرې کاپي، دوه شاهدان له انځورونو سره، د شاهدانو د تذکرو کاپي او د سیمه ایزې شورا تاییدی؛ همدارنګه د ویجاړشوي کاغذي تذکرې لپاره اړین اسناد د غوښتنلیک فورم، په 4x3 اندازه دوه انځورونه، اصلي ویجاړ شوي کاغذي تذکره، دوه شاهدان له انځورونو سره، د شاهدانو د تذکرو کاپي او د سیمه ایزې تاییدپاڼې ته اړتیا ده؛ او
- غوښتونکي خپل غوښتنلیک او اړین اسناد په هلمند ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته سپاري او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته خپل د کاغذي تذکرې مثنی ترلاسه کوي.
پته
د لښکرګاه ښار، لومړۍ ناحیه، د احصایې او معلوماتو ریاست، د نفوسو د احوالو د ثبتولو امریت
د ولسوالیو پتې
د هلمند ولایت د ولسوالیو په کچه د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونه