افغانان د تذکرې په لرلو سره به هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې تر ډېره حده به یې د تابعیت اړوندې اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي او همدارنګه د عامه خدمتونو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، پاسپورټ، نکاح خط، وراثت خط، د کار جواز، د موټر چلولو جواز، د سفر جواز، تقاعد، رایه ورکول، بیمه، ګمارنې او نورو خدمتونو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. افغانان پر هېواد سربیره، په بهر کې د خپل هویت د تثبیتولو او د لومړنیو او عامه خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره هم تذکرې ته اړتیا لري.
په خوست ولایت کې الکترونیکي تذکره څنګه ترلاسه کېږي؟
غوښتونکی د الکترونیکي تذکرې ترلاسه کولو په موخه لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:
لومړی پړاو: غوښتنلیک
- غوښتونکي د الکترونیکي تذکرې غوښتنلیک په انلاین بڼه د الکترونیکي تذکرې په وېبپاڼه (nid.nsia.gov.af) کې ډک او لېږي؛ یا غوښتونکی د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (nsia.gov.af) څخه د الکترونیکي تذکرې فورمې ډانلوډ او یاهم په خوست ولایت کې له اړوندو دفترونو څخه ترلاسه، هغه ډکي او بیا د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه د الکترونیکي تذکرو یوې وېش څانګې ته مراجعه کوي؛
- د الکترونیکي تذکرې لپاره د نوملیکنې په موخه، د کاغذي تذکرې یوه کاپي او یو انځور چې شا یې سپینه وي، اړتیا ده؛
- که غوښتونکی کاغذي تذکره ونلري او عمر یې له اتلس کلونو څخه کم وي، هغه به د خپل پلار، ولي یا د کورنۍ قانوني غړي د تذکرې کاپی چمتو کوي؛
- که غوښتونکی کاغذي تذکره ونلري او عمر یې اتلس یا تر دې ډېر وي، هغه به د خپل پلار، ولي یا د کورنۍ یو قانوني غړي د تذکرې کاپی او همدارنگه دوه تنه تضمین کوونکي چې الکترونیکي تذکرې ولري، چمتو کوي؛
- د الکترونیکي تذکرې د انلاین غوښتنلیک په وخت کې غوښتونکي په خپل ولایت کې د الکترونیکي تذکرو یو وېش څانګه غوره کوي؛
- د الکترونیکي تذکرې د انلاین غوښتنلیک له ډکولو وروسته، سېسټم په اتومات ډول غوښتونکي ته د الکترونیکي تذکرې وېش څانګې ته د مراجعې او د غوښتنلیک د پړاوونو د بشپړولو نېټه او وخت ټاکي؛
- د فورمې له ډکولو څخه وروسته د تذکرې انلاین سېسټم د الکترونیکي تذکرې فورم په PDF بڼه غوښتونکي ته وړاندې کوي چې باید ډانلوډ شي؛
دویم پړاو: د الکترونیکي تذکرې وېش څانګې ته مراجعه
- غوښتونکی د الکترونیکي تذکرې وېش څانګې ته مراجعه او د خپل چاپ شوي غوښتنلیک فورمې اړوندې برخې ته سپاري؛
- د غوښتونکي د غوښتنليک له ترلاسه کولو وروسته، اړونده وېش څانګه به د هغه د افغاني هويت تثبيت کوي؛ له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي غوښتونکي د کورنۍ د مشر د تصدیق پر بنسټ او د 18 کلونو څخه د پورته عمرلرونکي د کورنۍ د مشر د تذکرې کاپي او د دوو تضمین کوونکو د تضمین پر بنسټ د هویت تثبیت ترسره کېږي؛
- د هرې الکترونیکي تذکرې په بدل کې غوښتونکي 500 افغانۍ ورکوي چې په دې توګه به د سند یا رسیدپاڼه ترلاسه کړي؛
درېیم پړاو: د بایومټریک معلوماتو ثبتول
- د اسنادو له بشپړولو وروسته به د غوښتونکي انځور او د ګوتو او د سترګو د نښو په ګډون د بایومټریک معلومات اخیستل کېږي؛
- د غوښتنلیک فورمه د کورنۍ د مشر لخوا د ګوتې په ایښودلو تصدیق کېږي؛ غوښتونکي باید د فورمې معلومات په ځیر سر ولولي او له ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته تصدیق کړي؛
- د الکترونیکي تذکرې د وېش څانګه د غوښتونکی اسناد په ځیر سره ګوري، د هغه معلومات تاییدوي، تذکره چاپ خونې ته استوي او یو سند یا رسیدپاڼه چې په هغه کې د تذکرې د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوې، غوښتونکي ته سپاري؛
څلورم پړاو: د الکترونیکي تذکرې ترلاسه کول
- د رسیدپاڼې په نظر کې نیولو سره غوښتونکی په ټاکلې نېټه او وخت اړوندې څانګې ته مراجعه او خپله الکترونیکي تذکره ترلاسه کوي؛ او
- د غوښتونکو الکترونیکي تذکرې د کورنۍ مشر یا د کورنۍ یو غړي ته چې عمر یې له 18 کلونو څخه پورته او د رسید فورمه ورسره وي، ورکول کېدای شي.
د مثنی الکترونیکي تذکرې ترلاسه کول
- غوښتونکی د مثنی الکترونیکي تذکرې د ترلاسه کولو په موخه، لومړی د الکترونیکي تذکرې کورنۍ او انفرادي فورمې ډکوي؛
- د مثنی الکترونیکي تذکرې نوملیکنې او غوښتنلیک لپاره د راډیو د اعلان سند، د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه او د الکترونیکي یا کاغذي تذکرې کاپی اړین اسناد دي؛ او
- د غوښتنليک له ډکولو او د اړينو اسنادو له برابرولو وروسته به غوښتونکی په خوست ولایت کې د الکترونیکي تذکرې نږدې وېش څانګې ته ځي او د ځینو پړاوونو له بشپړولو وروسته به خپله الکترونیکي تذکره ترلاسه کړي.
د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو پتې
لومړۍ څانګه
د خوست ښار، د ولايت اداري کمپلکس، د احصايې او معلوماتو رياست، د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه
دویمه څانګه
د خوست ښار، د پروژې باغ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست پخوانی ودانۍ، د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه
درېیمه څانګه
د خوست ښار، د مستوفیت ادارې ته مخامخ، د ټرافیکو ریاست پخوانی ودانۍ، د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه